شعـــــرونه

پروان – نظام کندهاري

ستــــا له آهــونـــو شـــم قـــربان پــروانه
په وينــــو رنګ يې په مونږ ګـــران پروانه

چي ستـــــا تنـــکي تنــــکي ګلان رژوي
کــــور دي خــــراب شي د خـزان پروانه

ستـــــا پر بې وزلــــــــو بې دفـــاع وګړو
وو د بمــــونــــــــو يو بــــــاران پـــــروانه

لاس دي د هغو جــــلادانــــو شي مــات
چي قـتــلــوي ستــــا ماشـــومان پروانه

ستـــــــا انتقــــــام ته شازلمي دي تيـــار
چي ختمــــوي ستـــا دښمنـــــان پروانه

چـي په ګلـــشــــن کي دي لمبـــې بلــوي
پــــه کاڼـــــو ولـــي بلبـــــــلان پـــــروانه

يو ورځ به کيـــږي خــامخــا دا حســـاب
شـي په غوغــــا به تـــور زاغـــان پروانه

درســـره مـــــل يو اې مظــلـــوم ولـــسه
په غــــم شـــريک دي يو جـانـــان پروانه

چي تړمي اوښکي يې پر مخ راځي نن
نـظـــام ليــکـي دا ستــــــا بيــان پروانه 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x