دیني، سیرت او تاریخ

امام اعظم رحمه الله او د حديثو علم – اوله برخه

ليکوال: د هند د نيمې وچې ستر عالم،شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

 ژباړن: احمدالله احمدزی
امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله کوفه کې په داسې وخت زيږيدلی، چې کوفه د حدیثو او فقهې مرکز و. امام صیب همدغه ښار کې لوی شوی او د کوفې له علماوو يې زدکړې کړې وې.ځينې تنګ نظره وايي چې امام صیب په حديثو نه پوهېدلو، ځکه يې په د حدیثو په شپږو صحیح کتابونو کې کوم روایت نه دی راغلی. دا ډېره د جهالت خبره ده او هيڅ دلیل نه لري. اصل خبره داده چې صحاح سته کې يوازې د امام اعظم رحمه الله نه، بلکې د امام شافعي رحمه الله هم هيڅ کوم روایت نه دی راغلی او امام احمدبن حنبل رحمه الله چې د امام بخاري استاد و يوازې درې څلور ځایه يې روايتونه راغلي. د دې لامل دا نه دی چې معاذ الله په احادیثو کې د دغو حضراتو علم کم و، اصلي لامل يې دادی چې يو خو دا حضرات فقهاء ول او کار يې مسايل او احکام بیانول و، بله دا چې د دغو لویو څټو زرګونه شاګردان او خواخوږي ول نو د صحاح سته مؤلفین پوهېدل چې علم او کار يې محفوظ دی، لهذا دوی د هغو علماوو د کار و زیار حفاظت وکړ چې د ضایع کېدلو وېره يې وه. او تر کومه چې په حدیثو کې د امام صیب مرتبه ده، دا يو ټول منلی حقیقت دی او انکار ترې نشي کېدای؛ ځکه چې امام صیب د ټولو په اتفاق مجتهد امام و. او د مجتهد لپاره مهم شرط دادی چې په حدیثو کې به يې کامل بصیرت او پوهه وي. او دحدیثو لویو لویو علماوو د امام صیب د علم اعتراف کړی، که دغه اقوال را ټول کړای شي نو سلامت کتاب به ترې جوړ شي. د امام صیب په مناقبو کې يې موندلای شئ. دلته به يوازې دعلماوو په يو څو ویناوو بسنه وکړو.
اول مکي بن ابراهيم رحمه الله دامام بخاري صیب هغه مشر استاد دی چې، ډېری ثلاثيات يې ترې روايت کړي دي. دی د امام صیب شاګرد دی “تهذيب التهذيب” کې د امام صیب باره کې د ده قول داسې را غلی “كان أعلم أهل زمانه”. ديادونې وړ ده چې هغه وخت به د علم اطلاق د حدیثو پر علم کېدلو، نو ددې خبرې مطلب دا شو چې امام صیب پخپله زمانه کې د حدیثو تر ټول لوی عالم و.
دوهم د یزید بن هارون قول دی هغه فرمايي چې ” ادرکت الفا من الشیوخ فما وجدت افقه ولا أروع ولا أعلم من خمسة أولهم ابوحنیفة. تذکرة الحفاظ امام ذهبي
حافظ ذهبي په تذکرة الحفاظ ۱ ټوک ۱۹۵ مخ په خپل سند له سفیان بن عيينة روايت کوي چې د امام صیب په زمانه کې په کوفه کې له ده ښه، پرهېزګار او فقيه بل څوک نه و او د همدغه کتاب په ۱۶۰ مخ کې امام ذهبي د امام ابو داود وینا رانقل کړې چې “ابو حنيفة امام و” د امام اعظم رحمه الله د حدیثو د علم اندازه دهغه مبارک له استادانو او شاګردانو معلومیږي.
