افغانستان

دفاع وزارت د نورو بهرنیو ځواکونو د غوښتنې هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲۳، ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت دفاع وزارت په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن د هغه نظر هرکلی کړی چې دې هیواد ته یې د نورو بهرنیو ځواکونو د راتګ غوښتنه کړې.

جنرال نیکلسن وړمه ورځ د امریکا د سنا مجلس دفاعي کمیټې استجوابیه غونډې ته وویل چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې په داسې وضعیت کې دي چې نه جګړه ګټلی او نه بایللی شي. هغه له دې حالته د وتلو لپاره وړاندیز وکړ چې په افغان عسکرو زیاته پانګونه وشي او د روزنې لپاره یې په زرګونو اضافي امریکايي او د ناټو عسکر راوغوښتل شي ترڅو د طالبانو په خلاف د امریکا پیل کړې جګړه په بریالي ډول پرمخ بوځي.

که څه هم نوموړي امریکايي جنرال په اضافي عسکرو کې د ناټو ځواکونو ته هم اشاره کړې خو د نیویارک ټایمز په وینا تراوسه دا نه ده معلومه چې ایا ناټو به افغانستان ته د نورو عسکرو لیږلو ته زړه ښه کړي او که نه.

د جنرال نیکلسن په دې خبرو د ګډ حکومت دفاع وزارت ویاند دولت وزیري خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغان عسکرو د روزنې او لارښوونې لپاره د اضافه بهرنیو عسکرو د راتګ هرکلی کوي.

دولت وزیري فرانس پریس اژانس ته په خبرو کې روانه جګړه «د تروریزم په خلاف» بللې او زیاته کړې يې ده چې د دې جګړې د ګټلو لپاره د زرګونو اضافه عسکرو رالیږل یو مثبت ګام دی.

که څه دولتي چارواکي هیله من دي چې د اضافه بهرنیو عسکرو په راتګ او ملاتړ سره به طالبان په زور له مینځه یوسي، خو ځیني شننونکي په دې باور دي چې اضافه بهرني عسکر په روانې جګړې هیڅ اغیز نه لري. د سیاسي چارو کابل میشت شننونکی میاګل وثیق په همدې تړاو فرانس پریس اژانس ته څرګنده کړې:

«په شپاړسو کالو کې مو ولیدل په بلیونونو ډالره په جګړه مصرف شول او تر یو لک زیاتو بهرنیو ځواکونو سوله او امنیت رانه وړه، نو د یو څو زره عسکرو به څه له وس پوره شي؟».

هېره دې نه دي چې د رسمي اعلان شوو احصائیو پر اساس دا مهال په افغانستان کې ۱۳۳۰۰ بهرني پوځیان شتون لري چې ۸۴۰۰ یې امریکایان دي. د دغه بهرنیو ځواکونو په اړه ویل کیږي چې یوازې د افغان عسکرو په روزنه او تقویې بوخت دي، خو وخت ناوخت یې په جګړه کې د عملي ونډې، هوايي بریدونو او په ولسي خلکو د بمباریو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقباال

زما په اند ، کله چه اوباما د ۲۰ ۱۴ کال تر اخره پوری به امریکایان وځی ، اعلان وکړو ، دغه اعلان د کابل د غلامانو او بادارانو عسکرو مورال ورمات کړو ، وایی شادو څه له ځانه ګړنی او څه چا ورته پښو کی ګرونګی واچول یعنی که دوی د ناکامی سره هم مخ وو مګر د اوباما هغه اعلان دغه ناکامی ورته ګړندی او باوری کړه . له هغه وروسته دوی بیا عین فول او غلطی نه کوی ، دا چه وایی نوی عسکر به راولی ، دا معنی چه دغه اوسنی هم باسی او په دغه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x