نظــر

په جهاد کې د طاغوتي نظام د نسکورولو اهمیت

ابن مبارک احمدزی

جهاد په اسلام کې یوه فریضه ده،د فریضې برسېره د اسلام د غره هسکه او لوړه څوکه ده،جهاد یو سپېڅلی مأموریت دی،په جهاد  کې د مسلمانانو عزت او عظمت خوندي دی،جهاد د یوه سیاسي پروسیجر اسلامي نوم دی،جهاد یوازې د وسلو او باروتو تر استعمال  نه دی محدود،د جهاد اهداف او ارزښتونو معلوم او تغیر نه منونکي دي،جهاد کې مرګ،شهادت او اسارت شته او دا ټول به د یوه سوچه اسلامي نظام په ټیګښت په بیه  تمامیږي،د نړۍ معاصرو ټولنپوهانو دا خبره منلې ده چې په اسلام کې دفاعي جهاد د تمدن تر ټولو ښه تمثیل دی،دفاعي جهاد د انسانانو د علیا حقوقو د خوندیتابه ښه کړنچاره ده،دا په نړۍ کې معمول دی چېرته چې نظم وي هلته نظام هم شته او هر نظام یو ناظم لري. د نړۍ پر مخ د انسان د ژوندانه له پیله او د تولید  د وسایلو،خوراک،څښاک او ښکار د اسبابو له منځ ته راتلو وروسته بشري ټولنه رامنځته شوه،دغې بشري ټولنې د وخت په تېرېدو سره د پام وړ پرمختګ وکړ،انسانان اړ شول چې د ژوند له پاره یو ښه مناسب ځای راپيدا کړي.تر دې چې د قرآن عظیم الشأن له ارشاد سره سم انسانان په شعبو شعبو او قبیلو قبیلو ووېشل شول.

په انسانانو کې د ځان د دفاع مکانیزم وده وکړه،وروسته د مال او پانګې د خوندیتابه او یا د شهرت غوښتنې له وجې انسان جنګ او جګړې ته مخه کړه.دا جګړه به یا مشروع وه یا نه په دې باندې بحث نه کوو…

راځو خپل اصلي مطلب ته، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله په مکه مکرمه کې په پیغمبرۍ باندې مبعوث شو له لنډې مودې وروسته د مکې د مشرکانو له بد چال چلند سره مخ شو او بې حده سختۍ او ستونزې ورباندې تېرې شوې،کلابندي،لوږه او تنده يې عمده ستونزې وې. پیغمبر صلی الله عليه وسلم پوره ديارلس کاله د مکې دمشرکانو هر ډول زور او زیاتی په ځان ومانه او صبر یې وکړ.وروسته چې کله مدينې منورې ته هجرت کوي نو الله تعالی جهاد په مؤمنانو فرض ګرځوي.مسجد نبوي د اسلامي لښکر د سوق او ادارې د عمومي مرکز حیثیت لاره،په دغه مسجد کې مخصوصې ستنې وې چې کټ مټ د یوه نظام په څېر به یې فعالیتونه ترسره کول. د رسول عليه السلام سیرت کې لولو چې هغه به د هرې فریضې اختتام په احسن ډول سره کاوه،جهاد هم یو داسې فرضي عمل دی چې تر نورو عباداتو ډېرې باریکیانې لري.

د روسانو د یرغل پر مهال چې کله په افغانستان کې جهاد پيل شو موږ وليدل چې د روسانو له وتلو سره جهاد و نه درېده،بلکې تر هغه پورې يې دوام وکړ څو د روسانو ګوډاګی او اجیر نظام هم له منځه لاړ،دا چې وروسته بیا څه وشول هغه ځانته جلا خبره ده،اصلي خبره دا ده چې بهرنۍ پديدې او دینونه کله د نظریې په شکل کې وي او کله د افرادو او یا هم د نظام په شکل کې،امریکایانو چې پر افغانستان باندې یرغل کړی دی،له هم هغې ورځې يې د خپل اشغال د تداوم له پاره یو ګوډاګی نظام را منځته کړی،او د یاد اشغال په ريښتیني تداوم کې واقعا چې داسې ګوډاګي نظامونه ډېر مؤثر واقع کېږي.

دخبرو خلاصه مو داسې ده چې جهاد په اوس مهال کې فرض عین دی،او په قرآن عظیم الشان کې يې پای د فتنې تر پای ته رسېدو پورې مقید شوی دی،یعنې د نظامونو پر وړاندې تر هغه پورې وجنګېږئ چې فتنه پاتې نه شي او ټول دین د الله له پاره شي،بنا دا نظر غلط او ناسم دی چې د بهرنیانو له وتلو سره به د طالبانو وسله واله مبارزه او جهاد ودرېږي،دا مبارزه به تر هغه پورې روانه وي چې هول دین د الله له پاره نه وي ګرځېدلی او د اشغال هېڅ اثر پاتې نه وي.هغه کسان چې په دې اند دي چې ګواکې که امریکایان له افغانستانه ووتل بیا به طالبان له جنګه لاس په سر شي بیا به هم موږ یو او همدا گرمه دموکراسي به وي،نه! داسې نه ده،جهاد د طاغوتي نظام بېخ او بنیاد باسي او هېڅ اثر یې نه مني،خبره یوازې د امریکایانو تر نظامي حضوره نه ده محدوده،بلکې د امریکایانو په خوښه او د امریکایانو له طرحي سره سم د جوړ شوي اجیر او طاغوتي نظام تر بشپړ نسکورولو پورې به دا لړۍ دوام مومي.د امریکایانو وتل حتمي دي ان شاء الله،یا نن یا سبا خو وتل یې حتمي دي،خو د غرب څخه را پارسل شوي تالي څټي دي سر په دې خبره ښه خلاص کړي چې تر څو د اسلام له اساساتو سره سم او د خلفای راشدینو په نقش قدم برابر اسلامي نظام درباندې و نه وینو و الله که یوه شېبه هم د آرام ساه رانه واخلې، هو!

اسلامي نظام،ته یې پېژنې؟ هغه نظام دی چې نن دا چوپه چوپه ځوانان یې د راتللو او نفاذ له پاره په سر سودا کوي.

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x