افغانستان

دیپلوماتیک نزاکتونه: هند-امریکا ترینګلې اړیکي او د «کمزوري‌هېواد» «کمزوری» سفیر

تېره میاشت د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د نیویارک‌ښار پولیسو د هندوستان د کونسلي چارو مرستیاله، دویاني خوبراگادي ونیوله او له دوو اوونيو بند وروسته یې د «دیپلوماتیک خوندیتوب» لرلو له امله پرېښوده. ویل کېږي، چې د نیول کېدو پر مهال د دې هندي دیپلوماتې لاسونو ته دست‌بندونه اچول شوي، بربنډه شوې او بیا یې تالاشي کړې ده. دا هندي دیپلوماته له هغې وروسته ونيول شوه، چې پر هغې تور پورې شو چې خپلې کورنۍ خادمې «سانگیتا ریچارد» ته له معمول ډېره کمه مزدوري ورکوي او د دې لپاره یې جعلي ويزه اخیستې ده. 

دې چارې د هند و امریکا دیپلوماتیکي اړیکي ډېر ترینګلي کړل. له ۱۹۹۸م راهیسې، چې هند اتومي ازموینې ترسره کړې، دا لومړی ځل دی، چې د دوو هېوادونو اړیکي خرابېږي. د مېرمن خوبراګادي د نیول کېدو او بیا تالاشي کېدو خبر، د هندیانو غوسه راوپاروله او د هند حکومت یې اړوېست چې د امریکا د دې کړنې پر وړاندې توند غبرګون وښيي.

هند د امریکا د دې دیپلوماتیکي بې‌نزاکتۍ له امله له امریکا وغوښتل، چې له نوي ډیلي خپل داسې دیپلومات چې د آغلې خوبراګادي سره سیال وي، امریکا ته وروغواړي. هند پر دې بسنه ونه کړه او په ډیلي کې يې د امریکا د سفارت له مخې امنیتي خنډونه لرې کړل او هند ته یې له راغلي امریکايي پلاوي سره لیدنه رد کړه. د امریکايي سفارت له کارکوونکو يې وغوښتل، چې کلب، رسټورانټ او د ټېنس لوبغالی وتړي. پر امریکايي سفارت یې بیر او نور الکولي مشروبات بند کړل. دا هم ویل شوي، چې هندي چارواکو له یوه امریکايي استازي سره سوړ چلن کړی. د دغو درینګلتیاوو په دوام کې انرنسټ مونیز، د امریکا د انرژۍ وزیر هند ته خپل سفر لغوه کړ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو وویل، چې دا سفر به «په یوه مناسب» وخت کې ترسره شي.

په دیپلوماتیکو اړیکو کې له شک پرته چې ګټې ټاکونکی ارزښت لري، مګر دیپلوماتیک نزاکت او دیپلوماتیک حیثیت هغه څه دي، چې د یوه هېواد او ملت د پت او عزت ښکارندويي کوي. په دیپلوماتیکو اړیکو کې ډېر معمولي نزاکتونه هم کولای شي، چې د دوو هېوادونو اړیکي ترينګلې، بلکې آن پرې کړي. د ۲۰۱۰م کال په ډسمبر کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې سفیر احضار کړ. د ناستې پر مهال يې ترکي سفیر سره نه دیپلوماتیکه مسکا وکړه، نه یې لاس ورکړ او بیا یې د ترکیې سفیر پر کوچنۍ څوکۍ کېناوه. د مېز پر سر د اسراییلو بيرغ ولاړ و او د ترکیې نه و. د اسراییلو دا کار د دې لامل شو چې ترکي لومړی وزیر رجب طیب اردوغان له اسراییلو خپل سفیر راوغواړي او له اسراییلو څخه د رسمي بښنې غوښتنه یې وکړه. دا پېښه د ترکیې او اسراییلو د اړیکو د خرابېدو پیل و، چې بیا تر دې مهاله هېڅ کله هم د دغو دوو هېوادونو اړیکي بېرته خپل عادي حالت ته راونه ګرځېدې.

