د عباسي خلافت د نړيدو مهم لامل

عزيز الله حسيني

هغه وخت چې نړۍ دجهل تيارو لاندې کړې وه انسانيت وژل شوى وه دحيوان اوبشر ترمنځ توپير ختم شوى وه ښځينه انسانانو ته ديوه څاروي په صفت نظرکيده .

پاک خداى ج ددې تيارو دختمولو لپاره يوه رڼايي راوليږله دجهل تورې تيارې په رڼايي بدلې شوې دانسانانو ترمنځ دنفرت پر ځاى اخوت پيداشو.

اويوداسې قانون يې جوړ کړ چې د ادم ع له زمانې نه تردې دمه يې هيڅ نظام نه شي تمثليدلى.
اوپه ډيره کمه موده کې يې په يوستره نړى حاکم کړ.

ددې نظام يوه برخه دعباسيانو خلافت جوړوي.

خو بدبختانه ديوې سترې تيروتنې په ترس کې له منځه لاړ.

هرکله چې دامویانو دخلافت دوره په(132)هجري کې چې له (750)میلادي سره سم پای ته ورسید ه اودهمدغه تاریخ سره سم عباسیان خلافت ته ورسیدل نوعباسیانو دخپل خلافت په دوره کې پراخه اوستره نړۍ دلاس لاندې وه چې دچین دسرحداتو نه نیولې ترمحیط اطلسي پورې وه اودمنځنۍ اسیانه ترهند اوعربي جزیرو پوری غزیدلې سیمه وه عباسیانو د(132)هج نه نیولې تر(656)هج پورې په اسلامي نړی خلافت اوکړ چې دخلافت موده یې 524)کلونه جوړیږي.
دکفري نړۍ دیرغلونو اوتاړکونو اسباب اوعوامل دا وه چې عباسي خلافت په لومړي دور یعنې له(132)نه تر(247)هـ ج یعنې دمتوکل تر مرګه قوي او په ټولو اوضاعو یې پورہ تسلط درلوده چی په دغه دور کې ترکان دعباسي خلافت په مهمو پوسټونو مقرر اوپه زیاتره سیمې او ادارو یې کنټرول او واک درلود . خوکله چې متوکل په (247)هج ووژل شو نو په دغه موده کې زیاتره سيمې اوملکونه دعباسي خلافت له دائرې نه ووتل اوجلا جلا حکومتونه یې جوړ کړل لکه په اندلس (هسپانیه اوپرتګال )کې دامويه دولت جلاشوى وه.
په مغرب کې ادریس بن عبدالله جلا حکومت اعلان کړ

په(254)هج کې په مصر کی طولونیه او اخشیدیه حکومتونه جلا شول.

په(297)هج کې په شمالي افریقا تونس کی فاطمي دولت جوړ شو چې بیا مصر ته انتقال شو .

بیاپه (564)هج کی په شام اومصرکې دصلاح الدین ایوبي دولت جلا اعلان شو .

همدا شان په (332)هج کی په اسیا کی دعباسي خلافت نه بویهنون چې دفارس ایران سیمه یې تر سلطې لاندې وه جداشول او سلجوقي ترکانو دخزر دبحرې په غاړه ځانګړى سلجوقي حکومت جوړ کړ.

ان تردې چې همدانیانو په (317)هج کی په شمالي عراق اوسوریه کې جلا حکومت اعلان کړى وه خو بیاهم دداسې تفرقې او اختلافاتو سره سره عباسي خلافت چې مرکز یې بغداد وه خپل نوم اوتشخص ټینګ ساتلی وه خوهرکله چې سلجوقي ترکانو د(447)نه تر (656)هج پوری چې دعباسي خلافت په زیاتره اوضاعو تسلط پیداکړ نو په همدغه وخت کې اسلامي نړۍ د دوو سترو یرغلونو سره مخ شوه چی صلیبي یرغلونه اومغولي یاچنګیزي یرغلونه ورته وایي داهغه یرغلونه دي چې اسلامي نړۍ یې دراز راز بدمرغیو سره مخ کړه دلکهاو مسلمانانو وینې یې وبهولې ماشومان اوبوډاګان یې ذبح کړل ښځې او تورسرې یې بې عزته اودځانونو سره یې دولجې اواسيرانو په توګه بوتلې په ټوله نړۍ کې یې لوټمار شروع کړ.

ددغه دواړو یرغلونو اسباب اوعوامل دمسلمانانو خپل منځي اختلافات او په شهواتو اولذتو نو پسې تلل او دالله (ج) له سمې لارې نه کږیدل او دجهاد لارې ته شا کول وه الله فرمائي (ان الله لایغیر مابقوم حتی یغیروا مابانفسهم )
نو تاتریانو او صلیبیانوته موقع په لاس ورغله اودمسلمانانو له بې اتفاقی څخه یې ګټه پورته کړه اوپه مسلمانانو یې حملې شروع کړې ان تردې چې دمسلمانانو ډیر ښارونه یې لاندې کړل خو دیوه ښار مسلمانان به دبل ښار دمسلمانانو مرستې ته نه ورتلل ان تردې چې دمسلمانانو په سلهاو ښارونه یې له منځه یو وړل اوپه لکهاو مسلمانان یې په شهادت ورسول اوپه لکهاو ماشومان اوبوډاګان یې ذبحه کړل اوپه لکهاو دمسلمانانو پیغلې یې خپلې وینځې وګرځولې اوپه نتیجه کې یې د عباسي خلافت پښې سستې شوې!!

ان تردې چې له مينځه لاړ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د