سنګین او صلیبي داړه ماران

فاتح کاروان
هیڅ یو حقیقي مسلمان په دې خبره کې شک نه کوي او له زړه نه یې مني چې صلیبیان او یهودیان د اسلامي امت ازلي دښمنان دي، که بیا مو هم داسې څوک ولیده چې دعوه د اسلام کوي او صلیببان خپل دوستان ګڼي، نو پوه شه چې دا تن یا خو مطلق جاهل دی او یا دا چې ښه پوهیږي خو د خپل رب د فرمان تکذیب کوي، نو پر زړه به یې مهر وهل شوی او د مادیاتو نشې به یې له سترګو د حق کتلو توان اخیستې وي. الله تعالی جل جلاله فرمایي:

يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَتَّخِذُوٓا ءَابَآءَكُمْ وَإِخْوٰنَكُمْ أَوْلِيَآءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمٰنِ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الظّٰلِمُونَ. سوره توبه ۲۳ایت

ژباړه:اې مومنانو! خپل پلرونه او وروڼه هم خپل دوستان مه نيسئ، كه چيري هغوى پر ايمان باندي كفر ته ترجيح ورکړي. ستاسي څخه چي څوك هغوى په دوستۍ ونيسي، همغوى به ظالمان وي.

تېره شپه یو ځل بیا صلیبي هوایې داړه مارانو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د مظلومو بې ګناه ولسي وګړو ګڼ شمېر کورونه وران او زموږ تر ۴۰ تنو هېوادوال یې په خپلو وینو کې ډوب کړل، دا په داسې حال کې ده چې د کابل فاسد او ګوډاګې رژیم له نوي فرعون (ټرمپ) څخه په ډېره عاجزۍ بار بار دا غوښتنه کوي چې افغانستان ته دې نور تازه دم عسکر را ولیږي!!

د کابل ګوډاګې رژیم پوهیږي چې د بهرنیو اشغالګرو له وتلو وروسته به یې حالت له کمونیستانو بد تر وي، ځکه چې دا پنځلس کاله دوی هم د ولسي وګړو ویني وسکلې، عزتونه یې ترې وتروړل او هېواد یې د یهودي او صلیبي ښکېلاکګرو په یوه داسې نظامي اډه بدل کړی چې هر اشغالګر تن په کې د خپل سر او خپل واک دی، که څوک وژني، که کلي او کورونه ورانوي، که اسلام ته توهین کوي او که بل کوم ورته جرم، خو که د همدغه صلیبي داړه مارانو کوم عسکر ووژل شي نو قاتل یې نیول کیږي او په مرګ محکومیږي!!

صلیبي او یهودي اشغالګران چې د خپلو لاسپوڅو په مرسته کوم جنایات کوي لومړني مدافغین یې بیا همدا د کابل ادارې غلام چارواکي وي چې د وژلو شوو ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او آن څارویو وژونکو ته پر سینو د افغان ملي اتلانو مډالونه ټومبي او مننه ترې کوي چې د کابل رژیم د پایښت لپاره یې دا ډول جنایات ترسره کړي دي!!

هوکې امریکایان وحشیان دي او ټول تاریخ یې له وحشت نه ډک دی، نو طبیعي خبره ده چې دلته به هم د خپل عادت له مخې وحشتونه او ظلمونه کوي، د سنګین پېښه نه لومړنې جنایت ؤ او نه وروستنې، نه خو مخکې امریکایان په دا ډول جنایاتو پوښتل شوي نه به اوس و پوښتل شي او نه یې‌ څوک د پوښتلو حق لري، ولې ځکه چې افغانستان یوه مستعمره ده او د استعمارګرو د ګټو لپاره که د مستعمره هېواد ټول نفوس له منځه لاړ شي هم پروا نه کوي لکه څنګه چې دا د ماسونیت او کمونیزم د ایجادګرو یهودو نظریه او قاعده هم وه.

د سنګین ښځې ځکه زموږ خویندې دي چې موږ خپلې خویندې لرو، د سنګین ماشومانو ځکه زموږ ماشومان دي چې موږ خپل ماشومان لرو او د سنګین د سپین ګیرو شهادت ځکه موږ ته درد راکوي چې موږ خپل مشران لرو نو هغوی هم راته د خپلو مشرانو غوندې ښکاري.

خو! د واک په ګدۍ ناست اشرف غني صیب! د لوراجانې دا همدینان او ملګري امریکایي عسکر خو دې له یوې مخې حرموني دي هغوی درد څه پیژني؟ هغوی خویندې، میندې او ماشومان څه پيژني؟ هغوی پلار او بابا څه پيژني؟ او څنګه به یې و پيژني حال دا چې نږدې ۹۰ سلنه امریکایي عسکر هغه څوک دي چې له زنا څخه پیدا شوي او بیا په حکومتي وړکتونونو کې تربیه او لوی شوي د همدې ورځې لپاره چې دا نن یې پر افغانانو راوستې ده، څوک چې مور، خور، پلار نه پيژني او نه یې لیدلي وي هغوی به رحم او عاطفه څه و پيژني؟؟

اشرف غني صېب! ولسمشر ځکه درته نه وایم چې ته نه واک لری او نه کوم حیثیت خو تاته په خطاب سره غواړم هغه افغان ناپوهه او ظالمې طبقې ته دا حقایق ورسوم کوم چې له تانه، ستا د خارجي دوستانو او بادارانو نه ملاتړ کوي او شپه ورځ یې په رسنیو کې ستاسو ظلمونو ته د توجیهاتو برابرول خپله دنده ګڼي؛ غواړم همدومره ووایم چې نور نو افغان ولس مه وژنئ، نور صلیبي داړه مارو عسکرو ته د دوستانو او سوله ساتو په ویلو افغان ولس ته په سترګو کې خاورې مه اچوئ، افغانانو په تېرو پنځلسو کالو کې ستاسو او ستاسو د بادارانو وحشتونه او ظلمونه ولیدل هغه جنایات او وحشتونه چې تاسو یې د سولې او بیا رغاونې هڅې بولئ!!

بس دی نور نو افغانان پریږدئ چې خپل برخلیک پخپله و ټاکي او له خارجه ورته نور سړیخواره مه را غواړئ او که چېرته تاسو خپلې غلامۍ ته همداسې دوام ورکوئ نو لرې نه ده چې د ظلم او وحشت دغه طلسم مو نور مات شي هغه وخت به د دې ملت په مخکې داسې ذلیل او خوار ولاړ یاست چې اوس یې تاسو تصور هم نه شئ کولای، د الله تعالی نیول ډېر سخت دي. الله تعالی جل جلاله پخپل کتاب قرآن کریم کې فرمایي:

إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ
ژباړه:
په حقيقت کښي ستا د رب نيونه ډېره سخته ده.

د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د