
افغانستان زارۍ کوي
شېکن خروټی
افغانستان یمه شیرین یمه ما مه خرڅوئ
د ننګ د غاړي لونګین یمه ما مه خرڅوئ
لا مي بند کړي په وده کي څو سرزوري دیوان
د سلیمان د لاس نګین یمه ما مه خرڅوئ
د ډیرو تورو اژدهاوو مي مرۍ غوڅې کړې
د وخت اتل یم خان مومین یمه ما مه خرڅوئ
میړنۍ خاوره یم پر غیږ کي مي څېرې روزلې
مور د سید جمالدین یمه ما مه خرڅوئ
غاښ ماتوونکي ګذارونه مي پر زړه ورکړي
ازغی د سترګو د ګرګین یمه ما مه خرڅوئ
د وخت په تبر ماتوي راته د تن هډوکي
زه ورته سنګ یمه سنګین یمه ما مه خرڅوئ
راپسي ګرځي سوداګر د سرو په تول مي اخلي
بِه یم، بهتر یم، بهترین یمه ، ما مه خرڅوئ
بدرنګوي مي نړوي راته سینګار “شیکنه”
ما ورنه وژغوره، حسین یمه، ما مه خرڅوئ
بدرنګوي مې نړوي راته سينګار شيکنه
ما ورنه وژغوره حسين يمه ما مه خرڅوئ