افغانستان

دانش: ما دې څارنوالي ته معرفي کړي

راپور: محمدرحیم سکندر

دا لومړی ځل دی چې یو رئیس په لوی لاس له مرکزي دولت غوښتنه کوي چې خپل ځان څارنوالي ته وروپېژني او د ورسره شوي زیاتي په اړه سپناوی وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د خوستیو ولسونو لخوا د کرکټ بورډ مخکیني رئیس نیسم الله دانش لپاره پراخه ستاینغونډه برابره شوې وه او دانش د دوه کلن بریالي ریاست له امله د سرو زرو په ایوارډ ونازول شو.

غونډې ته زیاتره ویناولو اعتراضه بڼه ورکړه او په ولسمشر یې غږ وکړ چې عطاء نور او دوستم ته په پښو کې سر ږدې، خو خوستوال چې ته یې په ارګ کې بوڅ کېنولې، پنځه دقیقې هم د استفاء لپاره نه درغواړې.

په داسې حال کې چې اشرف غني هر ځل وايي چې خوستوالو زه مو پوروړی یم. خو وظیفې دې په کې وربیه کړي کنه.

د افغانستان د کريکټ بورډ پخواني رئيس نسيم الله دانش هم ياده شوې غونډه کې د ګيلې په ډول وويل: ولسمشر پرته له دې چې هغه ته څه ووايي او يايې راوغواړي؛ له دندې لرې کړ او پرځای يې بل کس مقرر کړ.

((کاشکې زه ولسمشر د دومره لاسته راوړنو سره يو ځل غوښتی وای، کله يې چې مقررولم نو له ما يې ۳۵ دقيقې کاري مرکه واخېسته او کله مې چې لرې کوي، نو د يو افغان په حيث دا حق خو لرم، چې بيا يې لس دقيقې در وغواړې او زما څخه د خپلو کړنو پوښتنه وکړې)).

نسيم الله دانش په مختلفو ولايتونو کې د کريکټ د ۹ معياري لوبغالو جوړول، د ۲،۵ څخه ۱۷،۵ ميليون ډالرو ته د کريکټ بورډ د بوديجې لوړول، په نړيواله کچه د کريکټ د ملي لوبډلې د لوبو بريا د ۵۳ څخه ۸۸ سلنې ته لوړول او د ۲۰۱۷ تر پایه ان تر ۲۰۱۸ پورې پلان جوړول د خپل دوه کلن ماموريت لاسته راوړنې يادې کړې.

دانش وويل: مرکزي حکومت دې ما څارنوالي ته معرفي کړي، خو حساب دې خامخا راسره وکړي، ځکه سبا به عاطف مشعل هم داسې بې حسابه لرې کیږي.

څومره ښه ده چې په لومړی ځل یو رئیس پخپله غواړي حساب ور سره وشي، خو مرکزي دولت ګونګ پاتې کیږي.
د دانش ستاینغونډې د سقوط لپاره اوسني کرکټ بورډ یو پلان هم جوړ کړی و، چې د ۱۶ کلن کرکټ لوبغاړو د ټرایل نیټه له جمعې ورځې پنجشنبې ته رابدله کړي، خو ګډونوالو مننه وکړه چې ښه ده پردې مو وشوې، ځکه که ټول غوندې ته راغلي وای نو ځایدل یې ناشوني وو.

دغه راز ګډونوالو په غوڅ اکثریت سره وویل: که د ولسمشر دا پڅ حال وي نو دا ځل به خوستوال د ملاتړ پر ځای ارګ ته لچ ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوشال

مخکی له دی چه حکومتیار او سلامی حزب یی دداعشی مشری له امله څو بیلونه ډالر ترلاسه او دغه مجاهد او مظلوم اولس پری ووژنی د الله ج څپیړی وواهه ، دجالی ډاکتران به یی په ترکیه او یا لندن کی تداوی کوی، مګر دالله ج نیولو په مقابل کی د دجال ډاکتران څه نه شی کولای
دا امکان هم لری چه کوم ځوی یا غیرت څه ورکړی وی چه د داعشی ملیشو مشری تر لاسه کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x