حافظ ابو الحجاج مزي رحمه الله پخپل کتاب تهذیب الکمال کې د امام صیب څلوراویا شیوخ شمېرلي دي او حافظ سیوطي پخپل کتاب تبيض الصحيفة في مناقب أبي حنيفة کې د امام صیب د همدغو استادانو نومونه یاد کړي دي. او د علم خاوندان پوهيږي چې حافظ مزي د يو چا ټول شیوخ نه ذکر کوي بلکې د نمونې لپاره يو څو يادوي. ملا علي قاري رحمه الله د مسند أبي حنیفة په شرحه کې دامام صیب څلور زره شیوخ یادوي او هغه شیوخ او استادان هم د داسې درجو دي چې یا خو صحابه کرام دي او يا تابعین او تبع تابعین. له دوی کښته پکې هيڅوک نشته.
د امام اعظم رحمه الله تابعیت
د امام صیب تابعیت، دا يو منل شوی حقیقت دی او انکار ترې نشي کېدای. حافظ ابن حجر رحمه الله فرمايي چې امام صیب په ۸۰ هجري کې زېږېدلی و او په دغه زمانه کې په کوفه کې عبدالله بن أبي اوفی و او دا ناشونې ده چې امام صیب دې ورسره ليدنه نه وي کړي. همدا رنګه امام ابن سعد په خپل کتاب “طبقات” كې ويلي چې امام ابو حنيفه رحمه الله د حضرت انس بن مالک رضي الله عنه ديدن کړی و . همدا رنګه امام سیوطي په “تبیض الصحيفه في مناقب أبي حنيفة” کې ګڼ روايتونه را نقل کړي چې امام صیب له حضرت انس بن مالک، حضرت عبدالله بن الحارث بن الجزء، حضرت عبدالله بن انیس، حضرت واثلة بن اسقع او حضرت عایشة بنت عجرد څخه روایتونه اورېدلي دي.
حافظ ابو معشر عبدالکریم بن عبد الصمد الطبري رحمه الله په دې موضوع ځانګړې رساله لیکلې ده, هغه روايتونه يې پکې را ټول کړي چې امام صیب مخامخ له صحابه کرامو اورېدلي دي. په نوموړي کتاب کې له تېرو يادو صحابو پرته له حضرت جابر بن عبدالله او حضرت معقل بن یسار څخه د امام صیب روايتونه ثابت دي. اګر که حافظ بن حجر رحمه الله فرمايي چې د دې ټولو روايتونو په سند کې کمزوري ده، خو د دې روايتونو د قطعي حکم هيچا نه دی کړی او په فضیلت کې يې ذکر کول هيڅ ستونزه نه لري او کم له کمه د امام صیب علمي مقام ترې معلومېدای شي. علامه سیوطي په تبیض الصحيفة کې د حافظ ابو معشر په حواله يو حدیث ذکر کړی أبو حنيفة عن انس بن مالک قال سمعت رسوالله صلی الله علیه وسلم یقول طلب العلم فریضة علی کل مسلم. علامه سیوطي په دې روایت کې فرمايي چې دا حدیث صحيح پلوه دی او حافظ مزي رحمه الله فرمايي چې د تعدد د رواتو له امله د حسن درجې ته رسېدلی، چې دا ثابت شي، نو بیا دې کې شک نه پاتې کيږي چې امام صیب له صحابه وو احادیث اورېدلي، که بالفرض سماع يې ثابته هم نشي، نو يوازې ديدن خو يې ثابت دی. د ګردو محققينو په دې اتفاق دی چې امام صیب تابعي و. امام ابن سعد په طبقات کې، حافظ ذهبي په تذکرة الحفاظ کې، حافظ مزي په تهذيب الکمال کې،علامه قسطلاني د بخاري په شرحه کې، علامه نووي په تهذیب الأسماء واللغات کې او علامه سیوطي په تبیض الصحيفة کې دا خبره ثابته کړې چې امام صیب تابعي و.
د امام اعظم رحمه الله ستر استادان
د اما صیب په استادانو کې هغه څټې دي چې د تابعینو په زمانه کې د علم ستنې وې، د بېلګې په توګه يې يو څو يادوو.
