د سنګين
د سنګين

ایا د سنیګن دردمنه پېښه به بیده  افغانان را ویښ کړي؟؟؟ 

صفي الله ” رائد “
ماخو چیرته په دې تیر عمر کې د افغانې مور په سترګو کې ښکلا وه نه لیده او نه مې هم د افغانې خور په شونډو کې موسکا ولیده.

کلونه وشول چې دافغانانو  وینې دارې وهي،   په کورونو یې د وینو سیلابونه  روان دي، او لا هم جریان لري.

خو ورځې مو بدلې نه شوي، خوشحالي مو نصیب نه شوه، سوکالي مو نصیب نه شوه، ټول عمر مو له دردونه او غمونو سره لوبې وکړي، غم دی او افغان دی.
پرون مو په ننګرهار اور بل و  او نن په سنګین. داسې میاشت به نه وي چې د افغان په خاوره د وحشت شاهدان وه نه ووسو.
دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت په سنګین کې دې  امریکا د بمبارد له امله ۲۵ ماشومان، میرمنې او ملکي خلک وژل شوی او ګڼ نور زخمیان دي.
دغرب له لورې دعام بمبارد پېښې، نه یوه ده، او نه دسنګین پېښه وروستنۍ ده؛ دلته قصداً د امریکایانو له لورې، تکراراً دسنګین دپېښې په څېر خونړۍ پېښې رامنځ ته کېږي.
دا سې وحشي کړنې  یرغلګر  وخت ناوخته ځکه تر سره کوي؛ تر څو بیده افغانان په دې وه پوهوي چې ستاسو خاوره، ستاسو وطن اشغال او مونږ امریکایان پرې حاکم یو، چې هر څه وغواړو انجامولی یې شو،  چې وغواړو د چاپو پر مهال مو وهلی، رټلی او بل آخره مو له که د سنګین پېښه وژلی هم شو.
خو!
عجیبه دا ده: کومه خاوره چې له کلونو راهیسې تر اشغال لاندې لوټېږي، بمبار پرې کیږي او خلک یې وژل کېږي خو لا یې هم ډلې- ډلې ځوانان د ځان له دفاع څخه غلي وي او یا هم د اشغالګرو په صف کې وي، نو آیا داسې خلکو ته ویښ ویلی شو؟ آیا داسې بې احساسه خلک ویښ او ځیرک ګڼلی شو؟!
نه! هیڅکله نه.
افغانان دې په خلاصو غوږو واوري!!!
تر څو چې بهرني پوځیان دلته وي، افغانان به ښه ورځ ونه لري.
سنګینه!  په غم دې غمجن، په درد دې درد مند یو. په رېښتیا چې غم دې هم سنګین ده.
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د