نظــر

څو ګوندیز «ټاکنې: اوومه برخه»

ژباړه: انور افغان

اسلام د وحدت او یوالې دین دې، د مسلمانانو د بریالیتوب او نیکبختۍ راز په یوالې کې دی، اسلام له هر ډول پاشلتوب هغه که په هره انګېزه وي ترې بېزاره دې، په پرېمانه احادیثو کې د دې ایماني یوالي او ورورګلوۍ اهمیت ته په بېلا بېلو عبارتونو کې اشاره شوې: «الْمُؤْمِنَ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا».

« ایمانداره خلک د یو بل پر وړاندې د یوه ساختمان په څېر دي چي هره برخه یې بله برخه ټینګه ساتي»

«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ ، لا يَظْلِمُهُ وَلا يَخْذُلُهُ…».

« مسلمان د مسلمان ورور دی، په هغه دي ظلم نه کوي او هغه دي خوار او یوازې نه پرېږدي»

همدارنګه فرمایي: «مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِى تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى».

« ایمانداره خلک په دوستۍ، نیکۍ او ترحم کې یو له بله د یوه جسم د غړو په شان دي، چي که چېري د هغه کوم غړی دردمند شي، نور غړي ارام نشي لرلای»

څو ګوندیز سیسټم ته د مشروعیت ورکړه د اپوزسیون شتون، په ټاکنو کې د هغوۍ فعالیت، پارلمان ته رسېدل او د حکومت لاس ته راوړل د ډیموکراسي له اساساتو څخه شمېرل کېږي.

د اسلام له نظره د څو ګوندیز کېدو حتمي پایله د خپل ګوند د ګټو لپاره له نورو سره کلک تعصب او بې اتفاقي ده چي  له مسلم شرعي اصل ( اسلامي اخوت ) د مسلمانانو د یوالې سره په بشپړه توګه په ټکر کې دې.

قران کریم مسلمانان له نفاق او اختلافاتو څخه منع او وېروي، فرمایي:  

﴿وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ[آل‌عمران: ۱۰۵].

« د هغو کسانو په څېر مه کېږۍ چي تیت او پرک شول او اختلافات یې وکړل، له هغه وروسته چي دوۍ ته د الله تعالی روښانه دلایل ورسېدل»  

په بل ایت کې مسلمانان د نه یوالې او بې اتفاقۍ له بدو پایلو خبروي او نفاق یې د اسماني عذابونو له اسبابو څخه ګڼلی.  

﴿قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِنْ فَوْقِكُمْ أَوْ مِنْ تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُمْ بَأْسَ بَعْضٍ[الأنعام: ۶۵]

«ایا هغوۍ نه دي خبر چي له هغو څخه مخکې مو څومره داسي ملتونه تباه کړې دي چي د هر یوه یې په خپل خپل دور کې نوم او واکمني وه، موږ په ځمکه کې هغو ته هغه وس او واک وربښلی وه چي تاسو ته مو نه دی در بښلی، پر هغو مو له اسمانه ښه ورښتونه وکړل او تر هغو لاندې مو ویالې وبهولې ( خو کله چي یې د نعمت ناشکرې وکړه ) نو په پای کې موږ هغوۍ د ګناهونو په مجازات کې تباه کړل او د هغوۍ په ځای مو د بل دور ملتونه را پورته کړل»

قران کریم د نه یوالې او اختلافاتو پایله ماتي، د قدرت او قوت له منځه تلل، وېره او د مسلمانانو د عظمت ماتېدل بولي.

﴿وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا[الأنفال: 46].

« جګړه مه کوۍ، څو سست نشۍ او ستاسو قدرت او شوکت له منځه لاړ نشي، صبر او استقامت وکړۍ»

ځکه د هغې ټولنې د قدرت او د یوالې ريښې چي د نفاق په تبر سره پرې شوې وي، د هغوۍ هیواد د تل لپاره د استعمارګرو د حکومت تر قلمرو لاندي وي او درنښت او لوړوالی یې له منځه ځي.

بلکې قران کریم څو ګوندیز کېدل د نفاق مترادف پېژندلی دې او په بېلابېلو ایتونو کې یې په بېلابېلو عبارتونو سره بد بللی دې.

﴿وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ[هود: ۱۷].

« د ډلو هر څوک چي په قران کریم باندې ایمان را نه وړي، د هغه ځای اور دې»

﴿وَمِنَ الْأَحْزَابِ مَنْ يُنْكِرُ بَعْضَهُ[الرعد: ۳۶].

« په ځینو ډلو کې داسي کسان شته چي د قران کریم ځیني برخې نه مني»

﴿فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ[مريم: ۳۷].

« ځینو ډلو په خپلو منځنو کې اختلاف وکړ»

﴿وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ أُولَئِكَ الْأَحْزَابُ [ص: ۱۳].

او قوم د ثمود او قوم د لوط او اهل د ځنګله چي شعیب ورته مبعوث شوی وو، دغه کسان هم هغه لویې لويي ډلې او لښکري وې.

﴿وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ[الأحزاب:۲۲].

کله چي مومنانو د کفارو لښکرې او بېلا بېلي ډلې  ولیدې.

په لومړي او دویم آیت کې یې کفر او انکار د ګوندونو صفت بللی دې، په درېیم آیت کې یې د نه یوالې او نفاق پایله د ډلو پالل را پېژندلې دي.

او په څلورم آیت کې یې د ثمود او لوط قوم او هغه کسان چي د کفر او تکذیب په وجه هلاک شول، قران کریم له هغو څخه د ( احزاب )  په صیغه تعبیر کړی.

لکه څنګه چي د الاحزاب د سورت آیت د مسلمانانو په وړاندې د کفارو د ډلو او بېلا بېلو قومونو یو ځای والی احزاب تعبیر کړی نو مسلمانان هم د ځايي او جغرافیايي اختلافونو، د رنګ، نژاد، ژبې او … په تفاوت بیا هم یوه ډله شمېرل کېږې.

په بېلابېلو احادیثو کې لولو چي پېغمبر (ص) مسلمانان له نفاق او څو ډلې کېدو څخه په کلکه منع کړې، د ډلې او ګوند پالولو لار یې ګمراهي او د دوزخ د اور وړاندوینه بللې.

«إِنَّ هَذِهِ الأُمَّةَ سَتَفْتَرِقُ عَلَى ثَلاَثٍ وَسَبْعِينَ فِرقة كُلُّهَا فِى النَّارِ إِلاَّ وَاحِدَةً. قالوا: من هي؟ قال: من كان على مثل ما عليه أنا وأصحابي».

« دا امت به په ۷۳ ډلو ووېشل شي، له یوې ماسیوای دا نورې ټولې به د دوزخ مستحقي وي او دا هغه ژغورل شوې ډله ده چي د رسول الله (ص) او د هغه د یارانو لار یې غوره کړې وي»

ایا د مسلمانانو د اختلاف ترخې پایلې، ذلت او خواري، د خلافت له منځه تلل ( چي د مسلمانانو د یوالې اصلي ټکی وه) د پخواني لوړوالې له لاسه ورکول او … نه دي؟

د افغانستان د پاک جهاد د ثمرې د ماتې ټکی همدا څو ګوندیزتوب نه وه؟

ایا ټاکنې د ژبني، نژادي، سیمه ییز او څو ګوندیزتوب تعصب لپاره لاره هواره ونکې نه دي؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x