نن په انځورونو کي

په کابل کي د ترسره شوي وزلوبي (بزکشي) تازه انځورونه 2014-1-14

د تیري سې شنبې په ورځ 14-1-2014 په کابل کي ددوو لوبډلو تر منځ د وزلوبي دوستانه لوبه تر سره شول، لاندې د همدې لوبي یو څو ښکلي انځورونه دي.

وزلوبه:

وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده، چې د خلكو په منځ كې ډېر مينه وال لري، د وزلوبې د رامنځته كېدو تاريخ د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړي،

نكل دى چې په هغه وخت كې به آريايي اتلانو د دښمن په لښكرو كې د شپې لخوا يرغل كاوه او د دښمن پوځيان به يې ژوندي د هغوي له پوځي پڼدغالو څخه له ځان سره وړل. وروسته دغه جګړه ايز وړتيا د ورزش بڼه وموندله او د بوختياوو او نندارې لپاره به ترسره كېده. ددې لوبې د جوړېدو ځايونه د هېواد شمالي برخې دي، او ډېر ځله د بلخ ، جوزجان ، سمنګان ، بدخشان ، تخار ، كندز ، بغلان ، فارياب او پروان په ولايتونو كې دود لري.

د وزلوبې د ترسره كولو لپاره، اتل يا لوبغاړې چې د (چاپ انداز) په نامه يادېږي، په سورلۍ كې لوى لاس لري او له ستونزومنو تمرينونو څخه وروسته په لوبو كې د ګډون ځواكمنتيا ترلاسه كوي. د وزلوبې د لوبې وسيله يو خوسى وي، چې له حلالولو او د نس له پاكولو وروسته هغه د څلرويشتو ساعتونو لپاره د اوبو په منځ كې كېښودل كېږي، چې د پوستكي مقاومت يې ډېر شي، او بيا يې د لوبې په بهير كې ونه شلېږي. د خوسي وزن له ۳۰ څخه تر ۴۵ كيلوګرامو پورې وي. د وزلوبې د ډګر سيمه ناټاكلې وي، خو د افغانستان د اولمپېك د رياست لخوا د مېدان د بر برخه ۳۵۰*۳۵۰ مربع متره او اوږدوالې يې ۳۵۰*۳۰۰ متره ټاكل شوې دى.

لوبه په عمومي ورزشي لوبغالو (د فوټبال د مېدان په مساحت) او په سټېډيمونو كې هم ترسره كېداى شي. د وزلوبې په مېدان كې د پورته كولو، د حلال او توغ داېرې د پام وړ ځايونه وي. خوسې د پورته كولو د ځاى (داېره) په منځ كې وي، او په اسونو سپاره لوبغاړي د هغه په شاوخوا راټولېږي. د مېدان دمشر په لارښوونه د خوسي د پورته كولو لپاره هلې ځلې پېل كېږي.

(ویکیپيډیا پښتو څخه)

buzkashi2

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTc2NWJlN2Q1MTZlYmU5Nzc4MzA3ZGZhOTk5OTBjNTZm?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTM5YzBmZmYzNWE2ZWQxMmMyODE0ZGQzZmFmOWE5ZGI2?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTE5MGNiNjhlYmQ4Nzg1ZDU2YjFmMDE5ODQxMjI0MDcy?height=600

http://images.newscred.com/cD01MzI2MDczMmU1MGQ1NTlmMWJhYWNjZjk0YTYzOGM2MyZnPTIwODM3NDU2N2EzZWI5MjVmYmNiMmM4YjA3M2Y5YTUx?height=600

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x