افغانستان

جنرال نیکلسن: بهرني ځواکونه په افغانستان کې بند پاتې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۲۲، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن ویلي چې امریکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې په داسې بنده کوڅه کې راګیر دي نه وړاندې تلی شي او نه وروسته راتلی شي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د امریکا د سنا مجلس غړو ته په خپلو څرګندونو کې وکړې.

جنرال نیکلسن د امریکا د سنا مجلس د نظامي کمیټې مشر (جان مکین) د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکایانو د افغانستان جګړه ګټلې که بایلې، وویل: «زه باور لرم چې امریکا او ناټو په افغانستان کې داسې وضعیت کې دي چې نه جګړه ګټلی شي او نه یې پریښودلی شي».

د جنرال نیکلسن په باور له دغه حالته د وتلو یوازینۍ لار دا ده چې په افغان ځواکونو پانګونه وشي ترڅو د جګړې مسئولیت په خپله غاړه واخلي.

امریکايي سناتور له نوموړي څخه وپوښتل چې ایا ته له دې خبرې سره موافق یې چې طالبانو په تېر کال کې لا پرمختګ کړی او د وړم کال په پرتله یې د هیواد ۱۵٪ نوره خاوره هم تر خپل واک لاندې راوستې؟ امریکايي جنرال یې په ځواب کې وویل چې «هو زه ورسره موافق یم».

جنرال نیکلسن زیاته کړه چې په افغانستان کې د عسکرو له کمبود سره مخ دي او یو څو زره نورو اضافه عسکرو ته اړتیا لري ترڅو افغان عسکر ښه وروزي او ښې لارښوونې ورته وکړي.

هغه وايي چې هدف یې دا نه دی چې دغه زرګونه اضافي عسکر باید ټول امریکایان وي، بلکې په وینا یې د ایتلافي هیوادونو له عسکرو څخه مشترکه زر کسیزه ډله باید افغانستان ته ولیږل شي.

امریکايي جنرال د افغان عسکرو د درنو تلفاتو ترڅنګ د هغوی وړتیا وستایله او ژمنه یې وکړه چې د تېر کال په څیر به سږکال هم افغان عسکر د طالبانو په ضد خپله جګړییزه وړتیا وښيي.

دا مهال په افغانستان کې ۱۳۳۰۰ بهرني پوځیان شتون لري چې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي او ټول په ګډه د افغان عسکرو په روزنه او تقویې بوخت دي ترڅو یې د طالبانو په خلاف جګړې ته ښه وروزي.

جنرال جان نیکلسن پاکستان او ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړل او زیاته یې کړه چې د بهرنی ملاتړ او پټنځایونو په موجودیت کې په دښمن باندې بریالیتوب ډیر مشکل دی.

د امریکا د سنا مجلس د نظامي کمیټې مشر (جان مکین) هم په دې غونډه کې په نوي امریکايي حکومت ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د طالبانو د خوندي پټنځایونو چاره وکړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان اندیښنه څرګنده کړه چې روسیه کوښښ کوي چې د طالبانو لپاره په مثبتو تبلیغاتو هغوی ته مشروعیت ورکړي چې ګویا طالبان د داعش په وړاندې جګړه کوي خو افغان دولت یې نه کوي.

کله چې له نوموړي څخه یو سناتور پوښتنه وکړه چې ایا طالبانو ته د ترهګرې ډلې په نظر قایل دی او که نه؟ جنرال نیکلسن یې په ځواب کې همدومره وویل: «طالبان په افغانستان کې زمونږ دښمنان دي».

هغه همدا راز ادعا وکړه چې د افغانستان ۸۰٪ خلک په دې باور دي چې واک ته د طالبانو بیرته راګرځیدل به د هیواد لپاره ناوړه پایلې ولري.

په دغې دوه ساعته غونډه کې امریکايي سناتورانو له جنرال جان نیکلسن سره د سولې، مذاکراتو، داعش، مخدره موادو، په افغان دولت کې اداري فساد، د افغان عسکرو د روزنې، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په امکاناتو او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه پوښتنې او اندیښنې شریکې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x