
خواصي: له امریکایانو څخه د غوربند د قربانیانو د وینو کسات اخلم
نن ټکی آسیا: په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د خلکو استازی عبدالستار خواصي وايي، چې تېره ورځ د دغه ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګ-ژوبله اوښتې.
ښاغلی خواصي زیاتوي: «وړمه شپه شاوخوا یوه بجه په غوربند ولسوالۍ کې هوايي برید ترسره کړی او ۱۶ ملکيان یې وژلي دي. »
د خواصي په خبره، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ اته غړي هم شامل دي، چې دوه ماشومان یې د مور په غېږ کې وژل شوي او مور یې ټپې شوې ده.
نوموړی د امریکايانو دا برید یو وحشي او غیر انساني کار وګاڼه او ویې ویل چې په خپلو مټو به له امریکایانو څخه د دغه برید انتقام واخلي.
عبدالستار خواصي له ولسي جرګې څخه هم په ټېنګه غوښتنه وکړه چې د امریکايي ځواکونو په داسې وحشیانه بریدونو باید غلي پاته نشي.