نظــر

ملکي تلفات « دوهمه برخه»

بدر منصور
شاید تاسې ته به هم پته وي چې تقریباً د تیرو څلورو کلونو څخه په کندهار کې ” خصوصاً ” بیا په ښار کې د حکومت له خوا یو قسم ګونګ خو زړه بوږنیوونکی وحشت روان دی : حکومتي عسکر ، پولیس او استخبارات هغه ملکي افغانان چې ږیره او پګړۍ ولري او سنت جامه یې په تن وي ، د طالبانو په نوم اختطاف کوي ، قسم قسم تعذیبونه ورکوي ، له میاشتو یا کال وروسته یې په شهادت رسوي او لري پرتو سیمو او کروندو کې یې غورځوي.

په کندهار کې داسې ناحیه ، حوزه ، سیمه آن یو کلی هم نشته چې د هغوی ځوانان دي نه وي تریتم شوي ، د کندهار وحشي قوماندان عبدالرازق بې شمېره اختطاف خانې لري او د ده تر امر لاندې ټول چارواکي د ځوانانو د اختطاف حق لري.

په کندهار کې د دغسې پېښو شمېر په سلګونو دی او که یې د بېلا بېلا سیمو د خلکو څخه مالومات وشي ، ممکن شمېر یې تر زرو پورته شي ؛ هرڅوک کولی شي چې د دغي موضوع اړوند په کندهار کې د خپلو دوستانو سره رابطه وکړي ، د زړه اطمنان حاصل کړي ، زموږ لیکنه و ارزوي او په کېسه ځان خبر کړي.

د تیرې یوې میاشتي څخه دغه وحشت نور هم زیات شوی دی ، او یو قسم تغیر پکښې راغلی دی :
هغه داسې چې اوس حکومتي عسکر دغه ملکي افغانان نیسي او وروسته یې د ښار په یوه ناحیه کې یا خاص په ښار کې داسې مهال په شهادت رسوي چې په سیمه کې د خلکو شتون نه وي ، وروسته بیا د خبریالانو په توسط تصویرونه ترې اخلې او داسې راپور خپروي چې :

دغه غلچکي بریدګر دی ، د پولیسو پر ګزمه یې وسلوال برید ترسره کړ ، پولیسو پرې وار دمخه کړ ، یو کس یې ځای پر ځای وواژه او بل په تیښته بریالی شو.

د دغسې پېښو شمېر د 2017م د پیل څخه تر ننه ( چې کابو څلوېښت ورځي کيږي ) تر پنځلسو پورې رسیږي چې ټولي سره مشابه پېښي هم دی.

د یادونې وړده چې په دغو وژل شویو کسانو کې یو هم طالب نه دی ، اکثره دکانداران دی ، ځینې ریړۍ والا ، ځیني د مدرسو زده کوونکې او ځیني د مساجدو امامان دي.

ایا غلچکي بریدګر حتماً پر ګزمه برید کوي ؟

ایا غلچکي بریدګر غټه ږیره لري او د فاج پګړۍ تاووي او که هغه هغه پګړۍ او ږیره نه لري ؟

ایا غلچکي بریدګر د ښار په زړه کې د ځان سره کلاشینکوف لېږدوي ؟

ایا کله چې د غلچکي بریدګر کمین وي او پر ناخبره ګزمه برید وکړي ، د ګزمې پولیس وژل کېږي او که بریدګر ؟

ایا داسې ممکنه ده چې یوڅوک د پولیسو له خوا وتښتول شي ، یوه دوې میاشتې ورک وروسته د پولیسو پر ګزمه د برید په پایله کې ووژل شي ؟

په دغسې وژنو کې د حکومتي چارواکو  اهداف دي چې ځیني یې په لاندې ټکو کې واضح دي.

( ۱ ) حکومت غواړي په دغه کار سره د کندهاري ولس هغه احتجاج ختم کړي چې هغوی یې د خپل بچي د خلاصون په موخه کوي.

( ۲ ) دوی غواړي غلچکي بریدکوونکي وډاروي چې ګواکي پولیس دومره غښتلي دي چې هره شفه یو بریدکوونکی وژني او پولیسو ته هیڅ زیان نه اوړي.

( ۳ ) دوی غواړي چې خپلو هغو عسکرو ته مرال ورکړي چې د پېښې شاهد نه وي چې ګواکي پولیس غښتلي او طالبان هیڅ پلان او ټکړښت نه لري.

( ۴ ) حکومت غواړي کندهاري ولس ته داسې ذهنیت ورکړي چې حکومتي چارواکي د هرچا د وژلو حق او طاقت لري ، چې هرڅوک د حکومت ملاتړ نه کوي او د حکومت پر وړاندې د خپلو روا حقونو غوښتونکی شي ، حکومتي چارواکي یې وژلی شي.

( ۵ ) دوی ګوري که دغه نیول شوی کس د اقتصادي اړخه نسبتاً ځواکمن وي ، نو د لکونو پیسو په بدل کې ورته نیول شوی کس خوشي کوي ، خو ډېر ځله داسې هم پېښي شوي چې د پیسو د ورکړي وروسته یې د نیول شوې کس مړی کورنۍ ته ښودلی.

ممکن نور اهداف به هم لري خو لوی اهداف یې دغه دي.

د دغو پېښو د مخنیوي لپاره د کندهار ولس په وارو وارو خپل غږ پورته کړی دی ، خو داچې کار خپله د حکومت له خوا دی ، د دوی غږ هیڅ نه دی اورېدل شوی بلکي غږ پورته کوونکي هم د ستونزو او شیکنجو سره مخ شوي دي.

داچې مسلمانان ټول یو جسد غوندې دي او افغانان ټول یو ملت دی ، باید ټول افغانان له دغه وحشت څخه ځانونه خبر کړي ، په یوه خوله غږ پورته کړي ، د دغو ظالمانو مخ ته ودریري او د کندهار مظلوم ولس وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x