نړۍ

پيښور تبلیغي مرکز کې چاودنې ۸ تنه مړه ۵۵ ټپيان کړل

پيښور ښار چارسده روډ سره  تبلیغي مرکز کې د ماښام د لمونځ پر مهال د چاودنې له امله ۸ تنه مړه او ۵۵ تپيان شوي دي. ويل کيږي چې چاودنه ډېره قوي وه چې تبیلغي مرکز ودانۍ په ګډون يو شمیر نزدې ودانۍ هم زیانمنې شوي دي. مړي او ټپيان د پيښور مرکزي ليډي ريډینګ روغتون ته وړل شوي دي. د ډاکترانو په وينا د ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی. دپيښور پولیس وايي چې پنځه کیلو ګرامه وزني بم په يوه بستره کې ځای پر ځای شوی و او مرکز کې د نورو بسترو په منځ کې کيښودل شوی و. د پاکستاني طالبانو ویاند شاهد الله شاهد ويلي چې دا پيښه کې دوی لاس نلري.د پاکستان لومړي وزير میا نواز شريف په ګډون سیاسي او پوځي چارواکو دغه پيښه غندلې ده. د يادونې وړ ده چې تبلیغي مرکز کې هره جمعه او یکشنبه شپه په زرګونو کسان د عوت او ديني پوهې لپاره راټوليږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x