د ۲۰۱۱م کال د امریکا او پاکستان په اړیکو کې تر ټولو بد کال و. د دې کال په پیل کې، د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه د رېمنډ ډیوس په نامه د «سي‌آی‌اې» یوه جاسوس درې پاکستانيان ووژل. ډیوس د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو. دې کار د امریکايي چارواکو غوسه راوپاروله. د بهرنیو چارو له وزیرې تر ولسمشر اوباما پورې لوړ پوړو چارواکو د دې پېښې په تړاو توند غبرګون وښوده. دې چارواکو پاکستان ګواښه، چې ستراتیژیکي خبرې اترې به ورسره وځنډوي او خپلې مرستې به ورسره بندې کړي. امریکايي چارواکو استدلال کاوه، چې ډیوس له «دیپلوماتیک خوندیتوبه» برخمن دی او د پاکستان له خوا د ريمنډ ډیوس نیونه د «دیپلوماتیکي اړیکو په باب د ویانا ۱۹۶۳کنوانسیون» څخه سرغړونه ده. هغه مهال شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و. قريشي د امریکایانو دا خبره رد کړه، چې ګواکې ډیوس دیپلومات و او له «دیپلوماتیکو امتیازاتو» برخمن و. دا لانجه د پاکستان او امریکا ترمنځ ډېره توده شوه. قريشي پر خپل دریځ ټینګار کاوه. امریکا د جنورۍ په ۲۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د خپلو دیپلوماتانو یو نوملړ ورکړ چې پنځم نوم په کې د ريمنډ ډیوس و. په داسې حال کې چې امریکايي سفارت پاکستاني حکومت ته د ډیوس له پېښې وړاندې د خپلو دیپلوماتانو نوملړ ورکړی و چې د ډیوس نوم په کې نه و. دې پېښې د پاکستان حکومت کې دننه اختلافات راوټوکول. ولسمشر زرداري د قريشي له دریځ سره مخالف و. قريشي وویل، چې آغلې هيلري کلنټن سره به په خپله لیدنه کې هغې ته داسې لاسوندنه وښيي، چې ثابتوي ډیوس دیپلومات نه دی او دیپلوماتیک امتیازات نه شي لرلای، مګر قريشي وروسته وویل، چې زرداري له دې کاره منع کړم. د ریمنډ ډیوس لانجه په داسې ډول پای ته ورسېده چې د مارچ په ۱۱مه نېټه له بنده د «دیت» له ورکولو وروسته ازاد شو. د امریکا حکومت دا راز هم رسوا کړ، چې د دیت پیسې دوی نه دي ورکړي. شاه‌محمودقریشي د حکومت له دې ذلیل دریځ سره مخالف شو او د بهرنیو چارو وزارت یې پرېښود. قریشي تېره اوونۍ په یوه بحث کې، چې د هند-امریکا د دیپلوماتیکې ستونزې په تړاو غږېده وویل: «د هند حکومت دریځ ستایم او دا یې یو پتمن دریځ ګڼم». قريشي زیاته کړه: «زما اصولي دریځ و، ما وزارت پرېښود».  

د دیپلوماتیکو اړیکو په باب د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۱) د اپرېل په ۱۸مه نېټه د خپلواکو هېوادونو له خوا تصویب شو. دا کنوانسیون ۵۳مادې او ۲پروټوکولونه لري. د ديپلوماتیکو اړیکو په باب د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۳) پر بنسټ دولتونه په خپل هېواد کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او دیپلوماتانو د ساتنې او خوندیتوب پړه پر غاړه لري. د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدا دا اړتیا رامنځ ته کړه، چې دغسې یو ټولمنلی کنوانسیون رامنځ ته شي تر څو دولتونه په خپل هېواد کې د نورو له مامورینو سره د چال چلن پر مهال یو شمېر اصول په پام کې ونیسي، لکه څنګه چې دوی له نورو هېوادونو هیله‌من دي، چې د دوی له مامورینو سره یې وکړي. په دې کنوانسیون کې د سفارت کارکوونکي په درېوو ډلو وېشل شوي: سیاسي کارمندان، فني او اداري کارمندان او د مامورینو خدمه. لومړنۍ ډله چې سفیر يې برخه ګڼل کېږي، دیپلومات پېژندل کېږي او د سیاسي پاسپورټ لرونکی دی، له سیاسي خوندیتوب او نورو امتیازاتو او مزایاوو برخمن دی.

