شعـــــرونه

غميز ې/ رضوان الله فيضاني

 

رضوان الله فيضاني
ميوند زخمي زخمي دى ملالۍ ورباندې ژاړي
ټپې نه كړي وهي سړې سلګۍ ورباندې ژاړي

د ستورو اوښكې څاڅي د اسمان لمنې سرې دي
د لمر وړانګې شوې تتې هم سپوږمۍ ورباندې ژاړي

ګلشن تالا والا شو تور خزان ورباندې راغى
ماليار په چيغو سر تشه ځولۍ ورباندې ژاړي

ښايسته د دنګو دنګو غرو هوسۍ شهيده شوې
ګرځېږي در په در خوارې كبلۍ ورباندې ژاړي

په ظلم او وحشت يې رمه وخوړه لېوانو
شپونكی خوار شهيد شوى دى شپېلۍ ورباندې ژاړي

ها ښكلى غنم رنګ طالب د دين په ننګ شهيد شو
كتاب مسجد حجره سپينه پګړۍ ورباندې ژاړي

ساتۀ چې يې همېش د حق سنګر هغه غازي نن
غلبېل غلبېل دی غشي هم ليندۍ ورباندې ژاړي

جانان د ( فيضاني ) ډېر په ارمان تر ېنه جدا شو
غزل يې غمزده هم يې لنډۍ ورباندې ژاړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x