نظــر

په سیاګرد کي نوی وحشت – میوند سادات

دپروان ولایت دسیا ګردولسوالۍ په وازغردرې کي دپرون راهسي یرغلګروځواکونودداخلي عسکروپه ملتیا  دعملیاتوپه پلمه دملکي خلګو ګڼ کورونه بمبار کړي، ښځي اوماشومان یې پکي شهیدان کړي اودیوشمېرکورونوڅخه یې قیمتي توکي غلاکړي او بیایې سوځولي دي  .
که څه هم په دغه بمباراوچپاووکي تراوسه لادملکي تلفاتودقیق ارقام اومعلومات نه دي ترلاسه شوي ،خودقربان الله په نوم یوهیوادوال چي کوریې بمبارشوی ،میرمن، دوې لوڼي اودوه زامن پکي شهیدان شوي او دجانګل په نوم یوتن بیادیرغلګروعسکروپه مخاخ ډزکي شهیدشوی دی .

کوم کورونه چي په بمبارکي نړیدلي   اشغالګرتراوسه پوري خلګوته اجازه نه ورکوي چي ترخاوروخزلولاندي شوي انسانان ترې راوباسي،دااندېښنه وارپه وارزیاتیږي چي که یرغلګرخلګوته اجازه ورنه کړي چي ترویجاړوشووکورونولاندي ژوندي اویاژوبل کسان راو باسي خدای مکړه هغوی به هم ساه ورکړي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې یوه خبرپاڼه کي دکابل ادارې هغه ادعاچي دولس تنه طالبان یې په یاده شوې جګړه کي وژلي په ټینګه ردکړې ده، خوپه دغه جګړه کي یې دډیروولسي وګړو ترڅنګ دخپلو پنځو تنو ملګرو دشهادت پخلی هم کړی دی . مجاهد لیکي چي په دغه جګړه کي یې څلورتنه امریکایې او دولس کسه داخلي عسکر وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي .

امریکایې ځواکونو غوښتل چي پر طالبانو داسي حمله وکړي چي هغوی کاملا غافلګیره وساتي ،خوکوم وخت چي نیواکګراوګوډاګیان یې سیمي ته داخل شوي طالبانووارپرې دمخه کړی ،ښه کاري بریدیې ورباندي کړی  کله  چي په دغي لویې چاپې کي  امریکایې اوکورنیوعسکروته ډیر ځاني زیان ورسید،پلان یې ګډوډشو،نو الوتکویې داستوګني پرسیمه بمونه وغورځول چي له کبله یې ملکي خلګوته پراخ ځاني اومالي زیان واوښت.
دیرغلګر و معمول دی  په کومه سیمه  کي چي دتلفاتوسره مخ شي بیانوهغه دچاخبره وچ ولانده نه ګوري څه چي په مخه ورځي له منځه یې وړي،همداډول پیښي خوراډیري رامنځته شوې چي پردوی باندي دحملې وروسته یې بسته – بسته کلي تراوراوبمونولاندي نیولي اوپه یومخیزه توګه یې له منځه وړي وي .

داټول په داسي حال کي چي دوی په تکرارسره ویلي چي دنوي ټکنالوژۍ په مټ له فضاڅخه پرمځکه څلوراینچه شی ویني اوان ښکالویې اوري ، خو همدا تېره اونۍ یې په هلمند کي یو څلور کلن ماشوم  په دې ګومان شهید کړ چي ګواکي یو بریتور مخالف یې وسله پر اوږه ددوی په وژلو پسي روان دی .

اشغالګرو ځواکونو دخپلي ټکنالوژۍ اړوند لاپو شاپو سره سره   په ډیرو مواردو کي خو حتی حیوانان دانسانانو په ګومان له منځه وړي دي، دا بیا بیله خبره ده چي همدا د متمدني نړۍ پوځیان په خپلو هیوادونو کي دحیوانانو په وژلو هم محاکمه کیږي ، خو په افغانستان او هغو سیمو کي چي ددوی تر اشغال لاندي دي دانسان وینه ددوی د حیوان تر ویني هم سپکه اوبې ارزښته ده، دیرغلګرو ځواکونو دپرله پسې تکراري جنایتونو یوه لویه وجه همداده چي دلته نه دګوډاګي رژیم سره دومره  واک اوځواک شته  چي دخپلوخلګوهمداښکاره وژونکي اودبشري حقونوناقضین دمحاکمې میزته راکش کړي اونه هم دمهذبي نړۍ په قوانینوکي داسي څه شته چي پوځیان یې له خپلوپولوبهردستروجرایموپه ترسره کولوپړه وبلل شي .

ګومان نه کیږي چي دسیاګردولسوالۍ دیادشوي غمیزي ښکاره عاملینوته دي کومه سزاورکول شي ،که دکابل ادارې لویه توره وکړه دتېرپه څېربه دهمدې پیښي دپلټني په نوم هم یوپلاوی وګوماري ،داسي پلاوی چي یابه یې له اعلان پرته هیڅ درک وخرک هم ونه لګیږي اویابه دخپلي سروې سرخي وړاندي کړي خودمجرمینوپه وړاندي به یې عملي اقدام  کله هم ونه لیدل شي .

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x