افغانستان

کابل او بامیانو کې پر پولیسو چاودنې شوې

نن ټکی آسیا: نن له غرمې مخکې څه باندې یوولس بجې د کابل ښار د مشهور ځای پل خشتي جومات سره نږدې د پولیسو پر یوه رینجر باندې د سريښ شوې ماین چاودنې د پولیسو موټر په بشپړه توګه تخریب کړی.
د پېښي عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې اوه تنه ټپيان شو يدي.

د کابل د امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي وويل چې ياد رينجر د کورنيو چارو وزارت پورې اړوند دی . د نوموړي په خبره په دې چاودنه کې چاته زيان نه دی اوښتی يوازې د پوليسو موټر پکې ويجاړ شوی دی.
د یادونې وړ ده چې په روانه اونۍ کې په پلازمېنه کابل کې د دا درېیمه زوروره چاودنه ده چې رامنځته کېږي.
د یو بل خبر له مخې، په بامیانو ولایت کې د بودا له نړېدلې مجسمې او د بامیانو د امنیتي حوزې سره په خوا کې درنه چاودنه شوي.
نن ټکی آسیا ته را رسېدلی خبر کاږي، چې چاودنه سهار په ۹ بجې او دېرش دقیقو رامنځته شوه.
د بامیانو د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي آمر محمد حسن حبیبي د پېښي پخلی وکړ؛خو د تلفاتو په باب یې له څه ویلو ډډه وکړه.
د ځايي امنیتي چارواکو په وینا د برید هدف نه دی روښانه شوی، سېمه اوس هم تر محاصرې لاندې ده او د دوی پلټنې روانې دي.

که څه هم په بامیانو کې د نننۍ چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخستې، خو په تېر کې د هېواد په دې نسبتاً ارام ولایت کې هم پر بهرنیو او افغان ځواکونو د طالبانو له لوري د ځمکنیو ماینونو او مخامخ نښتو خبرونه ورکول شوي.
طالبانو تر دې دمه د دې غبرګو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x