نظــر

افغانستان او «سیاسي کاراته بازان» – استاد محمد زمان مزمل

د روانې دموکراسۍ په دوران کې د افغانستان سیاسي میدان ته بلا کاراته کوونکي ننوتل او نن په دې هیواد کې سیاست د دې په ځای چې سیاسي عمل ته نژدې وي ډېر د کاراتې یوې مسابقې ته ورته ده.

امریکا بلا وکړه د بن ټیم یې داسې انتخاب کړ، چې هلته د هغوی ډېر څه او په ډېره خندنه زمانه کې، او د یوه اوږده تمرین وروسته، د امریکا پورې وتړل. په همدې جهت کې دغه سیاسي کاراته بازان پخپل هیواد کې د واکمنۍ هر څه د هغه واشنګتون د واکمنانو د راضي کولو او راضي ساتلو پورې تړلې ویني.

دوی د بلا تجربو او هغو «دو دسته» سلامونو روږدې هنر مندان دي، چې د خپل هیواد په دننه کې د انتخاباتي کامپاین لوبه په هغه امریکا کې ګټي، چې لا د ډېرو ساده نوماندانو پکې فکر کار نه ورکوي.

ما چې خپل دوستان په دې ټولو کمپاینو کې لیدلي نو هغوی کله چې د دغه انتخاباتو پایلو په اړه خبرې کوي او د چا د ګټلو او د چا د بایللو وړاندوینه کوي نو ټول دلائل یې په دواړو جهتونو کې په دې خبره څرخیږي چې دا ځکه کامیاب دی چې امریکايي واکمنانو سره یې روابط نژدې دي او هغوی ډاډ ورکړی دی، او هغه بل ځکه ناکام دی چې اصلاً د امریکايي واکمنانو د توجه په بازار کې ټیټ ځای لري، او هغه د انتخاباتو د مسیر نه په بل څه کې مصروف دی، او یا دا چې هغه تر اوسه د امریکا د مشرانو سره څلور ځله کتلي، او یا دا چې هغه پوره میاشت په همدې موخه په امریکا کې تېره کړه او دې ته ورته ډېرې خبرې، چې هره یوه پکې انسان ته دا ښايي چې دلته روان انتخابات ډېر پیچلي دي او په دې لوبه کې شریک کېدل کم له کمه د امریکا د واکمنانو له خوا د هغو درې کمربندونو نه وروستی تور یا هم ژیړ کمربند غواړي.

دا چې آیا ریښتیا به د امریکا تشویقونه د دې بلا لست شاته اثر ولري او په دې کې به د امریکا څه ګټې وي چې افغانستان پکې د داسې لوبې میدان وي چې د رایه ورکونکیو نه پکې کاندیدان زیات وي.

یو څه چې کیدای شي د امریکا هڅونې تائید کړي او دې ټولو ته به امریکا پخپله طریقه د کاندیدو شین څراخ ښودلی وي هغه دا چې د یوه کمکي افغانستان تر شاوخوا د دغو ګڼو قصابانو راټولیدل تر شا هغه ګډوډي لري چې امریکا پکې د خپل کاندید لپاره د غوڅ فرمان نه ښه کار اخستلای شي ځکه په کمزوري تائید او په توزیع شویو رایو کې کاندیدان زیات پیکه او د غټو دعواګانو نه لویږي چې وروستۍ فیصله به پکې د امریکا هغه لوړ رتبه هئیت کوي چې لا یې وخت دمخه ضرورت لمس کېږي.

امریکا په دې ټول ګروپ کې کېدای شي دوه یا درې د نظر لاندې ولري او د انتخاباتو په پاتې موده کې چې چا د امریکا په ګټه د لوبې د چلولو ښه امتحان ورکړ هغه به ټاکي او مخته کوي. امریکا په دې اړه د یوې پیالې کافي په اندازه هم وخت ته ضرورت نلري.

دا چې په دې ټیم کې به څوک د تور کمربند لوبغاړی وي هغه کیدای شي راتلونکی جعل کاري او بیا پکې د انتخاباتو د جګړې سوله ګره امریکا وښايي.

په راتلونکیو انتخاباتو او کتنو کې لویه مساله دا ده چې څوک پکې د امریکا د واکمنانو زړه او د امریکا ګټې ښې خوندي کولای شي د افغانستان راتلونکی او ګټې پکې لا وختي په هغو سفرونو کې له نظره لویدلي چې دغو لوبغاړو امریکا ته کړې دي او یا هم د لوړ پوړیو امریکايي استازو په ملاقاتونو کې یې په هغوی باندې د پښو ايښیدو وعدې ورکړې دي.

سوله چې ریښتینی ضرورت دی او د خارجیانو وتل چې یو بل ضرورت دی د دغو کاندیدانو په انتخاباتي پیغامونو کې یا اصلاً ځای نلري او یا پکې د امریکا د یقیني پاتېدو په حد کې دي.

 استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x