نظــر

تر دې وروسته به (افغان غرب جګړه) په بل رنګ او په بل نوم سره مخته ځي !

امين وردګ
د (افغان غرب جګړه) دا ده نږې 17 کال ته ننوزي ؛ دا جګړه له سر څخه تر اوسه پورې په مختلفو نومونو او ډولونو سره مخته وړل کېدله ؛ مګر اوس نږدې ده چې د افغانانو په ګټه او د غرب په ماتې سره پاى ته و رسيږي.

خو اوس چې غربيانو تاريخي ماتې خوړلې ده ؛ نو غواړي دغه (بې هدفه) جګړه تر دې آخوا ته هم (په بل ډول او په بل نوم سره) توده و ساتي.

څه موده وړاندې د آمريکا ولسمشر اوباما _ چې د قدرت آخري شپې يې وې_ اعتراف وکړ ؛ چې د افغان طالبانو په وړاندې يې ماتې خوړلې او دغه جګړه نوره مخته نه شي بېولاى.

مګر اوس چې د آمريکا نوى ولسمشر (ډونالډ ټرمپ) د قدرت په ګدۍ کېناست ؛ نو په افغانستان کې مېشتو لوړ رتبه نظامي قومندانانو يې د (زرګونو) نورو عسکرو غوښتنه هم ترې وکړه ؛ چې افغانستان ته يې را واستوي ؛ تر څو دغه اور له سره پوو کړي ، چې لا افغان ماشومان او تور سرې پکې وسوزوي.

همدا تېره ورځ يې يو ځل بيا خپل وحشت نړۍ ته وښوود او د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې يې لسګونه بې دفاع او بې ګناه (ښځې او ماشومان) په شهادت و رسوول.

دا چې د آمريکا نوى ولسمشر (ټرمپ) په لېوني سره شهرت لري ؛ نو غواړي د خپلو لسګونو زرو وژل شوو فوځيانو _چې له افغانستان څخه يې ټوټې ټوټې جسدونه ور وړل شوي دي_ کسات د افغانستان له ښځو او ماشومانو څخه واخلي.

اوس غربيان غواړي چې د جګړې نوم واړوي (بين الافغاني جګړه) يې و نوموي او همدا رنګه دوى غواړي چې هوايي ځواک په خپل لاس کې ولري او ځمکنۍ جګړه افغان دولت ته وسپاري ؛ چې داسې يې کړي هم دي.

په دغه وخت کې نو دوى د هر بل وخت په پرتله خپل زړونه په افغانانو باندې ښه يخولاى شي ؛ ځکه :

دا چې د طالبانو پر وړاندې دولتي عسکر د ټينګې نه بولم ؛ نو ځکه خو چې دولتي عسکر قوي تلفات وويني نو دلته فوراً او په احساساتي ډول سره له غربيانو څخه رسماً هوايي کومک غواړي ؛ هغوى هم (د ورکړل شوي پيمانليک له مخې) کومک ورکوي ؛
دلته يې نو چې کوم ځاى کې ښه زړه يخيږي حيله به نه کوي.

له يوې خوا به ښه ډېر افغان عسکر وژل شوي وي ، له بلې خوا افغان طالبان او له دريمې زاويې به دوى ښه ډېر ماشومان او ښې ډېرې تور سرې هم په شهادت رسوي ؛ ښه ډېر مالونه او ښې ډېرې خټينې جونګړې به هم له مينځه يوسي ؛ چې په دغه صورت کې به يې نو پړه هم په افغان دولت وي او له دوى نه به څوک تشه پوښتنه هم نه شي کولاى.

مګر کله چې دوى خپل مأموريت ته د پاى ټکى کېږدي ، بيا خو نو هغه دى حکمتيار صاحب يې تيار خپل پخواني مرکز (دارالامان) ته راغوښتى هم دى ، هزاره ګان هم ښه په دم کې دي ، سياف ساب خو وخته فتواګانې ورکړې ، شمالي ټلواله هم جګړې ته تياره ده ، دوستم به له اېشچي سره بيا ګوتې خوږې کړي ؛ نو بس سره وابه يې چوي ؛ دا چې بيا به د کابل بې ګناه ښاريان چېرې ځي الله خبر دى ؟ ځکه چې پاکستان ته خو هم نور مخ نه لرو ؟

دغه وخت کې به نو غربيان وايي چې افغانانو موږ نه غوښتلو ؛ اوس چې موږ هلته خپل نظامي مأموريت ته د پاى ټکى کېښوود نو ځکه داسې حال شو ؛ مثال به هم د عراق ورکړي !

اوس زه افغانانو ته خبردارى ورکوم ! چې د راتونکې تباهۍ مخه ونيسئ ؛ هسې نه چې بيا د کابل دا ډکې جادي يوازې له سپيو ډکې وي او د سړيو نوم ، نښان هم پاتې نه شي.

نو د الله له قانون سره سمه سوله وکړئ او دا غربي اشغالګر يو هم دلته مه پرېږدئ ، تر دغو خلکو د الله ملګري ښه ده ګورئ ! سبا چې بيا الله الله نارې وهئ نو ولې همدا نن د الله قانون ته ځانونه نه سپارئ ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x