حاجي احمد فرید

حاجي فرید: د ټرمپ جنایات له سنګینه شروع شول

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲۳، ۱۳۹۵ل): د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې غړی حاجي احمد فرید وايي چې د ډونالډ ټرمپ د جنایاتو لړۍ د هلمند له سنګین ولسوالۍ څخه عملا پیل شوه.

نوموړي دا څرګندونې د یادې ولسوالۍ په ملکي وګړو د امریکايانو د بمبار په غبرګون کې کړي دي.

حاجي فرید هغو خلکو ته د سنګین د پېښې پیغور ورکوي کومو چې له امریکايانو سره د امنیتي تړون د ملاتړ غږ پورته کړی او زیاتوي:

«اوس هغه خلک خپل ضمیر، وجدان او دغو بیګناه ټکول شویو مظلومانو ته څه ځواب لري چې امریکا سره یې په هیواد کې د افغانانو د وینو تویولو او دې ته ورته جرمونو او جنایاتو د ترسره کولو لپاره د امنیتي ننګین تړون ملاتړ کاوه؟».

ښاغلی فرید په خپلې رسمي فیسبوک پاڼه د سنګین ولسوالۍ د ملکي خلکو په وژنه کې هغه افغانان دخیل ګڼلي چې له امریکایانو سره یې د امنیتي تړون ننګه کړې.خو په واضحه ډول یې د کوم شخص نوم نه دی اخیستی.

نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د بې امنیتۍ او وینې توییدنې عامل ګڼلی او په افغانانو یې غږ کړی چې په یوه خوله د دغو ځواکونو د وتلو غږ پورته کړي.

«د افغانستان ملت دې په دې پوه شي ترڅو چې بهرني ځواکونه په دې هیواد کې شتون ولري نه امنیت راځي او نه هم وینه تویېدنه [بس کیږي]، راځئ ټول په یو اواز د دغه ځواکونو د وتلو غږ پورته کړو ترڅو افغانان خپلمنځي سراسري سولې ته لاره ومومي».

وړمه شپه امریکايي ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو او میشت ځایونو درنه بمباري وکړه، چې د کورونو او مسجد پر نړولو سربېره یې ۲۶ افغانان ووژل او ۵ یې ټپیان کړل. په وژل شوو کې ۱۶ تنه ښځې او ماشومان وو.

دغې پېښې په اجتماعي رسنیو کې د عامو افغانانو توند غبرګونونه راپارولي او د امریکايي ځواکونو ترڅنګ یې امنیتي تړون هم په کلکه غندلی. خو د افغانستان اسلامي دولت جمهور رئیس محمد اشرف غني تر اوسه د یادې پېښې په اړه هیڅ نه دي ویلي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

محترم حاجی صاحب باید دملی پاڅون په حقله فکروسی اوطریقه یی وسنجوله سی په خبرونه کیږی وګوره هرڅوک چه دصلحی کوښښ کوی هغه خپه کیږی اودمنځه ځی دنظرمحمد مطمین ډله څه سوه داچه یویوکلۍ بمباری او دمنځه وړی باید یاټول افغانستان له منځه ولاړسی لکه پرهیروشیماچه یی بم ایټم وغورځاوۍ یالکه ویتنام آزادی واخلو که ته له دی وطن فروشه حکومته ګیلی کوی داهیڅ اثرنه لری – آخروملی پاڅون ته اړیو

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

حاحی صاحب فرید د عمل او میدان سړی دی ، څه چه یی لیکلی ورته شیان د کابل غلامی اداری ته یی په وارو ویلی او وایی یی الله ج دی اجرونه ورکړی کشکی مونږ د دوی او یا مطمن صاحب په شان زړور او هوشیار نور هم ولرو . دا خبره سمه ده چه د ملی پاڅون وخت دی ، د تاریخ په اوږدو کی ملی پاڅون سل په سلو کی نه وی خلک د ډیرو ستونزو سره مخ دی ، د سهار مومی د ماښام هیله نه لری او حتی د ژوند هیله نه لری ، له بلی… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه

مرگ دوی په ترامپ مرگ مرگ مرگ مرگ په صلیب یانو اودهغوی په منصوب شویو نوکرا نو لکه اشرف دکتر ……..اوعبد الله دکتر اوداسی.نورامثال ..ده رزیل حوکمتونو دروسانو داشغال نه عبرت وانه.خیستی چه داتحاد جماهرروس سه حال شوی دادالرخاره خائنان..چه ددمظلوم بی دفاع ملت په شهادت رسولوسره عبرت نه اخلی چه دعزیز افغانستان په هرزای کشی په مظلومانه توگه په شهادت رسیژی خوصلیب یان به هم په داسی یوننگین شرم سره وزی دد پاخاوری سخه اوبا شهامت مجاهدین اوباشامت مبارزین به دقرآن کریم قانون جاری کوی انشاالله العزیز ..الله ج… دسنگین دبی دفاع شهیدانو دره جات عالی وگرزه وی .اوکوره… نور لوستل »