افغانستان

د طالبانو په منګولو کې د بندي امریکايي پوځي تازه ویډيو خپره شوې

نن ټکی آسیا: د بو برګډال نومي هغه امریکايي پوځي کورنۍ، چې څه له پاسه څلور کاله وړاندې طالبانو په پکتیکا ولایت کې نیولی او تښتولی و، وايي چې د نوموړي یوه تازه ویډيو خپره شوې.
د رویټر خبري اژانس له راپور سره سم، د برګډال کورنۍ ته د نوموړي هغه تازه ویډیو په لاس ورغلې، چې ګومان کېږي، یو میاشت وړاندې به ترې ډکه شوې وي.ځکه په ويډيو کې د ده له خبرو داسې بريښي چې نوموړي د تیرې میاشتې حالات څارلي او ځينو ته یې پکې اشاره هم کړې.

د نوموړي د کورنۍ او هغو امريکايي چارواکو په وینا چې دا ویډيو یې کتلې، که څه هم بو برګډال د طالبانو د څلورنیم کلن زندان پر ګاللو سربېره هم په ویډيو کې روغ-رمټ ښکاري، خو دوی یې د روغتیا په اړه اندېښنه لري.
د نوموړي د کورنۍ غړو او پلار په یوې اعلامیې کې له لوړپوړو امریکايي مقاماتو د خپل یوازیني زوی د ژر تر ژره را خلاصون هېله څرګنده کړې.
امریکايي چارواکو هم په افغانستان کې د خپل لومړني بندي پوځي د تازه ویډيو خپراوی تایید کړ او څرګنده یې کړه چې په دې سره دوی ډاډمن شوي چې نوموړی اوس هم ژوندی دی.
د امريکا د دفاع وزارت وياندې ايليسا سمېت ويلي: د برګډال په خوندي توګه خوشې کولو لپاره په ورځني ډول زمونږ استخباراتي او سیاسي هڅې روانې دي. زمونږ کوښښ دا دی چې برګډال په سالمه توګه خپلې کورنۍ ته راستون کړو.
 طالبانو یاد امریکايي پوځې په ۲۰۰۹ع کال کې د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې د اوبو له یوې چینې سره نږدې د نشې په حالت کې ونیو او تراوسه یې له ځانه سره په کوم په خوندي ځای کې د بندي په توګه ساتلی دی.
امریکایانو که څه هم د نوموړي د را خلاصون په غرض د هېواد په ګوټ-ګوټ په ځانګړې توګه پکتیکا، پکتیا،غزني، خوست او زابل کې په نوموړې پسې خورا خونړي چاڼیز عملیات ترسره کړل، خو د څلورو کلونو په تېریدا سره بیا هم ونه توانېدل چې نوموړی د طالبانو له بنده آزاد کاندي.
طالبانو د بوبرګډال د نیونې راهیسې د نوموړي د یوې تفصیلې ویډيويي مرکې په شمول درې ويډيوګانې خپرې کړې، چې په ترڅ کې یې د نوموړي د زندان خاطرو او پيغامونو سربېره د دغه امریکايي عسکر په بدل کې د ګوانتنامو له زندانه د خپلو پنځو تنو طالب اسیرانو د تبادلې غوښتنه هم مله کړې.
خو د دومره اوږدې مودې په تېریدو سره بیا هم په افغانستان کې مېشتو او له افغانستانه بهر امریکايي چارواکو د طالبانو پر غوښتنو غور نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمه په ټولنیزو شبکو کې د دې ویډيو کوم څرک نه لګېږي او طالبانو هم په دې باب کومه څرګندونه نه ده کړې . 

د بو برګډال هغه تفصیلي مرکه چې طالبانو د الاماره سټوډيو له لارې خپره کړې، تاسو د لانديني لینک له لارې کتلی او اورېدلی شئ:

http://shahamat-movie.com/index.php/component/webplayer/video/81

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x