
د سولي عالي شورا پلاوی له علماؤ سره د خبرو-اترو په موخه دیوبند دارالعلوم ته تللی
نن ټکی آسیا: د سولي عالي شورا نن سهار د هندوستان هېواد سترې دیني او فکري مدرسې دیوبند دارالعلوم ته د یادې مدرسې له علماء کرامو او استادانو سره د خبرو په موخه د خپل پلاوي د سفر خبر ورکوي.
د سولې شورا ویاند شهزاده شاهد وايي چې پلاوی به یې د دیوبند له استادانو او شیخانو سره په افغانستان کې د سولې د را وستلو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.ځکه چې هغوی په سېمه کې له بشپړ دیني او سیاسي اغېز څخه برخمن دي.
نوموړي دا ونه ویل چې دا سفر د دیوبند دارالعلوم یا هندوستان هېواد په غوښتنه ترسره شوی او آيا هغوی به یې خپل ځان ته ومني که نه.
ښاغلي شاهد د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه او یوازې دومره یې وویل چې دا سفر هم سعودي،پاکستان او یو شمېر نورو اسلامی هیوادونو ته د دوی د غړو د رسمي سفرونو د لړۍ یوه کړۍ ده.