
غزل/ نظام کندهاری
نظام کندهاری
زه د دردونو له دياره راغلم
زخمي سينه ستا تر درباره راغلم
اخلم وصال د سر سودا كومه
د قربانيو تر بازاره راغلم
راته معلومه وه د عشق فلسفه
زه هم منصور غوندي تر داره راغلم
مزل كامل شو د اغزنو لارو
اوس تر ارمان او تر دلداره راغلم
ستومان د هجر له تيارو راغلمه
د ديدنونو تر سهاره راغلم
را ماتوه كوثره تنده د روح
وروسته له زياته انتظاره راغلم
شومه رخصت له يو خزان جهان نه
د جنتونو تر بهاره راغلم
بخشش دعا راته كوه نظامه
استشهادي يم تر ايثاره راغلم