له امام عامر بن شرحبیل څخه يې د حدیثو علم تر لاسه کړی و . حافظ ذهبي فرمايي” چې هغه يې تر ټولو لوی استاد و.
امام شعبي رحمه الله له پنځه سوو صحابه کرامو زده کړه کړې وه، هغه مبار هيڅکله هم کوم حدیث په لیکلو نه و یاد کړی، هغه مبارک فرمايي چې، له شعر سره مې ډېره جوړه نه ده خو وایم يې نو يوه میاشت پرله پسې يې له تکرار پرته ويلی شم. يو وار يې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم غزاګانې بیانولې، چې عبد الله بن عمر رضي الله عنهما يې تر څنګه تېرېدلو، چې د امام شعبي رحمه الله درس يې واورېد، ويې فرمايل چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په غزا ګانو کې ګډون کړی، خو شعبي پرې له ما ښه پوهيږي. خطییب بغدادي د حضرت علي بن المديني دا خبره را نقل کړې چې د عبدالله بن مسعود علوم، علقمه، اسود، حارث،عمرو او عبیدة بن قیس سره دي. او ددې ټولو علوم بیا له دوو کسانو سره دي. يو ابراهیم نخعي او بل امام شعبي رحمه الله او دوی دواړه د امام صیب استادان دي. دامام صیب بل لوی او ځانګړی استاد، حضرت حماد بن سلیمان دی، چې په اتفاق د حدیثو او فقهې امام دی. د عبدالله بن مسعود د علومو حافظ ورته ويل کيږي. صحيح مسلم، ابو داود اوترمذي کې يې روايتونه شته هغه مبارک له انس، حضرت زید بن اوهب، رضي الله عنهما حضرت سعید بن المسيب، عکرمة، ابو وائل، ابرهيم نخعي او عبدالله بن بريدة څخه علوم حاصل کړي وو. امام صیب له حماد رحمه الله څخه دوه زره احاديث روايت کړي دي. امام اعظم رحمه الله د ده مبارک دومره قدر کاوه چې هيڅکله يې هم دده کور خوا ته پښې نه غزولې.
د امام صیب بل استاد ابو اسحاق سبیعي دی، چې له اته دېرش صحابه وو يې علم حاصل کړی، ابو داود طیالسي رحمه الله فرمايي، چې د ابن مسعود او علي رضي الله عنهما په احادیثو تر هر چا ښه پوهيدلو. د صحاح سته راوي هم دی. د دې سربېره د امام اعظم رحمه الله استادانو کې ابرهيم نخعي، قاسم بن محمد، قتادة، نافع، طاوس بن کیسان، عکرمة، عطابن ابي رباح او اعمش رحمهم الله په څېر څټې شاملې دي.
د امام صیب رحمه الله درانه شاګردان:
که د امام صیب پر شاګردانو نظر واچوو نو د حديثو د امامانو يو لوی فهرست به مو مخته راشي، د امام صیب ځانکړی شاګرد عبد الله بن مبارک دی، هغه مبارک فرمايي ” كه الله تعالی د ابو حنیفه او سفیان په واسطه زما مرسته نه وای کړې نو زه هم د عامو خلکو په څېر وم”
همدارنګه د جرح او تعيدل ستر امام یحی بن سعید القطان هم د امام صیب شاګرد دی. حافظ ذهبي ليکلي چې ده به د امام صیب پر قول فتوا ورکوله. حافظ ابن حجر په “تهذیب” کې د يحی القطان له خولې ليکلي چې”موږ د امام صیب ډېری اقوال اخیستي دي ” همدارنګه حافظ عبد القادر قرشي په خپل کتاب الجواهر المضیئة في طبقات الحنفية کې او موفق په مناقب الامام اعظم کې له یحی بن معین څخه د يحی بن سعید القطان دا قول را نقل کړی چې و الله موږ ابو حنيفة سره ناسته کړې او درسونه مو ترې اوريدلي والله چې کله به دې ورته کتل نو ته به پوهېدلې چې دی له الله تعالی وېره لري.
