شعـــــرونه

سنګين/ ذهين رڼا خېل

ذهين رڼا خېل

ســنګین سـنګین وو
رنګـیـن رنګـیـن وو
جــنـتـي غـیـږ وه
د سـتـورو سـین وو

دلــتـه ښـکلا وه
دلــــتـه رڼـا وه
دلــته د ژونـد بـڼ
سـمسـور و شین وو

شـور د مـرغـیـو
شــرنګ د بـنګړیو
د وړو لــویــو
خــندل شیرین وو

بــدرنـګه راغـلـل
بې نـنګه راغـلـل
قیامت یې جوړ کړ
ناوریـن ناوریـن وو

کـباب کـباب شول
تـالا تـرغـاو شـول
مــور کـه بـچـی وو
په اور کي خوړین و

ژړا ژړا شـــــوه
ویـر واویـلا شــوه
خــپـه د ژونـد پـه
مـرۍ کـي ساه شوه

چــوپـه چـوپتیا شوه
چــوپـه چـوپتیا شوه
ــــــــــــــــــــــ
ذهین رڼاخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x