نظــر

ملي امنیت د خاد او اګسا په نسخو شخوند وهي

خالد افغان زوی
جمعه خان صوفي د ولي خان د نیشنل عوامي پارټۍ د سر له کسانو شمیرل کیږي.نوموړی چې ډیر کلونه یې د اجمل خټک د سکرتر په حیث کار کړی د داود خان په وخت کې له پاکستانه کابل ته راغلی و. نوموړی وروسته له اجمل خټک او نورو فراري نیشنلیانو سره د نجیب د سقوط تر وخته په کابل کې و او په دې وخت کې یې د ببرک کارمل تر ترجمانۍ او د خلق د دموکراتیک ګوندد بین المللي اړیکو د کمیسیون تر عضویت پورې مختلف دندې ترسره کړي دي. جمعه خان صوفي په دې وروستیو کې یو پرېړ ۷۰۰ صفحه یي کتاب لیکلی او د خپل ژوند ډیرې خاطرې یې په کې قلمبند کړې دي.

نوموړي په کابل کې د کمونیست رژیم د واکمنۍ په مهال ددې حکومت له استخباراتي ادارې ( خاد) سره دهمکارۍ په هکله او دا چې دې ادارې د مجاهدینو په خلاف څرنګه تبلیغاتي افواهات راپورته کول هم ځینې خبرې لیکلي دي.د جمعه خان صوفي په خبره د مجاهدینو په ضد د کمونیست حکومت یوتبلیغاتي چال د اسنادو جعل او بیا د هماغو دروغجنو اسنادو د خپرولو او تشهیر و.

جمعه خان صوفي چې تعلیم یې د پیښور په اسلامیه کالج کې کړی و او په انګلیسي تر خلقیانو او پرچمیانو ښه پوهیدو د خپل کتاب په ۴۸۹ – ۴۹۰ مخ کې لیکي: دا جاسوسي ایجنسۍ هم عجیبه وي د خپل مقصد د پوره کولو لپاره د جعل او دروغو هر کار ته لاس اچوي.د کمونیست حکومت چارواکو به هم اسناد جعل کول چې ځیني وخت به یې د حزب اسلامي یا نورو جهادي تنظیمونو پیډ یا رسمي ورقه پیدا کړې یا جوړه کړې وه او ورسره به یې د آی ایس آی ورقه هم په دغه رنګ جوړه کړې وه او په هغه به یې په انګریزۍ کې هدایات لیکلي وو او د پاسه به یې د آی ایس آی د کوم میجر نوم یا کوم جهادي مشر نوم لیکلی و او د هغو لاسلیک به یې پرې جعل کړی وچې دنیا ته وښيي چې له مجاهدینو سره د پاکستان څومره ژور تعلق دی اکثر به ددوی انګریزي هم خرابه او کابلۍ وه ما به ورته انګریزي سموله او بیا به مې ورته ټایپ کوله.

د نیشنل عوامي ګوند د غړي او پخواني کمونیست جمعه خان صوفي له لوړ اعتراف څخه په څرګنده ښکاري چې دپخوا جهاد په وخت کې هم د حکومت په جاسوسي دستګاه کې د اسنادو د جعل کار د پروګرام له مخې روان وو. همدا نن په ځینو رسنیو کې داسې لیک خپور شو چې د حکومت چارواکو ادعاء کوله چې دا د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملا عبدالمنان لخوا خپور شوی لیک دی چې د طالبانو د تحریک له مشرڅخه یې په کې نارضایت څرګند کړی دی .

دا لیک ما وکوت، د هغه لپاره جوړ شوی پیډ یا رسمي پاڼه دغه راز د خط څرنګوالی او انشاء مې هم له نظره تېره کړه مګر په لومړي نظر سره پوه شوم چې دغه لیک د خاد د هماغو پخوانیو جعلکارانو لخوا مرتب شوی چې په دا ډول جعل او تزویر کې اوږده تجربه لري.

ما د طالبانو رسمي لیکونه او مکاتبات له نږدې لیدلي، لومړۍ خبره خو داده چې هغوی خپل پیغامونه اوس د لیکونو په توسط نه تبادله کوي. بلکې له نورو پرمختللیو لارو څخه کار اخلي. نو ځکه د لمر غوندې واضحه ده چې د حکومتي ميډیا لخوا راپورته شوې دغه هنګامه له بنسټه دروغ او د خندا وړ افواه ده چې هیڅ جزئي حقیقت هم نلري.

د حکومتي چارواکو لخوا ددغسې دروغجنو افواهاتو او ګنګوسو راپورته کول ښيي چې د حکومت استخباراتي دستګاه په خاص ډول د خادیست حنیف اتمر تر مشرۍ لاندې د ملي امنیت شورا یو ځل بیا هماغو سولیدلیو او ناچله نسخو ته مراجعه کړې چې پخوا یې دکمونیستي حاکمیت په مهال د استهلاک دوره پوره کړې او اوس یې پنځه کلن ماشوم هم په جعلیت پوهیږي.نو ځکه خو د حکومتي میډیا لخوا ددغه جعلي لیک خپریدا پرته له دې چې فیسبوکیانو ته یې په حکومتي بې خونده جعلکارۍ پورې دخندا او ټوکو فرصت ورکړ بله هیڅ نتیجه یې هم له ځان سره نه درلوده.

د ملي امنیت زاړه او کړشوپ کمونیستان دې خبر وي چې اوس زمانه ډیره هوښیاره ده او ددوی هر چال له اساسه پیژني. اوس دخلکو سترګې د پخوا په نسبت خلاصې دي، په استخباراتي لوبو ښه پوهیږي او په اسانه یې څوک نه شي غولولی. دوی ته دې وویل شي لکه څنګه چې د دوی په دستګاه کې د خاد انالوګ سیسټم نور ناچله بلل شوی دغه ډول د جعل او تزویر زنګ وهلې او سولیدلې دسیسې یې هم نور دمؤثریت مخه نلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

افغان زوی صاحب ، [ خر هماغه کته یی بدله ده ] ځینی خلک فکر کوی چه پرونی کمونیزم او نننی کاپیتالیزم یا سکولریزم یا پرونی کمونستی او نننی دموکراسی سره جلا جلا سیستمونه او یا جلا استعماری قدرتونه دی، په نړی کی تل دوه مخالف قوتونه شتون لری چه یو اړخ یی حق او بل اړخ یی باطل دی. دا چه دباطل اړخ د مظلوم بشریت د تیرویستلو د پاره په بیلا بیلو رنګو کالی اغوندی دا بیل بحث دی که په اړه یی څه لیکم تبصره به اوږده شی او له اصلی مطلبه به هم لیری وځو .… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x