طالبان: امریکا د پخواني شوروي په برخلیک کې راښکېل ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۲۵، ۱۳۹۵ل): طالبانو له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د ماتې د ۲۸مې کلیزې د رارسېدو په مناسبت څرګندونې کړي او دا یې یوه تاریخ ورځ بللې ده.

رسنیو ته په لیږل شوې اعلامیه کې طالبانو ولس ته د شوروي یرغلګرو د ماتې مبارکي ورکړې او په ځانګړي ډول یې «د نوي امریکايي اشغال خلاف جنګیدونکي مجاهدین» د مبارکۍ وړ ګڼلي دي.

اعلامیه وايي چې پخوانی شوروي اتحاد په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن هیواد و، خو په افغانستان تر یرغل وروسته د افغان ولس د مقاومت په پایله کې ډیر ژر مات شو او دا هیواد د ګورباچوف په وینا، د شورویانو لپاره «ناسور ټپ» وګرځېد.

طالبان په افغانستان کې د امریکایانو اوسنی پوځي حالت د پخواني شوروي اتحاد له حالت سره ورته بولي او په امریکایانو غږ کوي چې د لا زیاتو تلفاتو د ګاللو پرځای د خپلې آبرومندانه انخلا په اړه فکر وکړي. اعلامیه زیاتوي:

«همدا اوس که دقیق وګورو امریکا په افغانستان کې کټ مټ په همداسې وضعیت کې ښکېله ده، لکه شورویان چې د خپل اشغال په وروستیو کلونو کې ورسره مخامخ وو. که د امریکا د سنا مجلس غونډې د وینا په مهال د امریکایي سرلښکر جنرال نکولسن وروستي اعترافات وارزوو نو دا نتیجه ترې راوځي چې امریکایان هم په دې باور دي چې امریکایي پوځ په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی؛ بلکې که ډیر څه وکړي یوازې دې ستړې کوونکي او له بن بست سره مخامخ ماموریت ته په داسې حال کې دوام ورکولای شي چې دامریکایانو په ځاني او مالي تلفاتو سربیره پرلپسې د امریکا حیثیت هم ورژوي».

د طالبانو اعلامیه وړاندې لیکلي چې که امریکایان له پخواني شوروي اتحاد څخه عبرت وانخلي او لا هم په جګړه ټینګار کوي، نو په وینا یې دا جګړه به ورته د تلفاتو او نړیوال اعتبار د بایللو په قیمت تمامه شي.

۲۸ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د افغانانو د وسلوال پاڅون په نتیجه کې له افغانستان څخه تېښتې ته اړ شول. د شوروي ځواکونو د وتلو لړۍ ۹ میاشتې په بر کې ونیولې او بالآخره یې د ۱۳۶۷هـ ش د دلوې په ۲۶مه وروستی عسکر د آمو په سیند پورې ووت.

په دغه څه کم لس کلن اشغال کې تر یو ملیون زیات افغانان شهیدان، ۳ میلیونه زخمیان، او ۵ ملیونه بهرنیو هیوادونو ته مهاجر شول. همدا راز تر ۱۴۰۰۰ زیات شوروي عسکر ووژل شول، تر ۵۰۰۰۰ نور یې ټپيان او ۳۳۰ تنه یې ژوندي لا درکه شول.

تبصرې (1)

  • د روسانو وخت کی به خلکو ویل چه روسان د فیل پښه ده ، څوک یی نه شی لیری کولی ، مګر افغانانو په هماغه اولو څو کلو کی په ډیرو کمو امکاناتو د الله ج په نصرت د فیل هغه پښه نه یوآخی لیری بلکه د تل د پاره یی تری تیمورلنګ جوړ کړو . هغه روس او هغه کمونستان چه اروبایانو او امریکایانو تری د اسمان ستورو ته پناه وړله . کله چه یی افغان زمریان ولیدل چه روسانو ته یی په همدی زمکه کی د ماتی ورکولو په حال کی دی د ګیدړانو به شان یی د زمریانو شکار خپل کړو د زمریانو مشران ( چه د نفس مقابل چهاد کی مات شوی وو ) یی په بیه رانیول سپیڅلی چهاد یی په سوړ جنګ بدل کړو یعنی ( د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی وو ) .
    له هغه وروسته چه هغه کیدړانو تش به نامه چهادی مشرانو ته وسلی او ډالری پیل کړی ، خلکو ویل چه روسان انګریزانو مات کړل یعنی د امریکایانو او انګریزانو په وسلو ، پونډونو او ډالرو مات شول . حتی دمسلمانانو زړه ته هم دغه خبره جوته شوه ، یعنی د خلکو د توحید په ودانی کی درزونه جوړ شول ، ځکه د الله ج د نصرت خالیګاه کفارو ډکه کړه ، یعنی شیطانانو روسان مات کړل . تاسی باور وکړی چه مونږ ته هم شکونه وزیږول شو .
    مګر د الله ج قدرت ته ګوره ، هغه غلامان مشرانو د ذلیلتیا ، غلامی او پلورنی په ډاګه کولو او شرمولو د پاره الله ج دغه مجاهد اولس ته نوی مجاهدین په نوی پیاوړتیا ، پوره ایمان او اوجت مورال هدیه کړل ، دا وخت نه یواځی روسان ، بلکه انګریزان ، امریکایان ، حتی تش په نامه اسلامی حکومتونه لنډا دا چه د نړی ټول باداران او غلامان به ګډه د دغه مجاهد اولس مقابلی ته راغلل دا وخت روسانو او انګریزان د طالبانو سره مرسته نه کوله برخلاف دشمنان یی وو ټول په ګډه ورته مورچل کی ناست وو ،حتی ګاونډی تش په نامه اسلامی حکومتی چارواکی یی هم تر ټولو ذلیله غلامان وو یعنی څومره ځورونه ، وژنه او بندی کول چه د دغه خبیثو تش په نامه اسلامی هیوادو له خوا طالبانو ته پیښ شوی دومره لا د کفارو له خوا ورته نه وو پیښ شوی . یعنی الله چ خپل الهی عظمت او قدرت خلکو ته د طالبانو ته په پیاوړتیا ورکولو کی د لمر په شان په ډاګه کړو . چه د ټولی نړی د غلامانو او بادارانو سره په مړانه د بریالیتوب تر کچی وجنګیدل غیر د الله ج له نصرته د هیڅ چا نصرت ورسره نه وو حتی نه یی په زمکه سیوری او نه یی په اسمان ستوری درلود
    کشکی د کابل غلامان او دهغوی باداران د الله ج د دی وخت دی لوی مجعزو او قدرت ته ملتفت شی ، خپل خالق وپيژنی ، چه الله ج څرنګه کمزورو او کم شمیرو ته په ډیرو او زوراورو بریا ورکوی مننه