
د درې ځوانانو له پنده ډکه کيسه
ژباړن: فضل باري مشفق
درې ځوانان چې له هيواده بهر په يوه سفر تللي وو، په يوه ۷۵ پوړيز تعمير کې يې د شپې د تېرولو له پاره اطاق ونيوه، چې د دوی اطاق په ۷۵ منزل کې و.
د تعمير مسؤلينو او چوکيدارانو دغو مسافرو ته د اوسېدو خپل اصول وړاندې کړل او ورته يې وويل چې تاسو د ورځې ګرځئ او د شپې له لسو بجو څخه مخکې بايد خپل د اوسېدو اطاق ته ځانونه راورسوئ او له لس بجو وروسته به د دغې تعمير لفټ( بريښنايي زينه) بنديږي، بيا به خپل اطاق ته ختل درته ستونزمن وي، د تعمير چوکيدار ورته وويل چې لفټ به له بندېدو وروسته به په هيڅ ډول د شپې نه خلاصيږي ددې له پاره لازمه ده چې په وخت خپل ځانونه خپل استوګن ځايونو ته راورسوئ.
په لومړۍ ورځ دغه ملګري په خپل وخت (لس بجې) خپلو اطاقونو ته راورسېدل؛ خو په دوهمه ورځ په ۱۰:۰۵ دقيقې تعمير ته راورسېدل چې ګوري لفټ بند دی او دوی نه شي کولای چې خپل اطاق ته چې په ۷۵ منزل کې دی په لفټ کې پورته شي.
دوی ته يوازې په زينو د ختلو لاره ورپاتې وه، هماغه و چې خپل اطاق ته يې په زينو د ختلو له پاره اراده وکړه.
له دغو دريو ملګرو څخه يې يوه وويل چې دغه اوږد او ستونزمن سفر به ستونزمن وي چې په خاموشۍ سره يې سر ته ورسوو، نو په کار ده چې د سفر د اسانتيا له پاره ټول يو بل ته په نمبر نمبر کيسې وکړو ترڅو د سفر په ستړيا پوی نه شو.
ټولو په دې موافقه وکړه او ويې ويل چې دغه ۷۵ منزلونه به په ۳ برخو وويشو او هر يو به يې په ۲۵ منزلو کې په نوبت سره کيسې کوي.
لومړي ملګري يې وويل چې زه به اوس درته يو څه د ټوکو ټکالو کیسې وکړم ترڅو تاسو ټول ترې خوند واخلئ.
هماغه و چې درې واړه په خندا او خوشالۍ يو په بل پسې کیسې اورېدلې او خندل یې.
کله چې ۲۵ منزل ته ورسېدل نو دوهم ملګري يې وويل زه به اوس درته رښتينې کيسې وکړم، هغه خپلو کيسو ته دوام ورکړ او کله چې ۵۰ منزل ته ورسېدل دريم ملګري يې ورته وويل چې اوس به زه درته غمجنې او دردونکې کيسې وکړم، هغه خپلو غمجنو کیسو ته دوام ورکړ او د خپل منزل په لوري روان وو، تر دې پورې چې درې واړه ستړي ستړي د خپل اطاق دروازې ته ورسېدل.
اطاق ته په رسېدو دريم وويل چې زموږ د ژوند تر ټولو غمجنه کيسه دا ده چې موږ د خپل اطاق کيلي لاندې د تعمير چوکيدار سره پريښې ده او موږ درلته راغلو.
دا خبر يې چې واورېدله درې واړه سخت خفه او پريشان شول.
عبرت
په دې کيسه کې زموږ له پاره ډير عبرت دی، هغه دا چې موږ د خپل ژوند ۲۵ کلونه په خنداګانو لهولعب او لوبو تير کړو، ورپسې ۲۵ کلونه د واده، بچيانو او دوی ته د رزق په ګټلو کې او کله چې مو عمر ۵۰ کلونو ته ورسيږي نو د پاتې ژوند ۲۵ کلونه مو د مرګ او له دنيا څخه د رخصتېدو کلونه وي چې رسول الله (ص) فرمايلي دی.(عن أبي هريرة أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال أعمار أمتي ما بين الستين إلى السبعين وأقلهم من يجوز ذلك۔(ابن ماجة)
ژباړه: له ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی وايي چې رسول الله (ص) فرمايلي دی چې زما د امت عمر به د ۶۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ وي، او زما د امت ډير کم خلک به له دغه عمر نه پورته عمر لري.
د بوډا توب عمر له ډېرو مشکلاتو، ناروغيو او د بچیانو او نورو غمونو کې تيريږي، تر دې چې انسان کله د اخرت تر دروازې ورسيږي نو بيا ورته احساس وشي چې ما خو هغه څه چې د اخرت له پاره کول په کار وو، ټول هير کړي دي.
څوک چې رښتينی منزل پيژني هغه خپل سفر په غفلت سره نه ترسره کوي، مګر د خپل سفر ټولو لوړو ژورو ته فکر کوي.