ترکي رسنۍ: حکمتیار د ترکې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۲۵، ۱۳۹۵ل): د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ژورې ناروغۍ له امله ترکيې هېواد ته د د تداوۍ په موخه انتقال شوی دی.

د ترکيې رسنيو له راپورونو سره سم د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د سختې ناروغۍ له امله د ترکيې هيواد په يوه دولتي روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی.

څو ورځې وړاندې رسنیو خبرونه خپاره کړل؛ چې د اسلامي ګوند یو هیئت ترکې ته تللی؛ چې دغه سفر يې خلکو ته شکونه پیدا کړي وو چې د دغه هیئت  د سفر موخه به څه وي؟

دغه راز د ترکې رسینو زیاته کړې چې دا لا دقیقه څرګنده نه ده، چې حکمتیار به له هغه هیئت سره یو ځای ترکې ته د درمنلي لپاره تللی وي او که د حکمتیار تللو ته چارواکو د هیئت نوم ورکړی.
له ترکيې نه خپریدونکې ایدینلیک ورځپاڼې په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو د ترکيې د چارواکو له قوله ویل شوي چې ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند مشر ترکيې کې په یو دولتي روغتون کې تر درملني لاندی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي یو شمېر غړو ویلي و چې حکمتیار به د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل کې را څرګند شي.

د شنونکو په باور که چیرته حکمتیار د ترکيې په روغتون کې تر تداوۍ لاندې وي، خو بل لور ته يې د ځای ځای ګي په اړه دقیق معلومات نه ورکول کيږي او حکمتيار ته د حزب نږدې سرچينې هم د هغه د اوسیدلو د ځای په اړه ناخبري ښيي؛ نو دا پوښتنې را پيدا کیږي چې حکمتیار به له کوم ځای څخه ترکیې ته هوايي سفر کړی وي.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار سره ښې اړېکې لرلې او په دې وروستیو کې یې اړیکې نورې هم نږدې شوې وې.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

شک په یقین بدل شو ، حکمتیار پخوا ډیر انقلابی شعارونه ورکول او ناڅاپه د غلامی په اوچت لست کی یی نوم ولیکل شو زیر کاسه نیم کاسه برامد ، خیال یا ګمان مو کولو چه حکمتیار باندی د غیرت له خوا کودتا شوی ، کودتا کی وژل کیدل یا بندی کیدل خامخا وی . وژل شوی نه وو ځکه د کابل د غلامی اداری سره د سولی په اړه یی لکه د خمینی لوی رهبر په شان خبری وکړی او هر اړخیزی توصیی یی خپری کړی . یا دا وه چه هغه وخت هم د حکمتیار له خوا یی… نور لوستل »

الياس
میلمه

دا خبره حبيب الرحمان حکمتيار د خپل فيسبوک له لارې رد کړه

نعمت
میلمه
نعمت

ډیرو د تاج او تخت د پاره خپل پلرونه ، ورونه او استاذان وژلی او یا شړلی دی ، ښه مثال یی چه ترکی وفادار شاګرد امین ووژلو یا امیر حبیب الله خپل ځوی امان خان ووژلو ، د قطر همدا اوسنی پاچا په خپل پلار کودتا وکړه فکر کوم مړ یی نه کړو مګر مستعفی یی کړو او داسی نور په نړی کی شوی او کیږی به ، کله کله تر زامنو زومان ډیر پیاوړی او تاوده وی لکه د ظاهر شاه زوم عبدلولی د هغه تر زامنو او حتی ظاهر شاه هم پیاوړی وو ، یعنی نوم د… نور لوستل »

الفت
میلمه
الفت

پام چی اقبال او اقبال طوره خلک

دز ونکی، بیخی مو وضع خرابه خکاری.

اقبال
میلمه
اقبال

الفت صاحب ! سلامونه می ومنه !
ستاسی دغه دوه جملی ( پام چی اقبال او اقبال طوره خک ډز ونه کړی، بیخی مو وضع خرابه خکاری ) کوچنی، ساده مګر ساده کی ګلداره دی .
دا معنی هم لری چه په باطل اړخ مو توهین کړی وی او دا هم کیدی شی چه تاسی د مقابل اړخ سره یو مورجل کی ډزی کوی یعنی غړیتوب یی لری که دغه جملی لږی روښانه کړی بده به نه وی .