افغانستان

دیموکراسی څه غواړي او موږ څه غواړو؟! – زاهد جلالي

په اوسنۍ زمانه کې ديموکراسي منل شوى حل او مطلق حقيقت Ultimate Truth دى. نړيوالو منلې چې تر دې بل ښه نظام نه شته.. که څوک د دېموکراسۍ مخالف وي، او ښه نظام يې نه بولي داسې معنا لري کله د لمر له شتونه چې انکار کوي! همدا پروپاګند و دېموکراسۍ ته کمپاين دى چې ځينې علما هېڅ زړه نه شي کولاى چې ووايي چې اسلام له دېموکراسۍ سره مخالف دى!

هېڅوک حق نه لري چې پر هغو اسلامي مفکرينو چې ديموکراسي مني، خپل نظر تحميل کړي، يا دغه مفکرين او علما په ناپوهۍ او پردي پالنې تورن کړي (لکه ځينې چې يې تورنوي). هر څوک د خپل فهم مطابقه خبره کوي. خو دا هم سمه نه ده چې بل چا ته د اجتهاد او مخالف نظر ښکاره کولو اجازه ورنه کړل شي. زما يو دوست دى، هغه د يو وتلي عالم هره خبره مني، زه چې يې مخالفه خبره وکړم، راته وايي ته ډېر پوهېږې او که فلانى!

نن متاسفانه ډېرى وتلي علما ديموکراسي مني او د جواز له پاره يې ډېر دلايل تراشي، خو چې څوک د اسلام په طبيعت پوه شي او د اسلام د لوړوالي نظر ورسره وي، ورسره په دې پوه شي چې ديموکراسي د يوې ځانګړې تاريخي مرحلې او ځانګړو شرايطو غوښتنه وه، هېڅ کله دا خبره نه کوي.

عمران احسن نيازي صاحب به ويل چې د دغو علماو مشکل دا دى، چې دوى ګومان کوي غرب له فکري لحاظ پر موږ اوچت دى او زموږ قانون اوس زوړ دى، د تطبيق وړ نه دى، دوى په خپل قانون شرمېږي، نو هڅه کوي چې اسلام له موډرنېزم سره په ټکر کې واقع نه شي. د کمترۍ دغه احساس اسلامي فکر او فقه ډېره متضرره کړې.

موږ بايد د اسلام په تفسيرولو کولو کې په دې فکر نه وو چې د چا په خوا يې شرحه کړو او له چا سره په ټکر کې نه شو. موږ سره بايد داسې احساس وي چې اسلام لوړ دين دى، ټول قوانين يې سم دي او هېڅ کله نه جامدېږي. د داسې احساس په لرلو موږ صحېح اسلامي موقف ښکاره کولاى شو، نه دا چې د چا او څه فکر راسره وي.

د اسلام او ديموکراسي اساسي فرق په حاکميت کې دى. اسلام د خداى حاکميت غواړي او دېموکراسي د خلکو مطلق حاکميت. دا څه وړه خبره نه ده، د خداى حاکميت د اسلامي نظام اساس دى او د بشر مطلق حاکميت د ديموکراسۍ اساس.  اسلام کې حاکميت داسې موضوع ده چې ترې سرسري تېرېدل په هېڅ صورت جواز نه لري. کله چې داسې اساسي موضوع کې اسلام او ديموکراسي سره بېلېږي، سره له دې چې بلا ډېر جزوي فرقونه به هم په کې وي، خو د دغو جزوي فرقونو يادولو ته هېڅ اړتيا نه شته.

خو زموږ موضوع دلته د اسلام او دېموکراسۍ پر تله کول نه دي. نو دې اړخ ته ډېره ځيرنه نه کوو. دا موضوع به يوه بېله مقاله کې وڅېړل شي. دلته موضوع د ديموکراسي کاميابي او ناکامي ده.

د اسلام کاميابي په دې کې ده چې حق پسې ځي او حق او عدل مني، نه دا چې حق ته يا اکثريت يا کوم بل اساس وټاکي. حق حق دى، که يو کس يې تاييدوي او که مليون کسان. خلک هېڅ اهميت نه لري. ښه مثال يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم دعوت دى. کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم اسلام ته دعوت پېل کړ، لس کسان ورسره نه وو موافق. ټولو خلکو رداوه، چا به يو څه ورته ويل او چا بل څه. هغه له خلکو سره دا ونه منله چې اکثريت چې څه وايي هماغه منو.

