شعـــــرونه

نهه دېر شمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( حامد ملنګ ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه او رديف راپيل کړئ.

ته لکه ګل د خپل ښايست نه دې خبر يې کنه؟
ته لکه حسن په کيسه کې د نظر يې کنه؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سختې شېبې رابانې تېرې د هجرت ژوندون کې
کليوال ياره زما په حال باندې خبر يې کنه
کامران خپلواک

زما جانانه ګلاب رنګه دا زه تاته وايم!
خوشبو د مشکو درنه ځي ښه معطر يې کنه
ذاهدي سهاک

ته لکه اوښکه راخوره شې زما د زړه په باړخو
پټ راته ووايه دلبر يې او دلبر يې کنه
تسل عزام

درنه جګېږي تجلا وې او خوشبو د مشکو
زموږ وطن کې ګرانه خاص ګل د سدبريې کنه
عبدالباقي مهاجر

کلي کې څنګه نن ګيدړ دومره ډاډه ګرځېږي
ځغلول غواړي وايم تاته غضنفر يې کنه؟
عرفاني

جانانه غلی لکه مړاوې غاټول مه راکوه
جانانه ووايه له مانه مرور يې کنه
شرافت وياړ

دا زه چې ګرځمه خړپړ دملنګۍ جاموکې
زړه مې پتا باندې عاشق دی ته خبر يې کنه
ذاکر مهاجر

تا د شهيد وينې د سولې په نوم وپلورلې
د کونډې بورې او يتيم له آه خبر يې کنه
اجمل بارکزی

لاهو قلزُم کړه د نړۍ د مغرورانو بېړۍ
ته اريانا کې د جهاد يوسمندر يې کنه
عصمت الله بشام

ښکاري له ورايه دې د حسن پلوشې لمر مخې
حُسن دې ډېر دی خو چې ته به لکه لمر يې کنه
بدري قافله

ته لکه ستوری د سبا او سپين سحر يې کنه
غازي جانانه ته مې زړه ته مې ځيګر يې کنه
احمدالله احمدي

له تانه حُسن د ښايست اخلي الهام جانانه
دومره حسين يې ته له حسنه منوريې کنه
محمد نعيم افغان زوی

ستا د پښو لاندې پرښتې غوړوي خپل وزرونه
طالبه ته له خپل مقام څخه خبر يې کنه
تسل منيب

کابله ستا په زړه به سپين بيرغ رپاند ووينم
له شعارو د هيبتي لښکر خبر يې کنه
حمزه حسيني

زما د زړه دنيا پرتا باندې ودانه غازي
چې ته په مينه د طاهر وحدت خبر يې کنه
طاهر وحدت وردګ

د دې جهان ښايست پرتاباندې تمام دی اشنا
ښکليه جانانه ته زما د زړګي سر يې کنه
جنتي ملنګ

ستا له سينګار سره مې لاړلو نظر له لېمو
په سترګو ړوند شوم زه دې نه وينم سپين غر يې کنه
جاني مسعود

ته لکه للمه په بېديا د حقانيت ټو کېږې
ته لا تر اوسه د هغې صحرا دلبر يې کنه
صباوون څارګر

غرونه په تا او هم ابادې ښايسته پرتا دي
لکه ګلاب لکه چنار لکه نښتر يې کنه
عبدالنصير الکوزی

ټوله نړۍ درته حيرانه ده رهبره زمونږ
دوخت خالد دوخت عمر يې ته خبر يې کنه
هلال مهاجر

ته د لوېدلي او مظلوم ولس امسا ښکارېږې
ګرانه طالبه ته دمينې پيغمبر يې کنه
محمد عمر هاشمي زرمتی

ځان ته لوګي کړه سپېلني چېرته نظر دې نکړي
د ګلاب ګل غوندې ښايسته حَسين بشر يې کنه
ابراهيم حنفي زرمتی

ته لکه ستوری د سبا يې ځلېدلی ګرانه
غازي جانانه ته د دې ځواکه خبر يې کنه
عبدالحق ريحان

ته خو زما د زړه ټکور يې زما ښکلی يار يې
ته يې رڼا ته تورو شپولره سحر يې کنه
بېتاب ځدران

ته لکه مينه ته له زړه نه معتبر يې کنه
زما خو ژوند يې ته اوس هم پدې خبر يې کنه
نصيرخان ارمان

د خماري سترګو غازي ياره بلا دې واخلم
ته زموږ شمعه زموږ امام زموږ منبر يې کنه
حافظ رشاد

منم جامونه وړې خالي د پاکو سترګو ګرانه
خو په اميد د ډکېدو يې په محشر يې کنه
ابو عتيق

چې ستا ښکلا او ستا زينت په خلکو څه کانې کا
ياره چې ته له دې کمال ځينې خبر يې کنه
محي الدين حقياز نيازی

