bombar4

د سیاګرد په وروستي جنایت کې د امنیتي تړون حقیقت – سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ یوځلې بیا بهرنیو یرغلګرو زمونږ ۸ تنه معصوم  ماشومان او د هغوئ میندې د یوه سوله ایز مامورت !!! د ترسره کولو په مهال شهیدان کړل .

د بهرنیو یرغلګرو او د هغوئ د بي ضمیره داخلي ملاتړو په لاس دغه بوږنوونکې فاجعه  د پروان ولایت د ساګرد ولسوالۍ په وازغر دره کې   هغه وخت رامنځته شوه چې کله هغوئ   د یادې سیمې   د ولسي خلګو په کورونو بمباري وکړه .

د کابل او واشنګټن ترمنځ  د امنیتي تړون  د راولاړې شوې  شخړې  له پیله راهیسې دا ۱۱ ځل دي  چې بهرنیان او دهغوئ  په لاس روزل شوي  ضمیر پلورونکي  کورني ځواکونه د ولسي خلګو  په وژلو، ځورولو  او د هغوئ  په  بندیانولو لاس پوري کوي .

د هیواد تش  په نوم ولس مشر  له دي پرته  چې  د بهرنیانو او د هغوئ د مزدورانو د دغه معلوم تر سره کړي جنایت په اړه  بي نتیجې  پلاوی  وټاکي او هسي په خوله  د خواشیني څرګندولو اعلان وکړي  نور د هیڅ  اقدام واک نه لري .

که څه هم چې د امریکا په مشرۍ  د بهرني یرغل له پیل نه  د مظلومو افغانانو  د وحشیانه وژنو، ځورونو، د هغوئ د کورونو بمبارولو او په تورو شپو کې د هغوئ  د تلاشي کولو سلسله دوام لري ، خو په  دې وروستیو اوهغه هم د امنیتي تړون  د لاسلیکولو  په  دغو حساسو شیبو کې   د دغه شان جنایتونو  عمدي تکرار  په خپل ذات کې یو ځانګړی دلالت لري  ، اوهغه داچې  امریکایان  هم کرزي او هم هر هغه چاته  چې د امریکايي وحشتګرو  د خپل سریو د کنټرولو  نارې وهې دا په  ډاګه کړي  چې  هغوئ په هیڅ صورت په افغانستان کې د اشغال په مهال  له خپلو  کړنو او  اقداماتو څخه لاس اخیستونکي  نه دي .

که هر چیري دوئ وغواړي  بمباري وکړي  ، د مخالفینو  دځپلو په نوم  هوايي او ځمکني  عملیات تر سره کړي ، د خلګو د کورونو په حریم تیری وکړي ، ولسي خلګ  خپلو شخصي زندانونوته  واچوي  …  هغه به هرڅه  د خپل  پوځي ماموریت  په پلمه تر سره کوي او په دې اړه  نه د چا اعتراض مني او نه هم دچا غوښتنو ته غوږ نیسي .

د تیر عقرب  له میاشتې  راهیسي  چې کله هم  په اصطلاح  مشورتي لويې جرګې   له  یرغلګرو امریکایانو سره  د امنیتي تړون د لاسلیکولو پریکړه  کړې  تر اوسه په  کونړ، لوګر، هلمند ، قندهار، ننګر هار، کاپیسا او د هیواد په  بیلابیلو سیمو کې  تیري کوونکو امریکایانو  د ولسي خلګو  په خلاف  خپلو جنایتونو او وحشتونوته  په پرلپسي  ډول دوام ورکړی   او په هغوئ کې د معمول خلاف زیاتوب راوستلی.

یرغلګر امریکایان   د هر جنایت په تعقیب  په راتلونکي کې د هغه  د عدم تکرار تیر ایستونکې ژمنې کوې  ، خو  داچې  په واقعي ډول  د ې هغوئ  دغه وحشت ترک  کړي هیڅ ډول تضمین وجود نه لري .

روان ۲۰۱۴ میلادي کال  په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو  د پوځي تعامل  د ښه والي   وروستي آزمایشي کال دي ، که يې په تیرو کلونوکې هر څومره وحشت  او جنایتونه ترسره کول په دغو وروستیو راتلونکو څو میاشتو کې  یې باید  د خلګو  د تیر ایستلو لپاره هم په خپل تعامل کې بدلون راوستلی وای او د ولسي خلګو له  وژلو او بمبارولو څخه یې لاس اخیستی وای ، خو داچې اوس هم  هغوئ  لکه د تیر په څیر  د مظلومو افغانانو  وژنو، ځورونو  او د هغوئ دکورونو بمبارولوته دوام ورکوي   دا دې ښکارندویه ده چې هغوئ   نه نن  دولسي وګړو  د وژلو  د مخنیوي  په اړه  دکرزي  په شمول  د هیچا  غوښتنو ته اعتناء نه لري   او نه په راتلونکي کې دیته حاضردي  چې  له دې جنایت څخه لاس واخلي .

لهذا د دغسي  وحشي  معاندینو او مغرورو قاتلینو د وحشت  دمهارولو لپاره د ولس هماغه د شرعي مقاومت   دوام تر ټولو غوره انتخاب دی ، په هماغه انتخاب  کې   دبهرنیو وحشتګرو له وحشتونو څخه  د افغانستان او افغانانو نجات  نغښتی  دی ، نه  د تیر ایستونکو انتخاباتو په اجراء او  نه  هم  د امنیتي تړون  په پلمه  د افغانستان پلورلو دتحمیلي سند په لاسلیکولو کې.

د نن ټکی اسیا – سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د