د کونسولي اړیکو په باب د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۳) بیا د کونسلرانو امتیازات او مزایا څرګندوي. کونسلر معمولاً په بهرني هېواد کې له سفارته بهر دنده ترسره کوي او دوې چارې پر مخ وړي: په کوربه هېواد کې د خپلو وطن‌والو د ګټو ساتنه او د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته وده ورکول. په داسې حال کې چې کونسلر دیپلومات نه ګڼل کېږي، مګر د دې کنوانسیون سره سم، د کونسلي او دیپلوماتیک خوندیتوب له امتیازه برخمن دي. دا کنوانسیون د نړۍ د ۱۷۶هېوادونو له خوا منظور شو. 

له دې پېښو سره جوخت ملا عبدالسلام ضعیف رایاد شو. ښاغلی ضعیف په ۲۰۰۱م کال اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر و. کله چې د طالبانو حکومت د امریکایانو له خوا نسکور شو، پاکستان د ښاغلي ضعیف نه سیاسي پاسپورټ په پام کې ونیو او نه هم د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۱) او افغان سفیر یې لاس‌تړلی په امریکایانو وپلوره. پر دې ذلیلې معاملې آن ځینو پاکستاني خپلواکو لیکوالو هم له افغانانو بښنه غوښتې او د خپل هېواد دا سپک چلن یې غندلی. ځوروونکې دا ده، چې هغه مهال امریکا هم دا ونه ویل، چې په دې کار خو د ویانا له کنوانسیونه صریحه سرغړونه ده. کله چې د یو بام او دوه هوا چلن ته انسان ځیر شي، دې پایلې ته رسېږي، چې لا هم پر نړۍ د ځنګله قانون واک چلوي. امریکا خپل مجرم جاسوس ته د ویانا کنوانسیون پر بنسټ «دیپلوماتیک خوندیتوب» غوښته، مګر یوه بې‌ګناه افغان سفیر يې بیا د ویانا کنوانسیون په رڼا کې د دې مستحق هم نه باله چې بندي نه شي، ونه کړول شي او ونه‌ځورول شي. ملا عبدالسلام ضعیف د یوه «کمزوري‌هېواد» «کمزوری» سفیر و، کنه ولې د یوه هېواد معلوم جاسوس چې پاکستانیان یې وژلي، د پاکستان له بودیجې ورته دیت ورکول کېږي او خوشې کېږي، مګر افغان سفیر چې هېڅ پاکستاني ته یې د زیان رسولو خیال هم نه درلود، نیول کېږي او لاس‌تړلی خرڅېږي.

ښاغلي ضعیف سره حتا د یوه انسان چلن هم ونشو. پر ملا ضعیف چې څه تېر شوي «د ګوانتانامو انځور» کې پرې مفصل بحث شوی. د کرزي حکومت یا دلته په کابل کې پاکستان ضد(؟) کړيو کله هم د پاکستان دغه سپک چلن ونه غانده. ضعیف که دوی سره مخالف هم و، خو افغان سفیر و، د افغانستان دیپلومات و، د ضعیف سپکه د افغانستان سپکه وه او عزت یې د افغانستان عزت و. که څه هم لا کومې محکمې د پاکستان پر یادې کړنې څه نه دي ویلي، مګر د ښاغلي ضعیف «د ګوانتانامو انځور» په نړۍ کې په کافي اندازه پاکستان معرفي کړ.

کله هم چې په افغانستان کې یو رښتینی ملي حکومت منځ ته راځي، د دې سپکاوي پوښتنه باید وکړي او لږ تر لږه پاکستاني حکومت دې ته اړباسي چې له افغان سفیر سره د خپل حکومت سپک چلن و غندي او رسمي بښنه وغواړي.