زړمې تل تاسره تړلی دی د مينې په تار
که په سفر که په سنګر د غره پر سر يې کنه
مطمئن زابلی

د تورو شپو په ضد رڼا به راولې طالبه
ته وه تيارو لره د مينې زېړی لمر يې کنه
حبيب الله سيال

ګرانه د ستا د تورو زلفو خوشبو يې ده کنه
غازي جانانه ته په عطرو معطر يې کنه
ثناءالله اميدي

کله مسکی شي کله و ژاړي هېڅ پوه نشومه
رښتيا دا او وايه تر اوسه مرور يې کنه
محمد عثمان صديقي

په هر ګودر کې ما او تا باندې خبرې کېږي
وا زما ګرانه ياره چېرته يې خبر يې کنه
محمد نبي رحماني

غافله ته چې د غفلت خواږه خوبونه کوې
يو وخت په ننګ باندې ختلی په سنګر يې کنه
شهاب زعفران

ستا وديدارته واړه حورې سينګارونه کوي
طالبه هر وخت کې اخته وې ته خبر يې کنه
محمد حامد

ته مست ملنګ يې هيبتي او زنداني جانان يې
ته د عمر او د منصور ښکلی عسکر يې کنه
ستومان طالب

سوپر طاقت دې کړلو مات غازي غازي طالبه
د هرمؤمن د زړګي سر يې بختور يې کنه
تحسين مسافر

تا د يتيم چاودلي شونډې اسويلي ليدلي
خبر له وران جمات محراب شهيد منبر يې کنه
ابو نورالله محسن

مشاعره وله نن بيا د عرفاني پر دېوال
ته يې راوستی يې دې مينه کې اشر يې کنه
عمر کوچی

په مونږ خو تېر شول قيامتونه ته خبر يې کنه
په غرونو دښتو کې اور بل دی ته خبر يې کنه
حقيار افغان

سپېڅلی صف مو خالي مه شه له سر تېرو زلمو
فدايان حورې په ژوندون وينې خبر يې کنه
اتل نورزی

زما د جانان په امت راغلل د وحشت بادونه
ځان سره فکر وکړه ته اوس د سنګر يې کنه
هدايت الله طلحه

ټول ښايستونه درپسې دي هر ځای تا لټوي
دا راته ووايه جنت کې کوم بشر يې کنه
عارف احرار

په هر قدم ګوره احتياط کړه مجاهد زلميه
اوسني وخت کې سرو کفارو ته خطر يې کنه
ارماني مجاهد

د ستا د لاس هر يو تکتيک ته موږ حيران يو ګرانه
ملي اتله ته امام ته مو رهبر يې کنه
سياح سالک امارتي

درباندې وياړم زما ځانه شمله وره ياره
په زغرده وايه چې نړۍ لره خطر يې کنه
ذاهد ابراهيم خېل

طالبه تاباندې مينه د وطن ناوې ده
نو اوس پخپله فکر وکړه بختور يې کنه
حليم همراز

چې ثوابونه يې دنيا او ما فيها نه دي زيات
جهاده هغه يو سحر او مازديګر يې کنه
سيف الله محمدي

قربان شم ستا له تورو سترګو ګورګوتي ويښتانو
ته خو اتل او بهادر د هر سنګر يې کنه
عابد حقاني

د خدای کومک دی درسره ګوره مغروره نشې
د پاک الله له امتحان څخه خبر يې کنه
احمدي سجاوندي

دا فکر ونکړې چې خلک مې پروا نه کوي
ته مو علي ته مو عثمان ته مو عمر يې کنه
لېونی

ته خو روښان سپين ځلېږې ای طالب جانانه
له خپل ښايست له خپل جمال نه دې خبر يې کنه
شاهد لوګروال

د دې بدرنګې دنياګۍ د سترګو خار يې ګله
د هر مؤمن د زړګي سر يې ته خبر يې کنه
منقاد خوګياڼی

چې ګل ځواني نه ته تېرېږې ای طالبه اشنا
ته خو به هم د يوه چا د زړګي سر يې کنه
حقمل نيازمند

شم صدقه دې له زخمي زخمي بدنه ځينې
يې ای شهيده زما زړه زما ځيګر يې کنه
ستوری

ستا بېلتانه راته په زړه باندې زخمونه جوړکړل
ای د سنګر خړه طالبه ته خبر يې کنه
نصرت الله ابن طارق

چې دا شهيد پرميدان پروت دی که غاټول پر صحرا
داسې ښکارېږي دی زخمونوته خبر يې کنه
الفت جان

سيف الاسلام ،نوراقرآن دفاع الوطن طالبه
حُسنِ يوسف صبرې يعقوب رڼا د لمر يې کنه
شفيع الله محمدي

هر يو ماښام يې روژه ماتی دی سهار يې اختر
اشنا خبر ته په خوندونو د سنګر يې کنه
اباسين جانان

