ترکي رسنۍ: حکمتیار د ترکې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۲۵، ۱۳۹۵ل): د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ژورې ناروغۍ له امله ترکيې هېواد ته د د تداوۍ په موخه انتقال شوی دی.

د ترکيې رسنيو له راپورونو سره سم د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د سختې ناروغۍ له امله د ترکيې هيواد په يوه دولتي روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی.

څو ورځې وړاندې رسنیو خبرونه خپاره کړل؛ چې د اسلامي ګوند یو هیئت ترکې ته تللی؛ چې دغه سفر يې خلکو ته شکونه پیدا کړي وو چې د دغه هیئت  د سفر موخه به څه وي؟

دغه راز د ترکې رسینو زیاته کړې چې دا لا دقیقه څرګنده نه ده، چې حکمتیار به له هغه هیئت سره یو ځای ترکې ته د درمنلي لپاره تللی وي او که د حکمتیار تللو ته چارواکو د هیئت نوم ورکړی.
له ترکيې نه خپریدونکې ایدینلیک ورځپاڼې په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو د ترکيې د چارواکو له قوله ویل شوي چې ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند مشر ترکيې کې په یو دولتي روغتون کې تر درملني لاندی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي یو شمېر غړو ویلي و چې حکمتیار به د روانې میاشتې په وروستیو کې کابل کې را څرګند شي.

د شنونکو په باور که چیرته حکمتیار د ترکيې په روغتون کې تر تداوۍ لاندې وي، خو بل لور ته يې د ځای ځای ګي په اړه دقیق معلومات نه ورکول کيږي او حکمتيار ته د حزب نږدې سرچينې هم د هغه د اوسیدلو د ځای په اړه ناخبري ښيي؛ نو دا پوښتنې را پيدا کیږي چې حکمتیار به له کوم ځای څخه ترکیې ته هوايي سفر کړی وي.

د یادونې وړ ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار سره ښې اړېکې لرلې او په دې وروستیو کې یې اړیکې نورې هم نږدې شوې وې.

تبصرې (5)

  • شک په یقین بدل شو ، حکمتیار پخوا ډیر انقلابی شعارونه ورکول او ناڅاپه د غلامی په اوچت لست کی یی نوم ولیکل شو زیر کاسه نیم کاسه برامد ، خیال یا ګمان مو کولو چه حکمتیار باندی د غیرت له خوا کودتا شوی ، کودتا کی وژل کیدل یا بندی کیدل خامخا وی . وژل شوی نه وو ځکه د کابل د غلامی اداری سره د سولی په اړه یی لکه د خمینی لوی رهبر په شان خبری وکړی او هر اړخیزی توصیی یی خپری کړی . یا دا وه چه هغه وخت هم د حکمتیار له خوا یی د هغه لیکنی کاپی اخستی وه د حکمتیار قواره یی د چا په مخ اچولی وه .
    په هر صورت، دا چه د تور لست څخه یی نوم حذف شو ( د معلوماتو له مخی په تور لست کی له اوله نه وو لکه غیرت چه یی د ګوانتانامو په نامه میلمه چیرته ساتلی وو او د څو میلونه دالرو سره وطن ته راستون شو ، د امریکا له زندانه خلک تعقیم شوی راوځی غیرت برخلاق داسی انقلابی شعارونه ورکول او مرمی ضد ګاړو کی د وسلو سره ازاد ګرځیدو ، کابل ، پيشاور او اسلام اباد ته دیو سفیر یا وزیر په شان مندی رامنډی یی وهلی زه ورته حیران ووم ، چه یو ساده طالب څه چه د طالب په نامه مشکوک کسان ازاد نه شو ګرځیدلی ، بندیانول او وژل یی ، مګر د حزب مشران لکه غیرت ، هلال ، امین کریم او نور د حزب لوړ پوړی کابل ته داسی راتلل لکه د خواشی او خسر کورته چه څوک ځی راځی .
    اوس می هغه شک ، خیال او یا ګمان په یقین بدل شو. چه حزبی اربکان په حزبی داعشیانو بدل شول ، کیدی شی حکمتیار د دی ټولو خبرو سره موافق نه وو مګر دا چه د صدام په شان بندی وو ، څه یی نه شو ویلای وخت ناوخت به یی تری ویدیو ډکولی او نشرولی ، اوس چه د ښکاره کیدو وخت راغی د مرګ وخت یی هم راغی ، که یی نه وژنی کیدی هغه ووایی چه په ما کودتا شوی وه او د غیرت او هلال د داعشی پاچاهی رازونه هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه شی ، د ناروغ نوم یی پری کيښود ، کیدی شی دی به له اوله ترکیی کی بندی وو . ځو ورځی وروسته به یی اولادونه یا نور څن یرغمل ونیسی کابل ته به یی راولی او د هغه یرغمل له مخی به ورانی خبری نه شی کولی او لا به اعلان وکړی چه د ورپیښی شوی ناروغۍ له امله په حق ورسید او غیرت به په ښکاره د داعشی حزبیانو مشری ترلاسه کړی .
    تاسی به ووینی چه له دی دوه خبرو به یوه کیدی شی سمه راوځی . حکمتیار کمزوری لرله مونږ ټول لږ و ډیره کمزوری لرو انسانان یو ، فکر کوم په دومره کچه به کمزری نه وو چه ۱۸۰ درحی بدلون وکړی اسفل سافلینو کی شامل شی . ډیره وختی ده چه سړی پوره اټکل وکړی شی وبه ګورو چه نور څه کیږی مننه
    به

