شعـــــرونه

ګيله من زړه/ مسلم يار

مسلم يار
زما څادر ټــوټـې ټــوټـې وو او تا نه راکــتل
ژوندون مې ټول اسرې اسرې وو او تا نه راکتل

ياره که هر څومره غريب وم بې وفا خو نه وم
خو زړه مې ډېر ګېلې ګېلې وو او تا نه راکتل

ما به له غره نه په شا راوړل د لرګو پنډونه
زما بدن خولې خولې وو او تا نه راکتل

ما خو ويل چې يو څه ووايمه تا ته ياره
زما ارمان قېصې قېصې وو او تا نه راکتل

ما ويل چې سيورې به شې زه به لږ دمه شم درته
چنار مې هم لمبې لمبې وو او تا نه راکتل

له ډېره درده “مسلم يار” پرې غزلونه ليکل
هغه کاغذ ايرې ايرې وو او تا نه راکتل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x