ټولنیزه برخه

شهزاده او ښونکي

قطب الدين مشال
يوه ښونکې خپل شهزاده شاګرد ته دوه جملى سبق ور وښود؛
1. دروغ مه وايه…
22. غوسه مه کوه…

ښونکې له لږ ځنډ وروسته له خپل شهزاده شاګرد څخه د ورښودل شوى سبق پوښتنه وکړه،
شهزاده ځواب ورکړ تر اوسه پورى مى نه ده زده شوى.
دوهمه ورځ استاد بيا د ورښودل شوى سبق پوښتنه ورڅخه وکړه خو شهزاده بيا وويل چى لا مى نه ده زده شوى.
استاد ورته وويل چى سبا دريمه ورځ ده او رخصتۍ هم ده سبق دى هرومرو ياد کړه بيا دى هيڅه بهانه نه منم.

له رخصتۍ وروسته په دا بله ورځ هم شاګرد د سبق په زدکړه کى نه وو بريالي شوي…

استاد له غوسى سور واوښت او پرته له دغه سوچ څخه چى شاګرد مى يو شهزاده ده، په قهرجنه لهجه ” دا هم اوس کومه خبره ده چى په دا دومره ورځو کى دى دا دوه جملي نه دى زده کړي ” له ويلو سره سم يي يوه درنه څپيړه وواهه؛
له وهلو وروسته شهزاده چپ کيناست خو له لږ ځنډ وروسته يي وويل،
محترم استاده!
سبق مى زده شو.
ښونکي په سوچ کى ډوب او ډير حيران شو چى اول يي نه زده کيده خو اوس يي له يوى څپيړى سره داسى ژر زده شو.
شاګرد د خپلو خبرو په تداوم کى وويل،
محترم استاده!
تا ما ته دوه خبري راښودلي وى.

1. دروغ مه وايه…
22. غوسه مه کوه…

له درواغو خو مى په هغه ورځ توبه وکړه خو په دوهمه خبره ” غوسه مه کوه…” عمل کول ستونځمن وو، ډيره هڅه مى کوله چى غوسه رانشى خو بيا به هم په ځينو وختو کى غوسه کيدم ، دا چى په غوسه مى کنټرول نه و زده کړى نو څنګه مى ويلى واى چى سبق مى زده شوى ؟؟؟
اوس چى دى زه په څپيړه وواهلم او دا څپيړه زما په ژوند کى اوله څپيړه وه، نو ما هم ښه سوچ وکړ چى غوسه شوي يم… که نه يم…؟؟
له سوچ وروسته مى احساس کړه چى نا نه يم غوسه شوي.
نو پوه شوم چى نن مى د استاد د راښودل شوى سبق دوهمه برخه ” غوسه مه کوه” هم په بشپړ او اصلى ډول سره زده کړ.
ـــــــــــ
پايله،
قدرمنو لوستونکو!
مونږ ته هم په کار ده چى کومه ښه خبره ليکو، لولو يا يي هم اورو، په هغه بايد لومړي عمل وکړو ځکه د انسان اصلاح په عمل سره کيږى او له عمل څخه ژوند جوړيږى.

ليکوال: قطب الدين مشال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x