  • ډیرو د تاج او تخت د پاره خپل پلرونه ، ورونه او استاذان وژلی او یا شړلی دی ، ښه مثال یی چه ترکی وفادار شاګرد امین ووژلو یا امیر حبیب الله خپل ځوی امان خان ووژلو ، د قطر همدا اوسنی پاچا په خپل پلار کودتا وکړه فکر کوم مړ یی نه کړو مګر مستعفی یی کړو او داسی نور په نړی کی شوی او کیږی به ، کله کله تر زامنو زومان ډیر پیاوړی او تاوده وی لکه د ظاهر شاه زوم عبدلولی د هغه تر زامنو او حتی ظاهر شاه هم پیاوړی وو ، یعنی نوم د ظاهر مګر پاجاهی د عبدالولی وه د همدغه رقابت له امله داود خان کودتا کی مخکی والی وکړو که نه داودخان یی له منځه وړلو . یغنی د ظاهرشاه زامن په سوکړک ورکولو هم نه ارزیدل .
    په هر صورت ، که څه هم حکمتیار پیجاره دومره لوی څوک نه دی د خپل حرص له امله او د بیکاره او حریصو دوستانو او خپلوانو له امله یی ټول حزب له لاسه ورکړی ( یو بهلول یو یی کن یو یی کچکول ) یو هلال او غیرت ورته پاتی ، زامن یی شته خو فکر کوم چه د ظاهرشاه زامنو او زوم یی یی غیرت هم د ظاهر شاه زوم عبدلولی خان ته ورته یعنی تر حکمتیار به حزب کی ډیر لاس او پشی لری یعنی حزب د غیرت ملکیت دی ، ځکه وایم چه په حکمتیار به یی کودتا کړی وی والله اعلم وخت ته به وګورو چه نور څه راښکاره کیږی مننه

  • الفت صاحب ! سلامونه می ومنه !
    ستاسی دغه دوه جملی ( پام چی اقبال او اقبال طوره خک ډز ونه کړی، بیخی مو وضع خرابه خکاری ) کوچنی، ساده مګر ساده کی ګلداره دی .
    دا معنی هم لری چه په باطل اړخ مو توهین کړی وی او دا هم کیدی شی چه تاسی د مقابل اړخ سره یو مورجل کی ډزی کوی یعنی غړیتوب یی لری که دغه جملی لږی روښانه کړی بده به نه وی .