افغانستان

د یوناما تر تایید وروسته د هلمند ولایت مقام د سنګین ملکي تلفات ومنل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۲۵، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت مقام چې د سنګین په بمبار کې یې ټول وژل شوي کسان «وسلوال مخالفین» ګڼل، د یوناما تر راپور وروسته اعتراف وکړ چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د تېرې جمعې په شپه امریکايي ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په میشت ځایونو درنه بمباري وکړه، چې د کورونو او مسجد پر نړولو سربېره یې ۲۶ افغانان ووژل او ۵ یې ټپیان کړل.

هغه مهال د هلمند والي حیات الله حیات د پېښې په اړه تر یوې ورځنۍ چوپتیا وروسته د ملکي خلکو مرګ ژوبله په کلکو ټکو رد کړه او زیاته یې کړه چې په بمبار کې د بهرنیو چنګیالیو ترڅنګ ۸ طالب قومندانان وژل شوي.

دغه راز د هلمند ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپرې شوې اعلامیه کې د سنګین د ملکي تلفاتو هغه انځورونه هم جعلي بلل شوي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي وو.

خو تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) په یاد هوايي برید کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله تایید کړه او ویې ویل چې په بمبار کې لږ تر لږه ۱۸ ښځې او ماشومان وژل شوي.

د یوناما تر تایید وروسته د هلمند ولایت مقام د ملکي تلفاتو په اړه تازه څرګندونې کړي. د هلمند والي ویاند «عمر ځواک» نن پژواک خبري اژانس ته اعتراف کړی چې په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلي ځواک زیاته کړې چې د پېښې په اړه د ناپییلو سازمانونو سره په ګډه تحقیقات کوي. خو نوموړي د هغو خارجي وسلوالو او طالب قومندانانو په اړه څه نه دي ویلي چې تر دې مخکې يې د سنګین د بمبار یوازیني قربانیان همدوی ګڼلي وو.

که څه هم د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د سنګین ولسوالۍ په امریکايي بمبار کې د عامو ولسي افغانانو په مرګ ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړې، خو د ارګ او سپېدار ماڼیو مشرانو لا هم په دې اړوند هیڅ نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

زمانه بدله شوه ښځی نارینه او له نارینه وو ښځی جوړی شوی ، غیرتی بی غیرته او بی غیرتیان جوړ شول ، غلامان خپلواک او خپلواک دهشتګر او یا د نورو جاسوسان یادیږی . تاسی د دغه خبیث تش په نامه والی قواری ته وګوری چه د مفعولیت دوره به یی خامخا تیره کړی وی ، اوس غلام دی چه والی دی ، او خلک وایی چه د اربکی او داعشی حزبیانو سره غړیتوب هم لری . دا چه د هغوی سره اړیکی او غړیتوب لری د حیرانتیا وړ نه ده چه والی دی ، دا چه د لشکر ګاه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x