(تاريخ بغداد، ۱۳ /۱۲۵)
همدا رنګه د امام شافعي رحمه الله استاد وکيع بن الجراح هم د امام صیب شاګرد دی هغه له امام صیب څخه نهه سوه احادیث روايت کړي دي.
ابن عبددالبر په “الانتقاء” كې له یحی بن معین څخه روایت نقل کړی چې هغه ( وکیع بن الجراح) به د امام صیب پر قول فتوا ورکوله. د يادونې وړ ده چې د امام صیب پر قول فتوا د مقلد مطلق په څېر نه وه بلکې د مجتهد في المذهب په څېر وه، لکه څنګه چې امام ابو يوسف او امام محمد رحمهما الله به له امام صیب سره په ځينو مسايلو کې ا ختلاف کولو.د دوی سربېره د امام صیب د شاګرادنو په ډله کې مشهور محدثین لکه مکي بن ابرهيم، زید بن هارون، حفص بن غیاث، یحی بن زکريا بن أبي زائده، مسعر بن کدام، ابو عاصم النبیل، قاسم بن معن، علي المسهر، فضل بن دکين، عبدالرزاق بن همام، په څېر جلیل القدر محدثین د امام صیب د شاګردانو په ډله کې وو. اوس که څوک و وايي چې امام صیب د حديثو په علم کې کمزوری و؛ څومره لوی ظلم دی!!
د تاريخ او سيّر کتابونو د امام صیب د حديثو د حفظ په اړه ډېرې د پام وړ کيسې يادې کړي دي، د نمونې په ډول يې يوازې دوه پېښې يادوو.
ملا علي قاري په “مناقب الامام اعظم” كې ليکلي چې يو وار امام صیب او امام اعمش په يو مجلس کې ناست و، يو نفر له امام صیب څخه د يوې مسلې پوښتنه وکړه، امام صیب ځواب ورکړ، امام اعمش رحمه الله ترې وپوښتل چې دا مسأله دې له کومه ځايه ورته وکړه؟ امام صیب ډېر ښه ځواب ورکړ چې تا راته روايت کړی له ابو صالح څخه او هغه له ابوهریرة رضي الله عنه روايت کړی چې رسول الله داسې فرمايلي… او تا راته له ابو ایاس څخه هغه له ابي مسعود الانصاري روايت کړی، او تا راته له ابي وائل هغه له عبد الله روايت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمايي او داسې نور ډېر روايتونه يې ورته واورول نو امام اعمش ورته وفرمايل چې بس دی. ما چې درته کوم درسونه په سلو ورځو کې ويلي، تا راته په يوه ورځ کې واورول؛ او زیاته يې کړه چې ای د فقهاوو ډلې! تاسې ډاکتران ياست او موږ دواخانې والا يو. او تا ای سړیه دواړه لارې نيولي دي. دوهمه پېښه د امام ابو یوسف رحمه الله ده، هغه فرمايي چې امام صیب کومه شرعي مسأله بیانوله نو زه به د کوفې ټولو شیوخو ته ورتلم او هغوی به مې هغه احادیث راټولول چې د امام صیب د قول تاييد يې کاوو ما فکر کولو چې امام صیب به پرې خوښ شي،خو چې کله مې امام صیب ته دا احادیث واورول نو هغه مبارک وفرمايل چې فلاني حدیث کې دې ضعف دی او فلانی حدیث دې د فلاني راوي له امله ضعیف دی همدا رنګه يې د ډېرو احادیثو په اړه د کمزوري دلايل و ويل او بیا يې و فرمايل چې دا احاديث د استدلال وړ نه دي او زه د کوفې د خلکو په علم ښه پوهېږم.
نور بیا…

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x