شعـــــرونه

پسرلى/ مسلم يار

مسلم يار

دا ځلې سپرلى به رنګيني راوړي
دا ځلې سپرلى به زندګي راوړي

تخم يې پخوا نه لا شيندلى دى
دا ځلې سپرلى به څو سړي راوړي

نور به د خزان تور مخ ونه وینې
دا ځلې سپرلى به پسرلي راوړي

دا ځلې سپرلي خو دا وعده کړى
دا ځلې سپرلى به خوشحالي راوړي

امن او ښکلا سره ژوندون به وي
دا ځلې سپرلى به سوکالي راوړي

مه وايه نور مه وايه دوي پوه دي پرې
دا ځلې سپرلى به سپيلني راوړي

زه پرې “مسلم ياره” دا يقين لرم
دا ځلې سپرلى به آزادي راوړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x