ټولنیزه برخه

امام شبلي رحمه الله ځکه جنتي سو چې پر حیوان یې رحم کړی و

ابوالزین “حکيم الله صابر” الحنفي

حضرت دَمیري رحمه الله په خپل کتاب کي د حضرت شبلي رحمه الله قصه راخیستې ، چي تر مرګ وروسته یو ولي الله په خوب ولید چي د جنت په نعمتو کی ډوب وي ، هغه ولي الله پوښتنه تري وکړه چي اي شبلي ! په کوم عمل سره الله تعالیٰ دومره لوړ مقام درکړ !

هغه ورته وویل : کله چي زه وفات شوم نو د الله تعالیٰ حضور ته وړاندي کړل شوم ، الله تعالیٰ را څخه وپوښتل، اي زما بنده ! زما د رضا لپاره دي کوم عمل کړی دی ؟

ما ورته وویل : یا الله (جل جلاله) تاته مي سجده لګولي ، لمونځونه می کړي، روژي می نیولي ، صدقي می کړي او نفلونه مي کړي او ستا په عبادت کي مي شپي روڼي کړي دي .

الله تعالیٰ راته وفرمایل : ستا د بخښني لپاره دا کارونه کاپي ندي ، البته تا یو عمل کړی دی ، ښایې تاته به دومره د پام وړ نه وو ښکاره شوی ، لیکن زما د رضا سبب ګرځیدلی دی او د هغه له کبله مي تاته بخښنه کړي ده ، هغه دادی چی یوه شپه ته د بغداد په کوڅو کي روان وي ډیر زیات یخ وو ، هلته یوه پیشي ولاړه وه له ډیره یخه سره ریژدیدل ، تا راویستل کور ته دي توده کړل ، ددغه کار له کبله زه تا بخښم ، داچي تا زما پر یو مخلوق چي هغه هم حیوان دی دومره مهرباني وکړه ، نو زه خو بیخي زیات مهربان او خورا زیات رحم کونکی یم ، ستا ټوله ګناهونه معافوم او جنت ته دي داخلوم .

د صحیح البخاري په باب (رحمة الناس والبهائم) کي له جریر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وفرمایل : «مَنْ لَا يَرْحَمِ النَّاسَ لَا يَرْحَمُهُ اللّهُ».
ژباړه : یعني څوک چي پر خلکو رحم نکوي ، الله تعالی به پر هغه رحم نه کوي.

درس : محترمو ورونو !

باید موږ او تاسو همیشه د یو او بل خیرخواه سو ، په خپل واپس کی همکاري او صله رحمي وکړو چي د الله تعالی د رضا سبب وګرځي ، له هر قِسم ظلم څخه اجتناب وکړو هغه که له انسان سره وي یا له حیوان سره .

(بخاري صــ۸۸۹ / أفضل الحکایات صــ۱۳۶)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

که غواړی په خلکوکی محبوب شی نودخدای ج په مخلوق رحم کوه چی اخروی ګټه هم لری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x