افغانستان

هلمند: د کابل بانک نمایندګي مخته چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲۳، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوې چاودنې له امله ګڼ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل چې په لښکرګاه ښار کې نن ماپښين پر دوه بجو د کابل بانک مخته د موټربم په چاودنه کې اوه تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شول.

نوموړی وویل چې د پيښې په قربانیانو کې ملکیان او پوځیان دواړه شامل دي.

یوې بلي امنیتې سرچینې ویلي چې په چاودنه کې یولس تنه مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدی د پيښې مسؤولیت په غاړه واخیست او وی ویل: 《

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې په مزدور دښمن فدايي برید ۳۹ عسکر مړه او ژوبل کړل

نن ماسپښين ۲ نیمې بجې د هلمند مرکز لښکرګاه کې د مزدورو عسکرو په هغه تم ځای باندې استشهادي برید وشو چې په ګڼ شمیر کې دکابل ادارې منصوبین او عسکر د خپلو معاشاتو د اخیستلو په موخه سره راټول شوي او د ټانګونو لخوا يې امنیت ساتل کیده.》

قاری یوسف همداراز وویل:

د عسکرو د معاشاتو د اخیستلو په ورځ دغه ځای ته ملکي خلک نه پريښودل کیږي،  بلکې سیمه دهغوی تر محاصرې لاندې وي، نو هلته د ملکي خلکو د زیان ادعاوې حقیقت نلري. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x