ابراهيم عليه السلام، موسى عليه السلام، نوح عليه السلام او نورو ډېرو پيغمبرانو په داسې حال کې خلک اسلام ته رابلل چې د دوى په څنګ کې ډېر لږ خلک ولاړ و، اکثريت څه چې مطلق اکثريت د دوى په ضد و. خو دوى ويل چې موږ ته د خلکو عدد مهم نه دى، مهمه دا ده چې څوک څه وايي!
خو دېموکراسي داسې نه ده، د دېموکراسۍ هدف اکثريت دى. د اکثريت له پاره نظام جوړول، د اکثريت ګټې خوندي کول، اکثريت حاکم او اقليت محکوم وي.. هر څه د اکثريت په خوله، له اکثريته پرته د حق و عدل له پاره له دوى سره کوم بل اساس نه شته.

اوسمهال په غرب کې هم مفکرين په دې باور دي چې دا سمه نه ده چې اکثريت هرې خبرې ته دې د حقيقت په سترګه وکتل شي او د دوى هر نظر دې ومنل شي. موږ بايد د قضاوت له پاره ځينې اساسات ولرو. Locke دغه فکر ته Natural Law ويلې.Cobban  يې Moral Standards بولي.. د معيار او اساس شتون ځکه اړين دی، چې هغه ځای کې چې خلک واحد اعتقاد نه لري، د دېموکراسۍ غټ کار د اکثريت ګټې خوندي کول او اقليت محکوم ساتل دي. (G. A. PARWIZ. ISLAM A CHALLENGE TO RELIGION, p 258-259)

لکه څنګه چې مو يادونه وکړه، اسلام ته ډېر او لږ خلک کوم اهميت نه لري، بلکې حقيقت ورته مهم دی. اسلام د اکثريت حاکميت او د اقليت محکوميت نه مني، خدای تعالی وايي چې ټول انسانان يو شان دي، خدای به په ټولو حاکم وي او له ټولو سره به مساويانه تعامل کېږي.

د دېموکراسۍ د خلکو د حاکميت نتيجه دا ده چې خلکو ته د قانون جوړونې واک ورکوي او د دېموکراسۍ تاييدونوکي فيلسوفان يې غوږونو ته دا ور رسوي چې ستاسې مخې ته هېڅ خنډ نه شي ولاړېدای، هر څه چې مو خوښ وي او ګټه مو په کې وي، هماغه ډول قانون جوړ کړئ! د مثال په ډول
د دغې مرحلې ستر فيلسوف Jeremy Bentham ته يوازې او يوازې د خلکو ګټه مهمه ده. د هغه ټوله تيوري په دې ولاړه ده چې هغه څه کې چې د انسان ګټه Utility  وي –يعنې د سختۍ لرې کول او د خوشالۍ رامنځ ته کول- په هماغه اساس دې قانون جوړ کړي، مهمه نه ده چې اخلاقياتو، دين يا کوم بل معيار ته دې وکتل شي، يوازې ګټه مهمه ده. (CHINHENGO, AUSTIN. ESSENTIAL JURISPRUDENCE, P 30)

کله چې انسان ته دغه ډول مطلقه آزادي ورکړل شي او وسره ورته وويل شي چې هر څه کولای شې، د انسان د فطرت مخالفه ده، ځکه د انسان طبيعت وحشي دی، د قانون مخالفت، د اصولو ماتول، د حقايقو تر پښو لاندې کول.. خوښوي، په دغسې وخت کې انسان ته بايد داسې قوانين وضع شي چې دی په کې محدود کړي او له شره يې منع کړي.

دېموکراسۍ هر ډول موانع له منځه يوړل، دين يې خرافات وبلل، اخلاقيات يې د انسانانو بې ځايه تخيلات وګڼل، ځکه اوس په دې ورو ورو پوهېږي چې موږ سم نظام نه دی انتخاب کړی او دېموکراسي مطلق حق نه دی!

لیکوال: زاهد جلالي- کالم: بغاوت- نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x