لیکوال: ذاکر جلالي- کالم: تم شه! – نن ټکی آسیا

دیپلوماتیک نزاکتونه: هند-امریکا ترینګلې اړیکي او د «کمزوري‌هېواد» «کمزوری» سفیر

ذاکر جلالي

تېره میاشت د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د نیویارک‌ ښار پولیسو د هندوستان د کونسلي چارو مرستیاله، دویاني خوبراگادي ونیوله او له دوو اوونيو بند وروسته یې د «دیپلوماتیک خوندیتوب» لرلو له امله پرېښوده. ویل کېږي، چې د نیول کېدو پر مهال د دې هندي دیپلوماتې لاسونو ته دست‌بندونه اچول شوي او بیا یې لوڅه تالاشي کړې ده. دا هندي دیپلوماته له هغې وروسته ونيول شوه، چې پر هغې تور پورې شو چې خپل کورنۍ خادمه «سانگیتا ریچارد» ته له معمول ډېره کمه مزدوري ورکوي او د دې لپاره یې جعلي ويزه اخیستې ده.  دې چارې د هند و امریکا دیپلوماتیکي اړیکي ډېر ترینګلي کړل. له ۱۹۹۸م راهیسې، چې هند اتومي ازموینې ترسره کړې، دا لومړی ځل دی، چې د دوو هېوادونو اړیکي خرابېږي. د مېرمن خوبراګادي د نیول کېدو او بیا تالاشي کېدو خبر، د هندیانو غوسه راوپاروله او د هند حکومت یې اړوېست چې د امریکا د دې کړنې پر وړاندې توند غبرګون وښيي.

هند د امریکا د دې دیپلوماتیکي بې‌نزاکتۍ له امله له امریکا وغوښتل، چې له نوي ډیلي خپل داسې دیپلومات چې د آغلې خوبراګادي سره سیال وي، امریکا ته وروغواړي. هند پر دې بسنه ونه کړه او په ډیلي کې يې د امریکا د سفارت له مخې امنیتي خنډونه لرې کړل او هند ته یې له راغلي امریکايي پلاوي سره لیدنه رد کړه. د امریکايي سفارت له کارکوونکو يې وغوښتل، چې کلب، رسټورانټ او د ټېنس لوبغالی وتړي. دا هم ویل شوي، چې هندي چارواکو له یوه امریکايي استازي سره سوړ چلن کړی. د دغو درینګلتیاوو په دوام کې انرنسټ مونیز، د امریکا د انرژۍ وزیر هند ته خپل سفر لغوه کړ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو وویل، چې دا سفر به «په یوه مناسب» وخت کې ترسره شي.

په دیپلوماتیکو اړیکو کې له شک پرته چې ګټې ټاکونکی ارزښت لري، مګر دیپلوماتیک نزاکت او دیپلوماتیک حیثیت هغه څه دي، چې د یوه هېواد او ملت د پت او عزت ښکارندويي کوي. په دیپلوماتیکو اړیکو کې ډېر معمولي نزاکتونه هم کولای شي، چې د دوو هېوادونو اړیکي ترينګلې، بلکې آن پرې کړي. د ۲۰۱۰م کال په ډسمبر کې د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې سفیر احضار کړ. د ناستې پر مهال يې ترکي سفیر سره نه دیپلوماتیکه مسکا وکړه، نه یې لاس ورکړ او بیا یې د ترکیې سفیر پر کوچنۍ څوکۍ کېناوه. د مېز پر سر د اسراییلو بيرغ ولاړ و او د ترکیې نه و. د اسراییلو دا کار د دې لامل شو چې ترکي لومړی وزیر رجب طیب اردوغان له اسراییلو خپل سفیر راوغواړي او له اسراییلو څخه د رسمي بښنې غوښتنه یې وکړه. دا پېښه د ترکیې او اسراییلو د اړیکو د خرابېدو پیل و، چې بیا تر دې مهاله هېڅ کله هم د دغو دوو هېوادونو اړیکي بېرته خپل عادي حالت ته راونه ګرځېدې.

