
د اسرائیلو لومړی وزیر په ناڅاپي سفر اردن ته لاړ
نن ټکی آسیا:د اسرائیلو لومړی بنیامن نتن یاهو اردن ته په نااعلان شوي او یوه ناڅاپي سفر تللی او هلته یې د اردن له پاچا دویم عبدالله سره لیدنه-کتنه کړې.
د عربي خبري سرچېنو په استناد، نوموړي د اردن له پاچا سره د خبرو اترو په ترڅ کې د منځني ختیځ په تازه حالاتو سربېره د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د مذاکراتو په پرمختګونو، لاسته راوړنو او پر وړاندې پرتو ننګونو بحث وکړ.
د دواړو هېوادونو ترمنځ ورته لیدنې-کتنې کم ساري او ډېر لږ پېښي شوي.
د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د سولې د هڅو د چټکتیا او لاسته راوړنو لامل سېمي ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري وروستی سفر او پر اسرائیلو د مذاکراتو لپاره اچول شوي فشارونه بلل کېږي.
تر اوسه دا جوته نه ده چې اردن ته د اسرائیلو د لومړي وزیر دا سفر د جان کیري د وروستیو هلو-ځلو پایله ده او که د نوموړي شخصي اقدام دی.
خو تر دې مهاله د اردن،اسرائیلو او فلسطین چارواکو په رسمي توګه د نوموړي سفر ته کوم غبرګون نه دي ښودلی.