دیني، سیرت او تاریخ

د غسل اړوند اتم درس

 احمد الله عاطفي
د غسل سنتونه

دغسل عملي تر تیب او په غسل کې سنت اعمال په لاندي ډول دي.

۱ – دالله(جل جلاله) د رضا لپاره د پاکۍ نيت کول.

۲- دواړه لاسونه ترمړوندو وينځل.

۳- که جامه او بدن په پلیتي ملوث وي؟ دهغې وینځل.

۴- بشپړاودس کول، خو پښې به له غسل نه وروسته نسبتاً لوړ ځای یا داسي ځای چې مستعملې اوبه، پښې لمدې نکړي،ځکه دپاکې لپاره استعمال شوي اوبه پاکونکي نه وي.

که اوبه روانې وي او یا دتمیدو امکان نه وي کولای شئ چې پښې هم داوداسه په طریقه ووینځئ، بیا په ځان اوبه تیرې کړئ، خو بیا هم غوره دی چې پښې وروسته ووینځئ.

۵- په ټول بدن درې ځله اُبه اچول ، غوره دی چې په لمړې ځل اُبو اچولو سره ټول بدن ښه وموږئ.

۶- چېرته غسل تر سره شي هلته جامی اغوستل هم سنت دي.

دغسل اداب
فرضي ،واجب ،سنت ، مستحب او مباح غسلونه په ادابو کې سره برابردي،چې په لاندي ډول تشریح کیږي.

غسل داسی ځای کی تر سره شي چې په شرعی لحاظ دعورت پټولوغوښتنه پوره شي،تر څو دنامحرم سترګو نه پنأ اوسئ .

غوره دی چې یوطرف خوندي ځای وي اویا دلامبلو ښونه(حمام).

که غسل مو په بیدیا کې له لوښي وي لازمه ده چې لنګ او یا هرڅه ټوټه وي چې عورت وپوښې په تن کړئ.

که داسی شرایط برابر نه وو په هر اسباب چې وي لکه لرګی… یا دلاس په ګوته یوه دایره رسم کړئ او دهغه دایری په منځ کې دبسم الله په ویلو په ناسته ولامبئ .

که غسل مو دسیند په څنډه، ویاله او ورته ځایونو کې وي داسي ځای غوره کړئ،چې دتګ راتګ لاره نه وي ترڅو دخلکو له نظره محفوظ اوسئ او هم خلک مو له ضرره په امان کې وي.

دامکان تر حده له خبرو ځان وژغورئ.
او دعاګانی به هم نه واېئ ، کوم شیان چې داودس په جریان کې کراهت را منځ ته کوي په غسل کې عین حکم لري.
په ناسته غسل کول غوره دی، داُوبو له اصرافه ځان وژغورئ او ټول بدن په ښه توګه ومږئ.

نور بیا……

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x