 

د ۲۰۱۱م کال د امریکا او پاکستان په اړیکو کې تر ټولو بد کال و. د دې کال په پیل کې، د جنورۍ پر ۲۷مه نېټه د رېمنډ ډیوس په نامه د «سي‌آی‌اې» یوه جاسوس درې پاکستانيان ووژل. ډیوس د پاکستاني ځواکونو له خوا ونیول شو. دې کار د امریکايي چارواکو غوسه راوپاروله. د بهرنیو چارو له وزیرې تر ولسمشر اوباما پورې لوړ پوړو چارواکو د دې پېښې په تړاو توند غبرګون وښوده. دې چارواکو پاکستان ګواښه، چې ستراتیژیکي خبرې اترې به ورسره وځنډوي او خپلې مرستې به ورسره بندې کړي. امریکايي چارواکو استدلال کاوه، چې ډیوس له «دیپلوماتیک خوندیتوبه» برخمن دی او د پاکستان له خوا د ريمنډ ډیوس نیونه د «دیپلوماتیکي اړیکو په باب د ویانا ۱۹۶۳کنوانسیون» څخه سرغړونه ده. هغه مهال شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و. قريشي د امریکایانو دا خبره رد کړه، چې ګواکې ډیوس دیپلومات و او له «دیپلوماتیکو امتیازاتو» برخمن و. دا لانجه د پاکستان او امریکا ترمنځ ډېره توده شوه. قريشي پر خپل دریځ ټینګار کاوه. امریکا د جنورۍ په ۲۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د خپلو دیپلوماتانو یو نوملړ ورکړ چې پنځم نوم په کې د ريمنډ ډیوس و. په داسې حال کې چې امریکايي سفارت پاکستاني حکومت ته د ډیوس له پېښې وړاندې د خپلو دیپلوماتانو نوملړ ورکړی و چې د ډیوس نوم په کې نه و. دې پېښې د پاکستان حکومت کې دننه اختلافات راوټوکول. ولسمشر زرداري د قريشي له دریځ سره مخالف و. قريشي وویل، چې آغلې هيلري کلنټن سره به په خپله لیدنه کې هغې ته داسې لاسوندنه وښيي، چې ثابتوي ډیوس دیپلومات نه دی او دیپلوماتیک امتیازات نه شي لرلای، مګر قريشي وروسته وویل، چې زرداري له دې کاره منع کړم. د ریمنډ ډیوس لانجه په داسې ډول پای ته ورسېده چې د مارچ په ۱۱مه نېټه له بنده د «دیت» له ورکولو وروسته ازاد شو. د امریکا حکومت دا راز هم رسوا کړ، چې د دیت پیسې دوی نه دي ورکړي. شاه‌محمودقریشي د حکومت له دې ذلیل دریځ سره مخالف شو او د بهرنیو چارو وزارت یې پرېښود. قریشي تېره اوونۍ په یوه بحث کې، چې د هند-امریکا د دیپلوماتیکې ستونزې په تړاو غږېده وویل: «د هند حکومت دریځ ستایم او دا یې یو پتمن دریځ ګڼم». قريشي زیاته کړه: «زما اصولي دریځ و، ما وزارت پرېښود».  

د دیپلوماتیکو اړیکو په باب د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۱) د اپرېل په ۱۸مه نېټه د خپلواکو هېوادونو له خوا تصویب شو. دا کنوانسیون ۵۳مادې او ۲پروټوکولونه لري. د ديپلوماتیکو اړیکو په باب د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۳) پر بنسټ دولتونه په خپل هېواد کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او دیپلوماتانو د ساتنې او خوندیتوب پړه پر غاړه لري. د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدا دا اړتیا رامنځ ته کړه، چې دغسې یو ټولمنلی کنوانسیون رامنځ ته شي تر څو دولتونه په خپل هېواد کې د نورو له مامورینو سره د چال چلن پر مهال یو شمېر اصول په پام کې ونیسي، لکه څنګه چې دوی له نورو هېوادونو هیله‌من دي، چې د دوی له مامورینو سره یې وکړي. په دې کنوانسیون کې د سفارت کارکوونکي په درېوو ډلو وېشل شوي: سیاسي کارمندان، فني او اداري کارمندان او د مامورینو خدمه. لومړنۍ ډله چې سفیر يې برخه ګڼل کېږي، دیپلومات پېژندل کېږي او د سیاسي پاسپورټ لرونکی دی، له سیاسي خوندیتوب او نورو امتیازاتو او مزایاوو برخمن دی.

