نظــر

امریکا اخر څه غواړي؟؟

فاتح کاروان
په دې موضوع ګڼ شمېر کتابونه، مجلې، وړې رسالې او مقالې لیکل شوي او لا هم په دې موضوع لیکنې او څېړنې دوام لري، له ټولو څخه پایله دا لاسته راځي چې امریکایې حکومت د یهودو لاسپوڅې دی او نظامي ځواک یې هم د یهودو د اهدافو لپاره استعمالیږي، اقتصادي او سیاسي واک او چارې یې هم د یهودانو لخوا اداره او کنټرولیږي، نو اوس که موږ وګورو چې امریکا یواځې اسلامي هېوادونه او ځمکې خپلې مستعمرې ګرځوي، خو لکه د پخوا په څېر خلک نصرانیت ته نه رابولي بلکې ډېر تمرکز یې پر دې خبره کړی چې څه ډول په اسلامي ټولنو کې اسلامي فکر له منځه یوسي(( تر څو چې مسلمان امت ضعیف او د یهودو د نړیوال ریاست لپاره د یو قوي دښمن په حیث پاتې نه شي))او د همدې کار لپاره یې په نظامي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او نورو اړینو برخو کې پراخه پانګونه او فعالیتونه کړي دي.

که تاسو د امریکا له داخلي ستونزو، پورونو، نا امنیو او بحراني حالت نه خبر شئ، نو حیران به شئ چې امریکایان خپله د فقر سره لاس او ګریوان دي اخر څه وجه ده چې بیا هم په ټریلیونونو ډالر پانګه له امریکا نه بهر په نورو ملکونو کې استعمالوي؟ د فکر او پوهېدنې ځای همدا دی چې امریکایان د جاپان، فرانسې، قطر، کویټ او سعودي په شمول ګڼ شمېر هېوادونو کې تر ۷۰۰ پورې نظامي اډې لري او په دې توګه یې د نړیوالو نفرت له امریکا نور هم زیات کړیدی دا د څه لپاره؟ امریکا د افغانستان د طالبانو، د مصر د محمد مرسي، د لیبیا د معمر القذافي، د عراق د صدام حسین او د سوډان د عمر البشیر د نظامونو په څېر قوي او د خلکو د خوښې حکومتونه له منځه وړي او په بدل کې لیبیا د انارشیزم، عراق د کورنۍ جګړې او ایران، افغانستان د شړیدلې ډیموکراسۍ او سوډان د تروریستو او اسرائیل نوازه نصرانیانو منګولو ته سپاري، په میلیونونو مسلمانان په شهادت رسوي، جوړ نظامونه یې له منځه وړي،مقدساتو او عنعناتو ته یې توهین کوي او د ښځو د حقوقو، سولې او بیا رغاونې په نومونو د مسلمانو ملتونو سوله په جګړو، اتفاق په نفاق، آباد کورونه په خیمو او په اسلامي لباس ملبسې ښځمنې د غرب په پتلونونو او نیکرونو نازوي، ځوانان یې د تعلیم او پرمختګ پر ځای لوبو، سنیما، ډمتوب او لادینیت ته هڅوي دا ټول هغه څه دي چې امریکایي استعمارګران یې د خپلې ایجنډا او پالیسۍ اساسي اهداف ګڼي، نو له همدې ځایه ده چې پوه شو د امریکا د جګړه ییز سیاست قرباني یواځې اسلامي هېوادونه دي دا ټولې نارواوې د یهودو د ګټو لپاره کوي او د یهودو هدف بیا دادې چې اسلام او مسلمانان همداسې کمزوري شي خو تر څنګ یې د نصراني امریکا د نابودۍ هیله هم لري، ولې چې یهود دجال ته په تمه دي او د دجال د راتلو نه وړاندې د خپلو ټولو دښمنانو ( ټولو غیر یهودو) د له منځه وړل د دوی لپاره تر ټولو مهمه دنده ده؛ تاسو وګورئ اسرائیلي یهودي پوځ پرته له فلسطین نه په هیڅ یو هېواد کې نظامي حضور او مداخلې ته زړه نه ښه نه کوي بلکې غواړي چې په ختیځ او لویدیځ کې خپل اهداف داسې په لاس راوړي چې د دوی پوځیان په کې هیڅ مداخله ونکړي بلکې دا قرباني باید امریکا ورکړي، بلخوا امریکا هم د یهودو هر امر ته لاس په نامه ده خپل پوځ، اقتصاد، حیثیت، خلک او ګټې یې د وړوکي اسرائیل د قوي کولو او پراختیا لپاره په خطر کې اچولي دي.

بلاخره دې نتیجې ته رسیږو چې امریکا په نړۍ کې د شر او فساد سرچینه ده، د ټولې نړۍ امن یې خراب کړی او امریکایي عسکر د دجال لښکر حسابیږي خو داسې لښکر چې خپله یهود او دجالي فکر لرونکي لادینان هم دا نه غواړي چې امریکا دی د یو ځواک په حیث پاتې شي، البته وخت ته اړتیا ده چې د یهودو اهداف تر لاسه شي نو امریکا به هم د یهودو په دښمنۍ کې خپله سزا وګوري، زموږ لپاره همدومره درس بس دی چې و پوهیږو: امریکا هیڅکله د افغانستان جوړول، پرمختګ او یا دلته د جګړې خاتمه نه غواړي، که امریکا وغواړي هم څه نه شي کولای ځکه چې د دې روانې اسلام ضد جګړې قومانده د یهودو په لاس کې ده، اما هغه جدا خبره ده چې که الله تعالی امریکایان دلته د ذلت او شکست سره مخ کړي او دوی تیښتې ته مجبور شي، بېشکه الله جل جلاله ته دا چاره هیڅ سخته نه ده، د همداسې یوې ورځې په تمه چې یهود او نصارا په خپلو کې یو بل وخوري او اسلامي امت یې له شره وژغورل شي.

د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x