نظــر

اجړاشاهي او له واورو سړې غمیزې

جیلاني پښتون
کرزی له ښه و لږ تریخی خو یې درلود. که نمایش و که سیاسي ریاء او که بل هر څه خو چې د امریکا په بمبار کې به د ملکي افغان وینه تله شوه، په امریکایانو خو به یې څو لفظي ګوزارونه وکړل. د بمبار له متأثرینو سره به یې د ټیلویزوني کیمرو په مخکې وژړل او لږ خو به یې غم ته د غم په سترګه وکتل.

مګر له هغه ورځې چې دغه د غبرګو نرښځیانو حکومت راغلی د افغان وینه تر ارزانو هم ارزانه شوې ده. غبرګو ایجړاګانو چې امریکایانو ته یې د امنیتي تړون له مخې د افغانانو د وینې بهولو اجازه ورکړې او د بمبار او باروتو سوداګر یې د هر وړ جنایت په ارتکاب له هر وړ مواخذې او قضایي تعقیب څخه خلاص اعلان کړي. اوس نو دامریکایانو زړه دی چې ددې اولس کلي په بمونو ورانوي که په توپونو، په سپینو فاسفورسو کې یې ایشوي او که د بې پیلوټو نښې پرې پخوي.

په تیرو دووکلونو کې بیا بیا د هیواد په مختلفو سیمو کې په امریکایي وحشتونو کې افغانان قتل عام شول. ښځې او ماشومان شهیدان شول.بوډاګان او معصوم انسانان قتل، تعذیب او حبس شول. بګرام یو ځل بیا له کلیوالو افغانانو ډک شو. په کندز کې سلامت کلی له خاورو سره برابر شو. مګر دارګ ایجړاګان لکه انسانان چې نه وي. لکه عاطفه او حواس چې نلري د افغان قتل او ځور ورته یو داسې عادي پیښه ایسي چې د ټرامپ د ټیلفون په خوښۍ کې یې هیرولی او له ذهنه ایستلی شي.

په سنګین کې امریکایي الوتکو ولسي کورونه بمبار کړي. د څلویښتو په شاوخوا کې ښځې او ماشومان وژل شوي. یوازې د یوه کور دری ښځې او اوه نارینه قتل شوي. مګر دغه قتل عام چې دامنیتي تړون د موادو په رڼا کې شوی نو ځکه تر واورې سوړ دی او د مفکر او مفشن عواطفو ته ټکان نه شي ورکولی.

اوس که په امریکا کې یو همجنس باز د شرابو په نشه کې په خپلو بدکارو ملګرو وسله راوړوي او څو تنه په کې ووژني نو تاسو به د ارګ د اجړاګانو د تعزیت او تسلیت پیغامونه وګورئ چې په څومره آب و تاب د امریکایي همجنس بازانو خپل منځي جنجال غمیزه بولي او ږلۍ ږلۍ اوښکې پرې تویوي. خو په سنګین کې چې بې ګناه انسانان، ښځې او طفلان قتل عام شوي. د خپل وطن، خپلې عقیدې، خپل نژاداو خپل ژبې شریک مسلمان بې ګناه وروڼه او خویندې وژل شوي. نو د اجړاګانو ژبې ګونګۍ دي. ځکه که له خولې سپڼ وباسي بیا خو ټرمپ خپه کیږي بیا خو ټرمپ ورته زنګ نه وهي.

اجړاګانو په یاد یې لرئ.د اولس هر څه بښي مګر د وینې پور نه بښي. د سنګین والو وینه هسې مفته مه بولئ چې تویه شوې او هېره شوه. دا اولس به ددې وینې د څاڅکي څاڅکي حساب درسره کوي. دا وینه به د هلمند درود په شان په څپو واوړي او تاسو به له خپلو سادیستو بادرانو سره یوځای لاهو کړي.
اجړا ګانو د سنګین ، سنګین حساب په یاد لرئ!

په نن پسې سباشته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x