د سنګین د غمیزې په اړه د دولتي چارواکو شرموونکی دریځ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د ولسي خلګو پر کورونو د بمبارۍ په ترڅ کې ۱۹ تنه ولسي وګړي مړه او شل تنه نور ژوبل کړل.

د سیمي د عیني شاهدانو په حواله امریکايي ځواکونو پر چیناري، مټه لکړه او توغي کلي د بي ۵۲ ډوله الوتکو درنه بمباري کړې چې په بشري تلفاتو سربیره یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

په هلمند کې د امریکايي ځواکونو لخوا په داسې حال کې د ولسي وګړو دا مرګ ژوبله را منځته کیږي چې په دې لنډو شپو ورځو کې یوناما په افغانستان کې د بشري تلفاتو په اړه خپل رپوټ خپور او په هغه کې یې د دې تلفاتو د دوه سلنې مسؤلیت پر بهرنیو ځواکونو ور اچولی و.

دا په نوي میلادي کال په تیره د امریکا د نوې ولس مشر ډونلډ ټرمپ له تحلیف وروسته لومړنۍ فاجعه ده چې په هلمند کې د هغو امریکايي ځواکونو په لاس را منځته کیږي کوم چې یاد ولایت ته د امنیت د ټینګښت په پلمه راغلي دي.

هغه امریکايي ځواکونه کوم چې په افغانستان کې د بهرنیو قووا عمومي قومندان جنرال نیکلسن یې د شمیرد زیاتوالي غوښتنه او د ملي یوالي حکومت یې د دې غوښتنې هرکلی کړی دی.

په افغانستان کې د امریکایانو په شمول د بهرنیو ځواکونو تیر۱۶ کلن پوځي ماموریت له امنیتي بي ثباتي او افغان وژنې پرته بله هیڅ ګټه نه ده لرلې.

که نور هم د هر چا له لوري تر هر عنوان لاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر شتون ټینګار او یا د هغوی د زیاتوالي غوښتنه کیږي دا له شکه پرته چې په لوی لاس د امریکایانو په لاس د افغان وژنې غوښتنه ده.

له بده مرغه چې د ملي یووالي حکومت په داسې حال کې د اضافي امریکايي سرتیرو هرکلی کوي چې د همدې ځواکونو په لاس د افغان وژني د مخنیوی لپاره هیڅ نشي کولای ؛ بلکي په ډیرو مورادو کې همدوي د امریکایانو د ترسره کړیو جنایاتو د مدافعینو رول تر سره کوي چې ښکاره بیلګه یې همدا د سنګین د غمیزې په اړه د هلمند ولایت د چارواکو شرموونکی موقف دی چې په یادې غمیزې کې یې د امریکايي ځواکونو تر څنګ د داخلي ځواکونو پر شتون اعتراف کړی او په پیښه کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په نفی کولو سره امریکايي ځواکونو ته له ترسره کړي مرګ ژوبلې څخه برائت ورکوي.



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    الله په قرآن کی فرمایی:زه ظالمانوته حق لارنه ښیم دی منافقینوته ددی مظلومانوتباهی دڅوورځودعیاشۍ په مقابل کی حق معلومیږی دوی لکه ترکی،نجیب اوببرک فکرکاوۍ چه همیشه به پردی مظلوم اولس خپله عیاشی اوساتیری ددونه لوی قدرت لکه روس په مرسته کوو دالله مدد دمسلمانانو سره یی بیخی مسخری بللی یوه خلکی چه په کندهار کی دمرکزی کمیټی ریس وو اوزموږ دمکتبه فارغ سوی وو وویل کم وخت چه خلکیانو قدرت واخیت نعوذوبالله ویل یی الله هم اوس خلکۍ سو زمابل ملګری ماوه لیدۍ اشاره ورته وکه زه یی وروښودم چه دۍ مسلمان دی،عجبه خوداده دغه چه وځان ته سپینی ملایکی وایی هم دفوج پرزیاتیدو موافقه کوی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.