افغانستان

زرمت: د ملي اردو عسکرو د تالاشي په پلمه د کور غړي تعذيب کړي او کور يې لوټلی

د يو موثق خبر په اساس د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د مموزیو سيمي په خدرخان کلي کې د اردو عسکرو د حاجي مرجان په نوم يو کليوال په کور چاپه وهلي او په خورا وحشت سره يې د کور تالاشي اخيستي ده.

عسکر تېره شپه ناوخته شاوخوا اته بجې د نوموړي کور ته ورغلي کلا يې محاصره کړې او بيا يې د کور ټول غړي په انګړ کې د واوري په سر په داسي حال کې پړمخ څملولي چې جامې يې ترې ايستلي وې، له پاسه يې پرې يخي اوبه تويه کړې او په دې سربېره يې په خورا بې رحمۍ سره په لرګيو، کونداغونو او لغتو سخت وهلي هم دي.

د سيمي يو تن اوسېدونکی د نوم نه ښودلو په شرط ياد جنايت په دردونکي لهجه بيان کړ او ويل يې چې دې وحشي عسکرو د مظلوم او بې دفاع حاجي مرجان په کور کې دشپې تر 2 بجو پوري تالاشي کوله او ياد تعذيب يې د کور غړو ته ورکاوه، نوموړي وويل د اردو عسکرو په نوموړي له طالبانو سره د ارتباط تور لګاوه او ويل يې چې حاجي مرجان په طالبانو باندي له خپل دوکان نه سودا خرڅوي خو له تالاشي او د کوروالو له شکنجې وروسته هيڅ هم په لاس نه دي ورغلي.

د سيمي د خلکو په وينا د اردو عسکرو د خپل معمول له مخې د شپې له 2 بجو وروسته په غلا او شوکه پيل کړی، صندوقونه يې مات کړي او افغانۍ او زيورات يې ترې وړي، له دې علاوه يې له کلا سره نښتی دوکان چې د دوئ په وينا په طالبانو ترې سودا خرڅه شوې هم مات کړی او ټول ګران بيعه شيان يې ترې ټول کړي دي.

يو تن کليوال يې راته وويل چې د عسکرو له وحشت وروسته د کور ښځو قرآن ورته نيولی چې ظلم مه کوئ خو عسکرو ترې غورځولی او ورته ويلي يې دي چې موږ قرآن نه منو، ستاسي سړي له طالبانو سره اړيکي لري نو ځکه يې تعذيبوو.

د سيمي اوسېدونکي شکايت کوي چې دا عملیات په داسي حال کي تر سره شول چې د مموزيو سيمه کې د زیاتي یخ له امله یو طالب هـم نه دی پاتي او ټول طالبان نورو ګرمو منطقو ته تللي.

د خلکو په وينا تر اوسه هــم له دغه وحشت څخه هغه په اصطلاح ازادي رسنۍ نه دي خبري چي دولس غـم او درد ته انعکاس دځان مسؤلیت ګڼي.

 وحيدهمت زرمتی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x