شعـــــرونه

د منصور فلسفه/ محمد نعیم افغان زوي

محمد نعيم افغان زوی

حقه ناره وهي د دار او سپین دستور فلسفه
لا هم ژوندۍ ده هم خوږه ده د منصور فلسفه

کاش چې تکرار وایې د ژوندون وی د منصور فلسفې
موږ به له ربه هر ځل غوښته د حضور فلسفه

دا فلسفه به نه ختمېږي تر قیامته پورې
وړې به له ځان سره په هر عصر کې نور فلسفه

چې وصل شوي په ژوندون په فلسفه د منصور
هغو په ژوند کړه اختیار د پاک منشور فلسفه

که انځورګره جوړوې په حقه عکس تاریخ ته
نو د منصور له ژونده واخله د انځور فلسفه

داسې یو عصر را روان دی چې به حق غالب وي
هلته به هم وي د یو دروند امام ظهور فلسفه

منصور په خپله فلسفه کې تکبر مات کړی
نه وه په ژوند کې د منصور د هیڅ غرور فلسفه

چې حق قاضي وي هم دې دار وي د منصور په مسیر
زما افغانزوي ده ډېره خوښه د شعور فلسفه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x