نه سترګې لوېږي نه بندونه شم د اوښکو تړای
دا سمندر يې که ګرېوان پروت پر ټټر يې کنه
غيرت شرنوال

حلال ، حرامو ته پام وکړه مسلمانه وروه
په پاک الله ته به ولاړ بيا پر محشر يې کنه
قنداغا حميدي

سپينه بيرغه ته مې ځان يې او ستا قدر لرم
ځکه مې هر وخت او چت کړی په سنګر يې کنه
وحدت فاريابي

د ستا راتلو په انتظار يو په سنګر اوسېګو
په تمه ستا پو شهادته ته خبر يې کنه
شعيب احمد حکمت

کابل ته ځې سپينه بيرغه ښه او چت به خوزې
لا خو دې وينم اوس رپاند چې په سپين غريې کنه
سياح سالک امارتي

نړۍ دې ماته کړه قوت دې چاته نه وو معلوم
ای دالله عسکره ته خو يک نمبر يې کنه
قاري حسين

چې دې ناټو کړله نن ماته په دې تشو لاسو
ښکاره ده ياره چې اتل ته دسنګر يې کنه
حافظ ابرار

همېش لګيا يې چنارونه او منګي يادوې
وايه ريښتيا چېرته تېر شوئ پر ګودر يې کنه
عرفاني

توره تپاره د جهالت چې دې زره زره که
غازي جانانه اوس په طمعه د سحر يې کنه
رحمتی منهاج

هر وخت صفت کړي د سورو شونډو او منګي يادوې
چېرته راګېر ته په صفت کې د سنګر يې کنه
ابوبکر غفران

د تکبيرونو انګازې له هسکو غرونو راځي
ته را تاوشوئ کله ياره پر سنګر يې کنه
صفوان زابلی

بری به يونه سې غليمه د زمرو له خاورې
تاريخ دې لوستی دی خبر په زېر او زور يې کنه
تندر امارتي

ته د سپېڅلو اصحابانو لاروی طالبه
هم د ثالث عمر شهيد منصور لښکر يې کنه
حقمل کندهاری

شوې منظمې قافلې د استشهاد زلميه
تشکيل ته درومي ته سنګر ته برابر يې کنه
بې وطنه فردېس

کفري دنيا دې په ګونډو کړه ته خبريې کنه
ورته په هر ځای کې خطر يې ته خبر يې کنه
احمدخالد خالص

د ستا په مينه کې بېمار يمه منې او کنه
زړګيه ډېر درپسې وران يمه خبر يې کنه
عابد حقيار

نن راته راشه پرهرونه مې ټکور کړه ګله
په زړه زخمي شې ته خبر هم له پرهر يې کنه
بدري زړګی

درنه حساب کېږي نړۍ درپسې مخ ګرځوي
د مسلمه امت لمر مخو ته خو لمر يې کنه
جابر زابلوال

ستا شهادت يم په زړګي باندې ويشتلی اشنا
درپسې مرم منصوره ياره ته خبر يې کنه
عابد افغان

هر يومظلوم هر يو يتيم دلته سلګو نيولی
هی کبرجنه له آهونو يې خبر يې کنه
ادريس منهاج

د عرفاني مشاعرې ته ډک زړګی راغلمه
اوس راته ووايه په شعر اول نمبر يې کنه
حبان

ته د مورچل په مينه مست يې ګرانه غازي طالبه
ياغي نړۍ درنه قربان شه په سنګر يې کنه
لمعان زابلی

عقيده پاکه زړه صفا وطن پر تا ښايسته دی
ښکلا ښکلا يې ته خو ګل د سنوبر يې کنه
غريب کوچی

چې دې د ظلم تيارې ختمې کړې رڼا دې راوړه
طالبه ياره سپين اُفق يې سپين سهر يې کنه
ابو ياسر امير

زه ستا په مينه کې يم مست پدې خبر يې کنه
تا يادوم په ډېره هوس پدې خبر يې کنه
فاروق افغان

دا شاعرانو څومره ښه اشعار ليکلي دلته
ته هم يو بيت ورلره جوړکه چې شاعر يې کنه
بسم الله رافع

ستا وښکلا ته ده حيرانه دادنيا طالبه
ښکلي هرڅه زېبا مسير او لکه لمر يې کنه
قرباغ

ای د وطن په مينه مسته طالب جانه اشنا
يې مسافر څېرې ګرېوان او سر ببر يې کنه
مسجون جانې خېل

عمر جهان در پسې ګورم هېڅ درک دې نشته
يې شهيد شوئ که بندي که په سنګر يې کنه
عمر خوستوال

په يتيمانو مظلومانو ظلم ولې کوې
ته د دوی آه د دوی ښېرا څخه خبر يې کنه
حماد افغان

غرونو کې بيا ګلونه ګل شول واورې ختمې شولې
د سنګرو په لوري ګرانه مسافر يې کنه
حسيني مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x