افغانستان

د پروان په سیاګرد کې د بمبارۍ له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶تنه وژل شوي

نن ټکی آسیا: امریکايي ځواکونو د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په وازغر دره کې د ملکي وګړو پر ګڼو کورونو چاپې وهلې او ډېر زیات ځاني او مالي زیانونه یې ورته اړولي.
له سیمې څخه تر لاسه شوی خبر زیاتوي چې په سېمه کې د طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ څو ساعته مخامخ جګړه هم شوې ده.

ویل کېږي، چې امریکايي ځواکونو له طالبانو سره له مخامخ نښتې او جګړې وروسته د ملکي خلکو کورونه په انتقامي توګه د درنو بمبارونو لاندي ونيول چې د سیمې د اوسېدونکو په خبره، په سيمه کې يې درې کوره مکمل بمبار کړي، څلور کورونو ته یې اور ورته کړی او په دغو کورونو کې يې لږ تر لږه ۱۶ تنه ملکي خلک چې اکثره په کې ښځې او ماشومان وو ټول شهيدان کړي دي.
آیساف هم د ملکي وګړو پر وژنه اعتراف کړی او خواشینې یې څرګنده کړې ده.
ایساف زیاتوي چې د سیاګرد ولسوال، د پروان ولایتي چارواکي او د ملي اردو ځواکونو يې په عملیاتو خبر کړي وو او د علمیاتو رهبري هم د ملي اردو ځواکونو په لاس کې وه.
طالبانو په یوه اعلامیه کې د امریکايي ځواکونو په بمبارد کې ملکي وګړو ته د اوښتیو تلفاتو خبر ورکړی او د ایساف دا ادعا یې رد کړې چې ګواکې به برید کې دولس تنه طالبان وژل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې له ګډو ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې دوی پنځه ملګري له لاسه ورکړي او مقابل لوري يې ته هم درانه تلفات اړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x