كندهار: په غلچکي برید کي د ولایتي شوری غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (يكشنبه، سلواغه ۲۴، ۱۳۹۵ل):د کندهار ولایت په سرحدي ولسوالۍ بولدک کي د روزګان د ولایتي شوری یو تن غړی وژل شوی.

له راپورونو سره سم نن سهار ۶ بجې د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کي وسلوالو کسانو د روزګان ولایت د ولایتي شوری غړی (قومندان زین الله ) په غلچکي برید کي وواژه. له پېښي وروسته برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائید کړې او ویلي يې دي چي پولیس هڅه کوي چي برید کوونکي ونیسي.

طالبانو رسنیو ته په لېږل شوي خبر پاڼه کي د قومندان زین الله د وژل کېدو پړه منلې ده او ویلي يې دي چي نوموړی د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق نيژدې کس و.
د یادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي د کندهار ښار په مرکز او نورو سیمو کي هدفي بریدونه زیات شوي دي، پرون ورځ ماسپښین مهال هم په کندهار ښار کي د خوست ولایت د امنیه قومندان مرستیال (محمد یعقوب ) د طالبانو له لوري په چریکي برید کي په نښه شو او د همدې ورځي په مازدیګر د پولیسو په موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د