د سنګين
د سنګين

سنګین: امریکایانو یو ځل بیا ملکي وګړي په نښه کړي

نن ټکی اسیا (يكشنبه، سلواغه ۲۴، ۱۳۹۵ل):د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کي تېره شپه امریکایانو یو ځل بیا په هوايي برید کي ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د سنګین ولسوالۍ د اوسېدونکو له وینا سره سم تېره شپه امریکایانو له بازار سره نیژدې د ملکي وګړو په کورونو درنه بمباري وکړه، چي له امله يې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.

د هلمند ولایت یو تن اوسېدونکي حاجي احمد له رسنیو سره په خبرو کي وویل چي وړمه شپه امریکایانو د سنګین له امنیه قومندانۍ سره نیژدې د ده د ورور په کور هوایي برید وکړ له امله يې ورور، د ورور مېرمن او درې تنه ماشومان شهیدان شول.

د سنګین د تېري شپې په برید کښي د شهید شویو کسانو جسدونه؛ نن خپلوانو د هلمند مرکز لښکرګاه ته یوړل او رسنیو ته يې ښکاره کړل، چي د هلمند په بمبارونو کي ولسي وګړي وژل شوي دي.

درې ورځي وړاندي هم بهرنیو ځواکونو په سنګین کي د ولسي وګړو څو کورونه په نښه کړل چي له امله یې تر ۲۵ زیات ملکي وګړي شهیدان او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

د هلمند ولایتي شورا او ځایي وګړو هم د ملکي وګړو مرګ ژوبله تائید کړه، خو د هلمند والي حیات الله حیات په بمبار کي د ملکي خلګو له مرګ ژوبلي غوڅ انکار وکړ او ویې ویل چي په پېښه کي طالبان وژل شوي دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک د تېري شپې د هوايي برید په هکله رسنیو ته یوازي دومره وویل چي له سنګین څخه ملکي ټپيان لښکرګاه ته ور وړل شوي، خو معلومه نه ده چي دا د درې ورځو د پخواني بمبار دي او که په تازه پېښه کي ژوبل شوي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه

مره دوی آمریکا یان اومردوی ترامپ اومرگ دوی په نوکره اوغلامه اومزدوره اوزلیله اورزیله اوچا فلوسه اداره اومرگ دوی ده داداری ده دین په خائنانوباند اودهلمند په پست فطرته والی اوویاند باند ای دافغان مسلمان اولسه دخدای ج.فه خاطر یوملی قیام وه کری ده داشغالگر واوصلیب یانو اودهغوی دنوکرانو او مزدورانوپه مقابل کشی یوملی قیام ضروری دی که نه نن په هلمند کشی سرلمبی دصلیب دبربریت دی صبا په هرات کشی دی بله ورز په قند هار کشی بله ورز په غزنی اومیدان ُشار اوپه هر گود دافغانستان عزیزکشی به دادصلب یا نو بوسکشی وانی وی ای دافغان کردلیه ولسه… نور لوستل »