د کونسولي اړیکو په باب د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۳) بیا د کونسلرانو امتیازات او مزایا څرګندوي. کونسلر معمولاً په بهرني هېواد کې له سفارته بهر دنده ترسره کوي او دوې چارې پر مخ وړي: په کوربه هېواد کې د خپلو وطن‌والو د ګټو ساتنه او د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته وده ورکول. په داسې حال کې چې کونسلر دیپلومات نه ګڼل کېږي، مګر د دې کنوانسیون سره سم، د کونسلي او دیپلوماتیک خوندیتوب له امتیازه برخمن دي. دا کنوانسیون د نړۍ د ۱۷۶هېوادونو له خوا منظور شو.

 له دې پېښو سره جوخت ملا عبدالسلام ضعیف رایاد شو. ښاغلی ضعیف په ۲۰۰۱م کال اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر و. کله چې د طالبانو حکومت د امریکایانو له خوا نسکور شو، پاکستان د ښاغلي ضعیف نه سیاسي پاسپورټ په پام کې ونیو او نه هم د ویانا کنوانسیون (۱۹۶۱) او افغان سفیر یې لاس‌تړلی په امریکایانو وپلوره. پر دې ذلیلې معاملې آن ځینو پاکستاني خپلواکو لیکوالو هم له افغانانو بښنه غوښتې او د خپل هېواد دا سپک چلن یې غندلی. ځوروونکې دا ده، چې هغه مهال امریکا هم دا ونه ویل، چې په دې کار خو د ویانا له کنوانسیونه صریحه سرغړونه ده. کله چې د یو بام او دوه هوا چلن ته انسان ځیر شي، دې پایلې ته رسېږي، چې لا هم پر نړۍ د ځنګله قانون واک چلوي. امریکا خپل مجرم جاسوس ته د ویانا کنوانسیون پر بنسټ «دیپلوماتیک خوندیتوب» غوښته، مګر یوه بې‌ګناه افغان سفیر يې بیا د ویانا کنوانسیون په رڼا کې د دې مستحق هم نه باله چې بندي نه شي، ونه کړول شي او ونه‌ځورول شي. ملا عبدالسلام ضعیف د یوه «کمزوري‌هېواد» «کمزوری» سفیر و، کنه ولې د یوه هېواد معلوم جاسوس چې پاکستانیان یې وژلي، د پاکستان له بودیجې ورته دیت ورکول کېږي او خوشې کېږي، مګر افغان سفیر چې هېڅ پاکستاني ته یې د زیان رسولو خیال هم نه درلود، نیول کېږي او لاس‌تړلی خرڅېږي. ښاغلي ضعیف سره حتا د یوه انسان چلن هم ونشو. پر ملا ضعیف چې څه تېر شوي «د ګوانتانامو انځور» کې پرې مفصل بحث شوی. د کرزي حکومت یا دلته په کابل کې پاکستان ضد(؟) کړيو کله هم د پاکستان دغه سپک چلن ونه غانده. ضعیف که دوی سره مخالف هم و، خو افغان سفیر و، د افغانستان دیپلومات و، د ضعیف سپکه د افغانستان سپکه وه او عزت یې د افغانستان عزت و. که څه هم لا کومې محکمې د پاکستان پر یاد دریځ څه نه دي ویلي، مګر د ښاغلي ضعیف «د ګوانتانامو انځور» په نړۍ کې په کافي اندازه پاکستان معرفي کړ. کله هم چې په افغانستان کې یو رښتینی ملي حکومت منځ ته راځي، د دې سپکاوي پوښتنه باید وکړي او لږ تر لږه پاکستاني حکومت دې ته اړباسي چې له افغان سفیر سره د خپل حکومت سپک چلن و غندي او رسمي بښنه وغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x